مجید برېګېډ څه دی او د امریکا له خوا د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه نومول یې په څه معنی دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریاض سہیل
- دنده, بي بي سي اردو، کراچۍ
پاکستاني چارواکو د امریکا متحده ایالتونو له خوا د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه د مجېد برېګیډ (مجید لوا) د نومولو هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا دا اقدام داسې مهال کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په رسمي سفر امریکا ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه (د اګسټ ۱۱مه) اعلان وکړ چې "د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د ازادۍ پوځ او مجید برېګېډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نوموي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، "د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ۲۰۱۹ کال کې تر یو لړ ترهګریزو بریدونو وروسته د ځانګړو نومول شويو نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل شو. خو له ۲۰۱۹ کال راهیسې، (بياېلاې) او مجید برېګېډ د ډېرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی."
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې وروستیو کې "په ۲۰۲۴ کال کې (بياېلاې) د کراچۍ په هوايي ډګر او ګوادر بندر اداري کمپلېکس ته نږدې د ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست. د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې (بياېلاې) له کوټې څخه پېښور ته د جعفر ایکسپرېس ریل ګاډي د برمته کولو مسوولیت په غاړه واخیست. په دې برید کې ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل ووژل شول او له ۳۰۰ څخه ډېر مسافر یې یرغمل کړل."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګر سازمان په توګه د دې ډلې نومول ''د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ جګړه کې مهم رول لوبوي او د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ د مخنیوي لپاره یوه اغېزناکه لاره ده.''
د یادولو ده چې پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې پر مجید برېګېډ، چې د (بياېلاې) د ځانمرګو بریدونو څانګه ده، بندیز ولګاوه، خو په (بياېلاې) باندې یې په ۲۰۰۶ کال کې د فعالیت بندیز لګولی و.
پاکستان لا له وړاندې له امریکا غوښتي وو چې مجید برېګېډ د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې ور زیات کړي.
د (بياېلاې) مجید برېګېډ څانګه له یوې لسیزې څخه له زیات وخت راهیسې په بلوچستان کې فعاله ده چې په وروستیو کلونو کې یې بریدونه پراخ شوي دي.
همدې وضعیت ته په پام پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د (بياېلاې) پر فرعي څانګه مجید برېګېډ باندې د بندیز غوښتنه هم کړې وه.
مجید بریګېډ (لوا) څه شی دی او په کومو کړنو کې ښکېل دي؟

مجید برېګېډ او د هغه د ' فدایي' نومې ډله لومړی ځل د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر پر ۳۰مه هغه وخت راڅرګند شول، چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې یې د ارباب کرم خان پر سړک له یوه کوره بهر یو موټر په نښه کړ.
دا د پخواني فدرالي وزیر نصیر مینګل د زوی شفیق مینګل کور و. شفیق مینګل له بریده روغ ووت، خو د هغه د ساتونکو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ د برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې دا "فدایي برید" د "مجید برېګېډ" له خوا دروېش نومي ځوان کړی دی.
له هغه وروسته، مجید برېګېډ د څه مودې لپاره د خلکو له نظره ورک شو او د کوم لوی برید مسوولیت یې ونه مانه.
استاد اسلم چې د اسلم اچهو په نامه هم یادېږي، د مجید برېګېډ لومړنی مشر و او هغه نه یوازې د دې ډلې عملیاتو ته نوښت او شدت ور کړ، بلکې په بلوچستان کې یې د بلوچ وسله والو د لسیزو پخوانیو مبارزه له غرونو څخه ښارونو په ځانګړې ډول کراچۍ ښار ته راوړه.
د رپوټونو له مخې ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې اسلم اچهو په کندهار کې په یوه برید کې ووژل شو، چې وروسته د دې ډلې مشري د بشیر زېب په نامه یوه بل کس ته وسپارل شوه چې وړاندې د بلوچستان د محصلانو سازمان (بي ایس او) مشر و.
په اسلم اچهو پسې په بلوچستان کې د بمي چاودنو، په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو او هدفي وژنو څو قضیې ثبتې شوې وې او پر سر یې پنځه میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام هم ټاکل شوی و.
پر شفیق مینګل له برید نږدې اوه کاله وروسته، د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین کې چې د سرو زرو او مسو زیرمې لري، یوه لارۍ د چینایي انجینرانو له لېږدوونکي بس سره وجنګول شوه.
په دغه ځانمرګي برید کې د درېیو چینایي انجینرانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شول.
د مجید برېګېډ (لوا) د برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې بریدګر د 'ریحان' په نامه یو ځوان و، چې د مجید لوا د مشر اسلم استاد چې په اسلم اچهو پېژندل کېږي، زوی دی.

د عکس سرچینه، Social Media
د همدې کال په نومبر کې په کراچۍ کې د چین پر سفارت لوی وسله وال برید وشو، چې څلورواړه بریدګر له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول. د دې برید مسوولیت هم مجید برېګېډ ډلې په غاړه واخیست.
- په ۲۰۱۹ کال کې، دې ډلې د ګوادر ښار په پيسي هوټل برید وکړ، چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز مرکز دی. په دغه برید کې د درې بریدګرو په ګډون ۸ کسان ووژل شول. مجید برېګېډ دا عملیات "فدايي ماموریت" ګڼلی و.
- د ۲۰۲۰ کال په جون کې د کراچۍ په د اسعارو د تبادلې په مرکز (سټاک ایکسچینج) برید وشو چې په کې څلور بریدګر ووژل شول او مجید برېګېډ د دې برید مسولیت هم په غاړه واخیست.
- په ۲۰۲۲ کال کې، د شاري بلوچ په نامه یوې ښځې د کراچۍ پوهنتون په چینایي مرکز کې په ښوونکو ځانمرګی برید وکړ.
- په ۲۰۲۳ کال کې، د سمیعه قلندراني په نامه یوې ښځې د تربت په سیمه کې د ایفسي موټر په نښه کړ. سمیعه قلندراني د اسلم اچهو د زوی ریحان کوژدنه وه.
- په ۲۰۲۴ کال کې، د ماهل بلوچ په نوم یوې ښځې په بېله سیمه کې د ایفسي پر یوه کمپ ځانمرګی برید وکړ. مجید برېګېډ د دې ټولو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست او دا څرګنده شوه چې دا ډله اوس د خپلو ځانمرګو عملیاتو لپاره له ښځو څخه کار اخلي.
په ورته ډول، همدې ډلې د روان کال په مارچ کې د جعفر ایکسپرېس د یرغمل نیولو او د مسافرو د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی و.
د جیمز ټاون بنسټ لپاره په خپله څېړنیزه مقاله کې، عبدالباسط لیکي چې مجید برېګېډ پرمختللې وسلې لري چې چاودېدونکي توکي، پرسونل او ټانک ضد ماینونه ایمفور ټوپکونه او نورې اتومات وسلې شته.
د هغه په وینا، د مجید بریګېډ وسله وال د ځانمرګو جاکټونو جوړولو لپاره پرمختللي چاودېدونکو توکو لکه( سي- ۴) ته هم لاسرسی لري.
د مجید برېګېډ نوم له کومه راغی؟

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د پیپلز پارټۍ د لومړني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر مهال چې په بلوچستان کې د نېشنل عوامي ګوند لومړنی ټاکل شوی حکومت ړنګ شو، په بلوچستان کې مقاومت پیل شو.
د ۱۹۷۵ کال په اګسټ کې چې لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو یوې غونډې ته د وینا لپاره کوټې ښار ته لاړ، د مجید لانګو په نامه یو ځوان د لاسي بم په چاودنه کې ووژل شو.
وروسته، راپورونه خپاره شول چې د مجید په نامه دې ځوان پر لومړي وزیر بوټو د برید پلان لاره.
مجید لانګو د منګوچر سیمې اوسېدونکی او د بلوچستان د محصلانو سازمان غړی و. د مجید لانګو له مړینې وروسته، د هغه کشر ورور وزېږېد چې پر هغه هم د مجید نوم کېښودل شول.
دا مجید هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ غړی شو او په ۲۰۱۱ کال کې کوټې ته نږدې له 'امنیتي ادارو' سره په نښته کې ووژل شو.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) وايي، د دې "فدايي ګروپ" د جوړولو اعلان د 'دوهم' مجید د وژل کېدو په ورځ وشو او استاد اسلم اچهو د یادو دوو وروڼو په یاد د مجید بریګېډ نوم پرې کېښود.
د امریکا له خوا مجید برېګېډ د 'بهرني ترهګریز سازمان' په توګه نومول څه معنی لري؟
کله چې یو ډله د امریکا له خوا د 'بهرني ترهګریز سازمان' په توګه نومول کېږي، ټوله شتمني یې کنګل کېږي او هیڅوک ور سره د راکړې ور کړې اجازه نه لري.
د امریکا د قانون له مخې، له یادو ډلو سره راکړه ور کړه او مادي مرسته جدي جرم دی چې تر شلو کلونو د بند سزا لرلی شي.
د ترهګرې ګڼل شوې ډلې غړي امریکا ته له ننوتلو څخه منع دي او د کډوالۍ له نورو سختو بندیزونو سره هم مخامخېږي.
د امریکا د قانون له مخې، 'مادي ملاتړ' کې مالي مرستې، استوګنځی، ماهرانه مشوره، روزنه، د نقل اسنادو او پېژندنې چمتو کول، مخابراتي تجهیزات، چاودېدونکي توکي، بشري ځواک او ټرانسپورت شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د بهرني ترهګریز سازمان په توګه د یو سازمان له نومولو یې هدف د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د هڅو ملاتړ کول، نور هېوادونه ورته کار ته هڅول او د ترهګرو سازمانونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.











