امنیت شورا ته له اسرائیلو د عراق شکایت؛ وايي پر ایران د برید پر مهال یې 'له فضایي حریم سرغړونه' کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق حکومت په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سرمنشي او امنیت شورا ته شکایت کړی چې اسرائیلو د تېرې شنبې ګهیځ وختي پر ایران د هوايي برید لپاره د دوی فضايي حریم "مات" کړی دی.
د عراق دا شکایت داسې مهال راغلی چې امنیت شورا نن دوشنبه پر ایران د اسرائیل د برید څېړلو لپاره یوه غونډه پلان کړې ده.
د سویس په وینا، چې د امنیت شورا دوراني مشري پر غاړه لري، تهران د الجزایر، چین او روسیې په ملاتړ له امنیت شورا غوښتي وو چې پر ایران د اسرائیلو هوايي برید وڅېړي.
د عراقي حکومت ویاند باسم العوادي په یوه بیان کې ویلي چې حکومت بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې "پر هوايي حریم د تېري په اړه له واشنګټن سره په اړیکه کې واوسي؛ ځکه چې امریکا او عراق ترمنځ د عراق د هوايي حریم ساتلو هوکړه لا پر ځای ده".
العوادي زیاتوي، عراق پر خپله خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګ ولاړ دی.
په دې بیان کې دا هم راغلي چې د عراق حکومت "هېچا ته اجازه نه ورکوي چې فضا او ځمکه یې د نورو هېوادونو، په تېره د هغو ګاونډیو هېوادونو پرضد وکاروي چې بغداد ورسره مشترکې ګټې او درناوی لري".
د ایران پوځ ویلي، اسرائیلي الوتکو پر ایران برید کې د ځینو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو توغولو لپاره په عراق کې د امریکا پوځ تر واک لاندې (د واشنګټن او بغداد ترمنځ د امنیتي تړون پربنسټ) فضايي حریم کارولی.
اسرائیلي پوځ د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه ایران کې پر "پوځي موخو" بریدونه وکړل. دغه هېواد ویلي دا برید یې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د ایران د بالستیک توغندیو د برید په غچ کې کړی.
د اسرائیلو بریدونو څلور ایراني پوځيان وژلي وو.
"لویه بیه به یې پرې کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا، عراق کې د حزبالله کنډک په یوه بیان کې ویلي د ایراني کارخونو په نښه کولو لپاره د عراق له فضا ګټه اخیستل خطرناک ګام دی، چې وړاندې ایران هېڅ نه و ورسره مخامخ شوی.
په بیان کې راغلي، که امریکایان د عراق پر فضا واکمن نه وای، د بل هېواد پر ضد به نه کارېدله.
عراق کې د حزبالله فعالو وسلهوالو خبرداری ورکړی چې "امریکایان او اسرائیل به له عراقي فضا نه د ګټې اخیستلو او سپکاوي لویه بیه پرې کړي".
په بیان کې راغلي، چې دې کار اسرائیلو ته دا جرات ورکړ چې پر ایران له برید وروسته پر عراق هم په اسانۍ برید کولی شي.
بغداد له تهران سره نژدې اړیکي لري، خو له واشنګټن سره هم سټراتېژیکه ملګرتیا پالي.











