تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرات پېښې نیمايي قربانیان کورنیو ته سپارل شوي، د نورو د پېژندنې هڅې روانې دي
کابل کې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون چارواکي وايي د هرات ترافیکي پېښې د قربانیانو نیمایي جسدونه د هغوی کورنیو او خپلوانو ته سپارل شوي او د پاتې نورو د پېژندګلوۍ هڅې د یوه ټاکل شوي کمیسون له لارې کېږي.
د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد طاهر احرار د پنجشنبې پر سهار ( د اګسټ۲۱مه) بي بي سي ته وویل تېره ورځ له هراته ټول مړي کابل ته لېږدول شوي چې د ښځو او ماشومان په ګډن ۷۷ کسان وو. ښاغلي احرار وویل، په مړو شویو کسانو کې ۷۱ یې له ایرانه خپل هېواد ته ستنېدونکي کډوال وو. هغه وویل " دوی کې ۱۶ یې کورنۍ وې". دغه پېښه کې د مړو شویو شپږو نورو کسانو چې د موټرسایکل او موټر چلونکي وو، جسدونه یې هم کورنیو ته سپارل شوي دي.
د سردار داود خان روغتون مشر وايي، قربانیان تر ډېره د کابل، کاپیسا، پروان، کندوز، بغلان، دایکندي او بامیانو اوسېدونکي وو. هغه ویلي، د پېښې قربانیانو سره د مرستې او لاسنیوي یوه حکومتي کمیټه د جسدونو په لېږد او د پاتې نورو هغو په پېژندنه او کورنیو ته سپارلو کې یې مرسته کوي.
دغه پېښه کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ کسان مړه شوي. پېښه په ځايي وخت د سې شنبې پر ماښام ۸:۳۰ د اسلام کلا او هرات ښار ترمنځ وشوه.
ښاغلي احرا وویل، تېرو څلورو کلونو کې دغه پوځي روغتون ته په لومړي ځل دومره شمېر مړي په یو واري راوړل کېږي، او دا چې د طالبانو حکومت دې د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه ویناپاڼه کې دا پېښه خواشینونکې بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) له پېښې وروسته د افغان کډوالو د خوندي، باعزته، رضاکارانه او تدریجي راستنیدو غوښتنه کړې ده.
سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر سنجی وجیسکیرا د پنجشنبې پر ورځ، د اګست پر ۲۱مه وویل چې وروستۍ غمیزه د کډوالو خوندیتوب ته د لومړیتوب ورکولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي.
هغه یادونه وکړه چې یوازې څو اونۍ وړاندې یې د اسلام کلا له سرحدي سیمې لیدنه کړې وه، چیرې چې هغه د هغو افغان ماشومانو او کورنیو سره ولیدل چې "ټکان او صدمه لیدلي، خو بیا هم هیله مند ښکاري."
د بشري حقونو ډلو او مرستندویه ادارو هم د کډوالو د حقونو د ساتنې او د مناسبو بشري شرایطو لاندې د بیرته راستنیدو په اهمیت ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې وړم کال د ترافیکو ادارې ویلي وو، د لمریز کال تر غبرګولي میاشتې ۱۱۳۴ پېښې ثبت شوې وې چې لږ تر لږه ۸۹۰ کسان پکې مړه شوي وو. دغه ادارې په ۱۴۰۰ کال کې نږدې ۱۵۰۰ پېښې ثبت کړې چې ۸۷۰ کسان پکې مړه شوي.
خو باور دا دی چې په افغانستان کې د ټولو ترافیکي پېښو د نه ثبتېدو او ددغو پېښو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه ده.
د بنسټونو او لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او قوانینو او خوندیتوب ته نه پام او حتی د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پېښو او مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګڼي.