تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکډونالډز ښايي د پلور د کمېدو له امله ارزانه شي
د نړۍ د ځنځیرهيي خوړو چمتو کوونکی مکډونالډز وايي د خپلو محصولاتو د پلور له یو سلنې راټیټېدو وروسته ښايي د خپلو نرخونو په اړه له سره غور وکړي.
دغه شرکت ویلي د تېر کال له اپرېل میاشتې تر جون پورې (د پسرلي موسم) هغه څانګې چې لږ تر لږه د یو کال لپاره خلاصې وې د تېر کال د همدې مودې پرتله په پلور کې لږ تر لږه یو سلنه کموالی راغلی دی. دا د کورونا دورې راهیسې لومړی ځل دی چې مکډونالډ په پلور کې دومره کمښت لیدلی.
د مکډونالډز د محصولاتو په پلور کې کموالی په داسې حال کې دی چې دغه شرکت په تېرو میاشتو کې د پېرېدونکو د جلبولو لپاره ځانګړي تخفیفونه او بونس کوپنونه وړاندې کړي دي.
مکډونالډ په غزه کې د جګړې له پیلېدو وروسته له پراخ پرېکون سره مخ شو.
د مکډونالډز اجرائیوي مشر کریس کیمپسنسکي وویل، د پلور کمېدو شرکت دې ته اړ کړی چې د خپلو محصولاتو نرخونو په اړه "هر اړخیزه بیاکتنه" پیل کړي.
هغه د مکډونالډز شریکانو ته وویل چې نوې پالیسي به شاید د پېرودونکو لپاره ډېر تخفیف رامنځته کړي چې د پلور کمېدو مخه ونیسي.
د مکډونالډ اجرائیوي مشرانو په متحده ایالاتو کې د "خوشحاله خواړه" په نامه چې یوازې په ۵ ډالرو دی او په بریتانیا کې د "۳ توکي یوازې په ۳ پونډه" په نامه د دوی دوه وروستيو ځانګړو تخفیفونو ته د خپل هدف د حللارې په توګه اشاره کړې ده.
په تېرو څو کلونو کې د خپلو محصولاتو د بیې د پام وړ لوړېدو وروسته، په ځانګړې توګه د کورونا دورې په جریان کې او وروسته، مکډونالډ د پلور له کمښت سره مخ دی او پېرودونکي له دې لوی فسټ فوډ پلورنځي په څنګ تېرېږي.
د روان کال فبرورۍ کې یو رپوټ خپور شو چې مکډونالډز شرکت پخپل اصلي خرڅلاو کې پاتې راغلی او د پلور کچه یې پر غزه د اسرائیلو د روانې جګړې د "ښکاره ملاتړ" له کبله راټیټه شوې ده.
د مکډونالډز د چټکو خواړو برخې له کابو څلورو کلونو راهیسې پخپل پلور کې د لومړني زیان خبره کړې وه.
وړاندې یې مشر ویلي وو چې په غزه کې د جګړې له کبله یې پلور کې کموالی راغلی دی او ملامتیا یې په ښکاره پر "ګمراه کوونکو معلوماتو" اچولې ده.
له دې اعلان وروسته د مکډونالډ ونډې په سلو کې نژدې څلور راټیټې شوې دي.
مکډونالډز د سټاربکس او کاکولا په څېر له هغو ګڼو لوېدیځو شرکتونو یو دی چې د اسرائیلو ضد فعالانو له لوري او د لاریونونو له کبله یې ګڼو ځایونو کې پرېکون اعلان شوی دی.
دا پرېکون وروسته له هغه ډېر شو چې مکډونالډ یوه وېډیو او انځورونه خپاره کړل چې پکې د دوی تولیدات په وړیا توګه د اسرائیلو پوځ ته وېشل کېدل.
دغه شرکت ویلي په غزه کې د اسرائیلو جګړې "تر ډېره" د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربعه کې د دوی پر بهرني پلور اغېز کړی دی.
د مکډونالډز اجرائیوي مشر کریس کیمپسنسکي ویلي وو، د دوی فعالیتونه په مالیزیا، اندونیزیا او فرانسه کې اغېزمن شوي او په منځني ختیځ کې یې اغېز تر ډېره محسوسېږي.