اسرائيلو د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې بنديز لګولی

غزه کې اونروا

د عکس سرچینه، AFP

د اسرائیلو پارلمان د رایو په اکثریت د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې انراوا بندیز لګولی. د اسرائیلي پارلمان د پرېکړې پر بنسټ انراوا نور نه شي کولی د ختیځ بیت المقدس په ګډون په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه پرېکړه په نړيواله کچه ډېر ژر د هغو هېوادونو په ګدون چې د اسرائيلو ملاتړ کوي له غبرګون سره مخامخ شوه. امریکا، بريتانیا او جرمني د اسرائيلو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ځکه چې دغه اداره د غزې له دوو ميليون زیاتو جنګ ځپلو او په نورو اشغال شويو سيمو کې سلګونه زره خلکو ته بشري مرستې چمتو کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت، ويلي چې د فلسطينيانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره (اونروا) په غزه کې د بشري مرستو په وېش کې مهم رول لري او په غزه کې نژدې دوه ميليونه وګړي د دې ادارې پر خدمتونو تکيه کوي.

اسرائيل د ملګرو ملتونو پر يادې ادارې تور پورې کوي چې له حماس سره يې "لاس يو کړی" او ان ځينې کارکوونکي يې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې نېټې "بريدونو" کې ښکېل وو.

اونروا اداره له لسيزو راهيسې فلسطيني کډوالو ته له روغتيايي او طبي خدمتونو نيولې تر سلګونه زره ماشومانو او تنکيو ځوانانو پورې د ښوونې او روزني خدمتونه وړاندې کوي.

د دې ادارې مشر فېلېپ لازاريني د اسرائيلو دا بنديز بې "ساری او خطرناک" بللی چې په وينا يې دا به د فلسطينيانو کړاو لا پسې نور هم زيات کړي.

نوموړي ويلي دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر وړاندې د اسرائيلو د دولت له مکلفيتونو "سرغړونه" ده.

پر ايران د اسرائيلو د بريد په اړه د ملګرو ملتونو د امينت شورا بېړنۍ غونډه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا

د عکس سرچینه، Getty Images

د ايران په غوښتنه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دغه سازمان د امنيت شورا دايمي او موقتي غړو غونډه وکړه او پر ايران يې د اسرائيلو هوايي بريد په اړه يې نظرونه څرګند کړل.

دغه غونډه چې د پرېکړې او یا د مسودې د تصويب لپاره نه وه د شورا غړو استازو ته د موضوع په اړه د نظر ورکولو فرصت ورکړل شو.

په غونډه کې د ايران د استازي د سختو څرګندونو تر څنګ د الجزاير، چين، روسيې، عراق او سوريې استازو هم پر ايران د اسرائيلو بريدونه وغندل.

د عراق استازي پخلی وکړ چې اسرائيلو پر ايران د بريد لپاره د دوی هوايي حریم کارولی او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې شکايت وکړ او دا يې له خپل حاکميت ښکاره "سرغړونه" وبلله.

د چين استازي په غونډه کې وويل، چين د ايران له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه غندي او د روسيې استازي پر امریکا له دې امله نيوکه وکړه چې پر ايران يې د اسرئيلو د بريد "ملاتړ" کړی.

د فرانسې استازي له لبنان څخه د اسرائيلي عسکرو د سملاسي وتلو غوښتنه وکړه او د جاپان استازي له دواړو غاړو (ايران او اسرائيلو) وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او د تاوتریخوالي له زياتولو ډډه وکړي.

بريتانيا له تهرانه وغوښتل چې د اسرائيلو د بريد ځواب ورنکړي.

له تېر يوه کال راهيسې چې اسرائيلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي د حماس د روغتيا وزارت په وينا له ۴۲۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د غزې له ۲،۴ میلیون خلکو شاوخوا ۱،۹ میلیونه د جګړې له امله بې ځایه شوي - چې ډېری یې د تېښتې لپاره څو ځله کډه کولو ته اړ شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ - په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل.