اسرائیل د څلورو مړو یرغملو د جسدونو ترلاسه کولو بدل کې د ۶۰۰ فلسطیني زندانیانو خوشي کول پیل کړي

حماس په غزه کې د څلور یرغمل شویو اسرائیلیانو مړي د سلګونو فلسطیني زندانیانو خوشي کېدو په بدل کې سپارلي دي.
اسرائیلي چارواکي اوس د ورسپارل شویو مړیو د پېژندګلوۍ معلومولو لپاره ډي این اې معاینات کوي. دا ټول کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې په بریدونو کې یرغمل شوي وو.
له دې مخکې پر پنجشنبه اسرائیل د هغو نژدې ۶۰۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول پیل کړل، چې لسګونه یې اشغال شوې لوېدیځې غاړې او غزې ته ورسېدل او هرکلي ته یې ګڼ شمېر کسان یو ځای شوي وو.
دا به د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند هغه لومړي پړاو وروستۍ تبادله وي، چې د شنبې پر ورځ پای ته رسېږي.
ویل کېدل، د سپارل شویو جسدونو لومړني ډي این اې معاینات به د اسرائیل او غزې تر منځ د پولې په سیمه کې وشي او وروسته د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې وویل شول، چې دا جسدونه په تل ابیب کې د عدلي طب لابراتوارونو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې تېره پنجشنبه د یوې اسرائیلۍ یرغملې شیري بیباس پر ځای د یوې فلسطینۍ ښځې مړی اسرائیل ته سپارل شوی و، چې له کبله یې هلته سخته غوسه وپارېده.
حماس وروسته وویل، چې دا یوه تېروتنه وه او بیا یې د شیري بیباس مړی اسرائیل ته وسپاره. د یادونې ده، چې حماس د مخکې دغسې تبادلې برعکس د پنجشنبې پر ورځ مړي د ځانګړو مراسمو له ترتیب پرته سره صلیب ته وسپارل.

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسرائیل د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو خوشي کولو په مناسبت ترتیب شوي مراسم له سپکاوي ډک بللي وو او تېره اونۍ یې د فلسطیني بندیانو خوشي کول له دې کبله ځنډولي وو، چې په وینا یې له یرغمل شویو کسانو سره ظالمانه چلن شوی دی.
بي بي سي ته رسېدلو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې خوشي شوي فلسطینیان لوېدیځې غاړې ته رسېږي او هرکلي ته یې راټول شوي خلک د خوښۍ څرګندونه کوي. خو د خوشي شویو کسانو په هکله بي بي سي داسې هېڅ معلومات نه لري، چې د کوم جرم له کبله په زندان محکوم شوي وو.
د اوربند په دې لومړي پړاو کې تر اوسه د نژدې ۱۹۰۰ فلسطیني زندانیانو د خوشي کېدو بدل کې ۳۳ یرغمل شوي اسرائیلیان ازداد شوي دي. ویل کېږي تر اوسه پورې ۲۵ ژوندي اسرائیلیان او اته مړي سره صلیب ته سپارل شوي دي.











