تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سترې محکمې پرېکړه د ټرمپ واک پراخوي، ټرمپ دا "ستر بری" ګڼي
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ ډونلډ ټرمپ ـ او راتلونکو ولسمشرانو ته ـ د ټیټو محکمو د واک په محدودولو یو لوی بری ورکړ، چې له مخې یې ولسمشر اجرائیوي فرمانونه وځنډوي یا یې مخه نیولی شي.
ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ په مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته خپله خوښي وښوده او دا پرېکړه یې "ستره او حیرانوونکې" وبلله. هغه وویل: "دا د اساسي قانون، د واکونو د وېش او د قانون د واکمنۍ لپاره یو ستر بری دی."
د محکمې دا پرېکړه نه یوازې د ټرمپ د هغه اجرائیوي فرمان نه اغېزمنوي چې د زیږون پر بنسټ د تابعیت حق پای ته رسوي، بلکې هغه دې ته هم هڅوي چې خپلې نورې هغه پالیسۍ پلي کړي چې تر دې وړاندې ورته محکمو لنډمهاله خنډونه جوړ کړي وو.
د زیږون پر بنسټ د تابعیت پر حق د پرېکړې اغېز
سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته لاره خلاصه کړه چې پر امریکايي خاوره زیږېدلو کسانو ته د تابعیت ورکولو بهیر - لږ تر لږه دا مهال ـ ودرول شي. اوس سپینه ماڼۍ باید خپله دا طرحه عملي کړي، هغه کار چې اسانه نه دی.
په جمعه د شوې پرېکړې له مخې، د هېواد تر ټولو سترې محکمې اجازه ورکړه چې د ټرمپ اجرائیوي فرمان، چې د زیږون له مخې تابعیت پای ته رسوي، د یوې میاشتې دننه پلی شي، خو دا یې هم ویلي چې ټيټې محکمې باید ا وګوري دا فرمان پر هغو خلکو څه اغېز لري چې قانوني حق لري دعوه وکړي.
په دودیز ډول، ایالتونه د زیږون سندونه صادروي او ډېری ایالتونه د ماشوم د والدینو تابعیت نه ثبتوي. له همدې امله، د ډیموکراتانو تر مشرۍ لاندې ایالتونه به د ټرمپ د ادارې غوښتنو ته ژر ځواب ورنه کړي.
قاضۍ اېمي کاني باریټ، چې دا پرېکړه یې د اکثریت له خوا ولیکله، ایالتونو ته دا اجازه ورکړه راتلونکي کې دا استدلال وړاندې کړي چې باید د ټرمپ د تابعیت پالیسي پراخه توګه بنده شي.
دا هر څه د ستر قانوني جنجال پیلامه بلل کېږي
باریټ ولیکل: "د ایالتونو له نظره، هغه زیانونه ـ لکه مالي تاوانونه او اداري بارونه چې د هغو مرستو له امله رامنځته کېږي چې وګړي پرې تکیه کوي ـ نه شي رفع کېدای پرته له دې چې د فرمان پر پلي کېدو پراخ بندیز ولګول شي."
"ټيټې محکمې باید دا وارزوي وکړي چې ایا یوه محدوده قضایي پرېکړه مناسبه ده، نو موږ دا پرېږدو چې دوی دا او نور اړوند دلایل وارزوي."
ولسمشر ټرمپ د جمعې د ورځې پرېکړه "یو ستر بری" وبلله او زیاته یې کړه چې د "زیږون تابعیت دروغجن تکتیک" اوس "په غیر مستقیم ډول او سخته توګه زیانمن شوی" او دا پرېکړه به "زموږ د کډوالۍ بهیر له درغلیو وژغوري."
د امریکا عمومي څارنوالې پم بونډي هم د جمعې په ورځ وویل، ستره محکمه به راتلونکې غونډه کې، چې د اکتوبر په میاشت کې ترسره کېږي، دا پرېکړه کوي چې ایا د زیږون تابعیت ورکړه باید په بشپړ ډول ختمه شي که نه.
د ولسمشرۍ واک پراخول
د محکمې پرېکړې به، چې د فدرالي ټیټو محکمې قاضیانو واک محدودوي څو سرتاسري قضایي فرمانونه صادر نه کړي، فوري او پراخې اغېزې ولري.
ولسمشرانو، که جمهوريپال وي یا دیموکراتان، له ډېره وخته دا نیوکه کړې چې ځیني قاضیان چې په جزوي فدرالي محکمو کې د ایدیولوژۍ له مخې پرېکړې کوي، یوازې په خپل ابتکار د ولسمشرۍ اجرائیوي اقداماتو یا حتی د کانګرس له خوا تصویب شوو قوانینو مخه نیسي.
سره له دې چې په دې مشهوره قضیه کې اصلي موضوع دا ده چې د امریکا پر خاوره د ناقانونه کډوالو زېږېدلو ماشومانو تابعیت لغوه شي، خو له دې سره سره د ټرمپ نور ډېر اقدامات هم شته چې په تېرو میاشتو کې یې کړي و او ټیټو محکمو بند کړي وو.
د ټرمپ د ولسمشر کېدو له پيله د ۲۰۲۴ اپرېل تر ۲۹مې نېټې د کانګرس د څېړنو ادارې ۲۵ داسې موارد ثبت کړي دي.
د جمعې د ورځې د سترې محکمې له پرېکړې وروسته، ټرمپ خبریالانو ته وویل:
"موږ اوس کولی شو رسمي غوښتنه وړاندې کړو هغه تګلارې بیا پلي کړو چې ناحقه بندې شوې وې."
ټیټو محکمو د ولسمشر له لوري د بهرنیو مرستو کموالی بند کړی، د تنوع پروګرامونه یې ځنډولي، پر دولتي ادارو یې محدودیتونه لګولي، د حکومتي مامورینو د برطرفۍ واک یې محدود کړی، د کډوالۍ په اړه اصلاحات یې ځنډولي او د سپینې ماڼۍ د انتخاباتي بهیرونو په اصلاحاتو یې بندیز لګولی دی.
خو د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، اوس اداره د پخوا پرتله ډېر پیاوړی دریځ لري چې له محکمو وغواړي اجازه ورکړي دغه اقدامات پرمخ یوسي.
د یادولو ده چې د دیموکرات ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال محافظهکاره قاضیانو د دیموکرات سیاستوالو مخه ونیوله چې چاپېریالي نوي مقررات نافذ کړي، د محصلینو پورونه وبخښي او د کډوالۍ قوانینو کې تعدیلات راولي. همداراز، د بارک اوباما په واکمنۍ محکمو د هغو کډوالو لپاره چې ثابت حالت یې درلود، د وضعیت د بدلون مخه ونیوله او دا یې هم منع کړل چې د اداري کارکوونکو لپاره اضافي معاشونه ورکړي.
په دې ټولو قضیو کې، محکمې به بالاخره دا واک ولري چې د ولسمشر هغه اقدامات چې غیرقانوني یا له اساسي قانون سره په ټکر کې وي، ودرولي شي.
سترې محکمې په خپل نظر کې لیکلي: "ټیټې محکمې باید ژر تر ژره اقدام وکړي چې د هر مدعي په اړه قضایي فرمانونه له دې قاعدې سره سمون ولري او د عدالت له اصولو سره برابر وي."
خو دا به د قضائي بهیر په راتلونکو پړاوونو کې ترسره شي، یعنې د استیناف محکمې او سترې محکمې په کچه.
تر هغه وخته به ولسمشران ـ که ټرمپ وي او که راتلونکي، جمهوريپال وي یا دیموکرات ـ ډېر وخت او پراخ فرصت ولري چې خپل اقدامات عملي کړي.