په مریخ کې مایع اوبه موندل شوې، خو هغو ته ښه خبر نه دی چې هلته د مېشتېدو په تکل وو

ساینس پوهانو په مریخ کې د اوبو د مایع حالت زېرمه موندلې چې د دې سرې سیارې تر بهرني ډبرین پوښ لاندې موقعیت لري.

دا خبره د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا د (مارز اېنسایټ لېنډر) په نوم د روباټ د راټولو کړو معلوماتو په ارزونه کې جوته شوې ده.

دا پلټونکی روباټ په ۲۰۱۸ کال کې د مریخ پر ځمکه ښکته شو.

له یاد پلټونکي روباټ سره د زلزلې اندازه کوونکې آله یا سیسمومیټر هم استول شوی و، چې تېرو څلورو کلونو کې د مریخ ټکانونه او زلزلې یې ریکاډ کړې دي.

د دغو زلزلو تحلیل او د سیارې حرکت دا په ډاګه کړه، چې هلته تر ځمکې لاندې اوبه شته.

د مریخ په قطبونو کې په کنګل شوي شکل اوبه شته او اټموسفیر یا فضا یې د بخار شواهد هم لري، خو دا لومړی ځل دی، چې د یادې سیارې په خاوره کې اوبه په مایع بڼه موندل شوې.

د دغه پلټونکي روباټ ماموریت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پای ته رسېږي، په دې څلورو کلونو کې یاد ماشین د مریخ په نبض ارامه خپله ګوته اېښې وه.

بايد يادونه وشي، چې په دې څلورو کلونو کې دغه ماشين له ۱۳۱۹ زياتې زلزلې ثبت کړې دي.

دا چې د زلزلې څپې څومره ګړندۍ سفر کوي له همدې ساینسپوهان دا معلومولی شي، چې له کومو موادو څخه تېرېږي.

پروفیسر مایکل منګا چې دې څېړنه کې برخه لري وايي، "دا په حقیقت کې ورته تخنیکونه دي چې موږ يې په ځمکه کې د اوبو او یا د تېلو او ګازو موندلو لپاره کاروو."

ارزونې په ډاګه کړه، چې د مریخ تر ځمکې له ۱۰ څخه تر ۲۰ کیلومترو لاندې د اوبو زېرمې شته دي.

پروفیسور منګا زیاته کړه، چې د یوې سیارې د تکامل پړاونو لپاره اوبه تر ټولو مهم عنصر دی.

د مریخ پر مخ شوې څېړنې ښيي چې هلته پخوا جهیلونه او ویالې وې خو له تېرو دریو میلیاردو کلونو راهیسې په یوه وچه صحرا اوښتې.

پروفیسور منګا وايي:

" دلته هم ډېرې اوبه تر ځمکې لاندې دي نو هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي چې مریخ کې دې هم همداسې نه وي. "

ښاغلي منګا وویل، د مریخ تر ځمکې لاندې د اوبو د موقعیت موندنه د هغو میلیاردرانو لپاره ښه خبر نه دی، چې تمه یې لرله هلته د استوګنې پروژې ترسره کړي.

نوموړي وویل:

"دا اوبه له ۱۰ څخه تر ۲۰ کیلومتره لاندې پټې دي."

د هغه په خبره، دا به د ایلن ماسک لپاره هم ګرانه وي چې مریخ کې تر ۱۰ کیلومترو سوری وکړي.

دا کشف ښايي په مریخ کې د ژوند د شواهدو لټون لپاره یو بل ګام وي.

پروفیسور منګا وايي:

"تاسو د مایع اوبو پرته د ژوند تصور نه شئ کولی. نو که چیرې په مریخ کې د استوګنې وړ ځای وي، هغه به د مریخ د ځمکې دننه په ژورو کې وي."