تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ ۲۰۲۳م کال نړیوال جام پای لوبه؛ کوربه هند که اسټرالیا، د چا د اتلولۍ چانس ډېر دی؟
کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای لوبه د یکشنبې په ورځ د دوه مخکښو لوبډلو اسټرالیا او هند تر منځ کېږي.
د پای او د اتلولۍ برخلیک ټاکونکې دا لوبه د هند او نړۍ په تر ټولو ستر احمد اباد نریندرا مودي په نړیوال لوبغالي کې کېږي چې له سل زرو د ډېرو نندارچیانو ځای لري.
د هند او اسټرالیا تر منځ له دې برخلیک ټاکونکي لوبې یوه ورځ مخکې د دواړو هېوادونو لوبډلمشرانو د نړیوالو اتلولیو له سږني جام سره ګډ انځورونه واخیستل او په خبري غونډو کې یې ګډون وکړ.
د اسټرالیا لوبډلمشر پټ کېومنز په دې خبره غونډه کې د خپلې لوبډلې له چمتووالي ور ها خوا هیله وښوده چې 'د داسې ډېرو ننداچیانو مخکې د سیالې لوبډلې د ماتولو' خوند وګوري.
هندي لوبډلمشر روهیت شرما هم د پای لوبې فشار د توجه وړ مسله وبلله خو په وینا یې لوبډله یې چې تر دې دمه څنګه لوبېدلي، سبا هم د ډېرې ښې لوبې تمه ترې کیدای شي.
پخوانیو اتلولیو ته په کتو اسټرالیا د دغې نړویوال جام د ګټلو وړتیا او تجربه لري خو هند چې څنګه تر دې دمه ځلیدلی او یا دا چې هندي لوبغاړي څومره په کور د ننه له خپلو لوبغالو او نندارچیانو ګټه اخیستی شي، د یوې زړه راښکونکي پایلوبې اټکل کېږي.
په دغه نړیوال جام کې هند په ګروپي پړاو سیالیو کې او بیا په نیمه پایلوبه کې خپلو سیالو لوبډلو ته ډېر وخت په لوړ توپیر ماتې ورکړې دي.
هندۍ پیاوړې لوبډله تر دې دمه په تر سره شویو لسو سیالیو کې هېڅ ماته نه لري او یوه بل پسې یې ځان پیاوړی ثابت کړی.
اسټرالیا بیا په همدې نړیوال جام کې د هند او سویلي افریقا په لاس ماته شوې او له افغانستان سره یې هم سیالي یوه لوبغاړي مکسوېل په سختۍ وګټله.
چا ډېرې اتلولۍ ګټلې؟
د نړیوالو اتلولیو تاریخ ته په کتو، اسټرالیا پنځه ځلې د نړیوال جام له ګټلو سره له نورو ټولو لوبډلو مخکې ده.
اسټرالیا لومړۍ نړیوال جام په ۱۹۸۷کال کې ګټلی، ورپسې دغه هېواد له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۷م کاله پورې درې سر په سر او بیا په ۲۰۱۵م کال کې د اتلولیو جامونه خپل کړي دي.
هند بیا په ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱م کال کې د دوه اتلولیو ګټلو ویاړ لري.
وېسټ انډيز چې په دې نړیوال جام کې یې لوبډله نه وه، د لومړیو دوه نړیوالو جامونو ګټلو سره له هند سره په یوه قطار کې دی.
په نورو هېوادونو کې شري لنکا، پاکستان او انګلنډ یو یو ځل نړیوال جامونه ګټلي دي.
انګلنډ دا جام تېر ځل په ۲۰۱۹م کال کې وګاټه، هغه مهال سیالۍ د انګلنډ په کوربه توب وې او نیوزیلنډۍ لوبډله ورسره پای لوبې ته وتلې وه.