پر ایران د اسرائیل ځوابي برید؛ تهران وايي "محدود زیانونه" اوښتي

د عکس سرچینه، Israeli Prime Minister's Office
د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي ایران کې یې پر پوځي اهدافو ځوابي بریدونه پای ته رسېدلي دي.
ایډياېف اعلان کړی چې دا بریدونه یې د اکتوبر لومړۍ نېټه ایران لخوا پر اسرائیل د بالیستیک توغندیو د برید په ځواب کې کړي.
د دغو ځواکونو ویاند دانیل هاګاري په یوه بیان کې ویلي، چې د ایران پر پوځي اهدافو یې "دقیق او هدفي" بریدونه کړي او په دې توګه یې د اسرائیل دولت ته د "سملاسي ګواښونو" مخه نیولې ده.
هغه زیاته کړې چې اسرائیلي ځواکونو خپل هدف ترلاسه کړي.
اسرائيل دا نه ده روښانه کړې، چې په دغو بریدونو کې دقیقآ کومې سیمې او پوځي تاسیسات په نښه شوي.
خو د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو ویاند ګواښ کړی چې که د ایران رژیم د ده په وینا د کړکېچ د نوي پړاو پیلولو "تېروتنه" وکړي، نو دوی به مکلف وي چې بیا ځواب ورکړي.
هغه ویلي، "پیغام مو روښانه دی، هر هغه څوک کې د اسرائیل دولت ګواښي او غواړي سیمه د پراخ کړکېچ خوا یوسي، درنه بیه به پرې کړي. موږ نن وښوده چې د پریګنده اقدام هوډ او وړتیا دواړه لرو."

د عکس سرچینه، IDF
د اکسیوس خبریال باراک راوید وايي، اسرائيلي ځواکونو خبریالانو ته ویلي، چې پر ایران برید کې "لسګونو جنګي جټونو" برخه اخیستې وه او دا چې ټولې په خوندي ډول بېرته خپلې اډې ته ګرځېدلې دي.
دا بریدونه په څو پړاونو کې ترسره شول. اسرائيلي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د هغو توغندیو د تولید تاسیسات یې په نښه کړي، چې پر اسرائيل برید کې کارول شوي وو.
دوی په پرانیستي لاس عمل او د دغو عملیاتو بریا لپاره د ایران پر دفاعي سیستمونو د برید خبر هم ورکړی.
ایران څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، اسرائیل هڅه کړې چې د تهران، خوزستان او ایلام بېلابېلو سیمو کې پوځي مرکزونه په نښه کړي.
دغه اژانس د ځینو سرچینو په حواله او د لومړنیو ارزونو له مخې "دغه بریدونه کمزوري" بللي او وايي د همغږو هوايي دفاع سیستمونو د "بریالۍ مقابلې له کبله محدود زیانونه" اوښتي دي.
تسنیم چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژنس ګڼل کېږي، مخکې د خپلو ځینو سرچینو په وینا لیکلي وو چې "ایران د اسرائیل د یرغل ځوابولو ته چمتو دی".
د دغه اژانس په وینا یوه سرچینې زیاته کړې: "ایران هر ډول یرغل ته ځواب ویلو لپاره خپل حق خوندي ګني او په دې کې شک نه شته کې اسرائیل به د خپل هر ګام متناسب غبرګون وګوري".
اسرائیل: ایران کې مو پر "پوځي اهدافو دقیق ګوزارونه" کړي
د اسرائيل دفاعي ځواکونو (ایډياېف) اعلان کړی، چې د ایران لخوا یې پر دغه هېواد د روانې میاشتې د توغندیو برید په ځواب کې ایران پر "پوځي اهدافو دقیق ګوزارونه" کړي دي.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، تهران کې د چاودنو اورېدل شوي غږونه د دفاعي سیستمونو لخوا د توغندیو د شنډولو وو.
هممهاله د ایران د هوايي چلن سازمان اعلان کړی، چې ټولې الوتنې یې تر ثاني امره لغوه کړې دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، له ولسمشر جو بایډن سره د اسرائیل د برید جزییات شریک شوي او دا چې امریکايي ځواکونه پکې ونډه نه لري.
د ایډياېف لخوا پر اېکس یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، "د ایران رژیم او په سیمه کې د هغه نیابتي ډلې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر اسرائیلو باندې پرله پسې بریدونه کوي - په اوو جبهو کې – د ایران له خاورې د مستقیمو بریدونو په ګډون".
په دغه بیان کې زیاته شوې، "د اسراییل دولت د نړۍ د بل هر خپلواک هېواد په څېر حق او دنده لري چې ځواب ووايي".
اسرائیلي ځواکونه وايي، "دفاعي او یرغلیزې وړتیاوې" یې په بشپړه ډول چمتو دي او دا چې د اسرائیلو دولت او خلکو دفاع لپاره به "هر هغه څه وکړي چې اړتیا" یې وي.
اسرائیل د اکتوبر لومړۍ نېټه پر دغه هېواد ایران لخوا د لسګونو بالېستیک توغندیو په وسیله له برید وروسته ګواښ کړی چې غچ اخلي.

د عکس سرچینه، IDF
پر ایران سربېره سوریې هم ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو پر ځايي وخت د شپې ۲ بجې د دغه هېواد سویلي او مرکزي سیمو کې پر څو پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا لیکلي، دفاعي سیستمونو څو توغندي شنډ کړي او دا چې چارواکي د اوښتو زیانونو په ارزونه بوخت دي.
پر ایران او سوریې سربېره د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې په دیاله او صلاح الدین کې هم د اسرائيل د بریدونو خبر ورکړ شوی دی.
تر دې مخکې د خواله رسنیو یوه کارن بيبيسي ته ویلي و، چې د تهران سویل کې د "امام خمیني" هوايي ډګر له شاوخوا یې د چاودنو اورېدلي او دا چې دغه غږونه ډېر لوړ وو.
یو بل تن پر خپله پاڼه لیکلي: "سلام – د تهران خلک ۲ بجې او ۱۴ دقیقې د چاودنو د درېیو پرله پسې وحشتناکو غږونو په اورېدو راویښ شول".
ځینو کسانو د کرج په ۹ کیلومترۍ کې هم د چاودنو غږونو د اورېدو خبر ورکړی.
له دې ډلې یوه کس لیکلي "لږترلږه ۷ وحشتناکې چاودنې مې واورېدې".











