تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: تېر کال لسګونه زرو بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی
د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۳ هجري لمریز/۲۰۲۴زېږېدیز کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې یې افغانستان ته له ۳۴ زرو ډېرو بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصایې او معلوماتو ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي، تېر کال د ۵۹۸ ښځینهوو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرنيو وګړو افغانستان ته سفر کړی دی. دوی دا هم وايي، د ۳۸۲ ښځو په ګډون ۱۵ زره او ۵۶۵ تنه له هېواده وتلي دي.
له دې شمېرې ۱۸ زره او ۳۹۲ تنه د ځمکې له لارې او ۴۵۴ تنه نور د هوا له لارې افغانستان ته ورغلي دي.
د رپوټ له مخې په ۱۴۰۳ لمریز/۲۰۲۴زېږېدیز کال کې په یاده موده کې ۲ زره او ۷۲۱ تنه بهرنیان د هېواد د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره ورغلي، په داسې حال کې چې پاتې نور د کار، ټرانزیت یا نورو موخو لپاره ورغلي دي.
د احصایې او معلوماتو اداره وايي، افغانستان ته د کار لپاره د ورغلیو کسانو شمېر څه باندې لس زرو ته رسېږي چې زیاتره یې موټر چلونکي دي او د کار په موخه د نیمزور له بندره افغانستان ته تللي دي، ورپسې ۴ زره او ۳۴۵ تنه چې ۱۳۲۵ یې سیلانیان دي پر ډیورنډ کرښه د تورخم له لارې ورغلي دي.
دغه راز یو شمېر بهرني وګړي د کار او سیلانۍ په موخه د اسلام قلعه، حیرتان، اقینې، اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هم افغانستان ته تللي.
ځينې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په نسبي ډول د امنیت له ښه کېدو سره دغه هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو د ورتګ شمېر پرله پسې ډول زيات شوی دی.
هغه شمېرې چې د طالبانو حکومت خپرې کړې وې، پکې راغلي و، په ۲۰۲۳ کال کې له ۵ زرو ډېر بهرنيو سيلانيانو افغانستان ته سفر کړی وو.
د سیلانیانو ترمنځ یو شمېر هغه بهرني يوټيوب چلوونکي هم دي، چې افغانستان ته په سيل ځي، او دغه کار نورو ته هم زړه ورکړی چې دغه جګړه ځپلی هېواد ته سفر وکړي.
تېر کال په باميانو کې پر سيلانيانو یوه بريد کې درې تنه بهرني سیلانیان ووژل شول، چې یو موده یې افغانستان کې د ګرځندوی پر چارو منفي اغېزه کړې وه.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی او یو شمېر اروپايي هېوادونه وخت ناوخته خپلو وګړو ته سپارښتنې کوې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي. خو وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه هېواد ته پر اسیايي هېوادونو سربېره د امریکا او اروپا وګړي هم د سیل لپاره ځي.
ګرځندویانو ته اسانۍ
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور وزارت چې د ګرځندوی چارو لپاره ځانګړې معینیت لري وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هلته چې سیلانیان ورځي د اسانیو رامنځ ته کولو هڅه کوي.
دغه وزارت ویلي، افغانستان کې د سیلانۍ لپاره له امنیتي پلوه زمینه برابره ده او دا چې د ورتلونکو سیلانیانو تود هرکلی کېږي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وړاندې له بي بي سي سره په یوې مرکې کې ویلي و، ډېری بهرني سیلانیان د چین، منځنۍ هېوادونو، اروپايي ټولنې، روسیې، جاپان، عربي متحده اماراتو او قطر څخه افغانستان ته ورغلي دي. ښاغلي غفران ویلي و، دوی هڅه کوي چې سیلانیانو ته په نړیوالو معیارونو خدمتونه برابر کړي، خو زیاته یې کړه چې دغو معیارونو ته رسېدل یو څه وخت غواړي.
د ګرځندویانو له ډېرېدو سره په افغانستان کې یو شمېر ګرځندوی شرکتونه او ځینې کسان په فردي ډول د لارښود او نورو اسانیو اړوند خدمتونه وړاندې کوي خو له لویه سره په ډېرو سیمو کې د شپې تېرولو مناسب ځایونو نشتوالی، د لارو او سړکونو ناسازه حالت او د سفر پر مهال پر ښځو محدودیتونه هغه څه دي چې د ستونزو په توګه یادېږي.
د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو پر زدکړو او کار د بندیزونو او نورو ځپونکو تګلارو له امله د طالبانو حکومت تر سختو نیوکو لاندې دی او ښايي ځیني نړیوال بندیزونه او د طالبانو حکومت ګوښيتوب هم د ګرځندوی پر صنعت په یوه ډول اغېز ولري.