تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نعیم قاسم د حزب الله نوی مشر ټاکل شوی
لبنان کې حزب الله ډلې نن (سې شنبه د اکتوبر ۲۹مه) اعلان وکړ، چې نعیم قاسم یې نوی مشر ټاکلی دی.
د حزب الله له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د حزب الله شورا د مشر ټاکل کېدو لپاره د تصویب شوي میکانیزم پر بنسټ د مشر په توګه د شیخ نعیم قاسم پر ټاکل کېدو هوکړه کړې."
د حزب الله د مخکیني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته نعیم قاسم د دې ډلې مشرۍ لپاره د یوه احتمالي انتخاب په توګه یاد شوی و.
نعیم قاسم د حزب الله لومړنی جګپوړی چارواکی و، چې د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په یوه عامه وینا کې راڅرګند شو.
نوموړي د اکتوبر نهمه په یوه بله خبري غونډه کې اعلان کړی و چې، د دې ډلې نوی مشر به "ډېر ژر" اعلان شي.
نعیم قاسم څومره پېژنئ؟
نعیم قاسم ۷۱ کلن او په لبنان کې زېږېدلی دی.
دی په ۱۹۷۴ کې له "امل" خوځښت سره چې د امام موسی صدر په نامه د شیعه مذهبو د یوې پېژندل شوې څېرې خوځښت و، یو ځای شو. نوموړی د دې خوځښت نظامي څانګې سره و.
خو بیا لبنان کې د حزب الله ډلې له جوړېدو وروسته دې ډلې سره یو ځای شو.
هغه په ۱۹۹۱ کال کې د عباس موسوي د مشرۍ پر مهال د حزب الله د مشر مرستیال شو.
نعیم قاسم د ښاغلي موسوي له وژل کېدو وروسته د حسن نصرالله په مشرۍ کې هم پر خپله همدې دنده پاتې و.
هغه څلور زامن او دوه لوڼې لري.
نوموړي د لبنان له مشهورو شیعه عالمانو د دیني زدکړو تر څنګ د لبنان له پوهنتونه په کیمیا کې د لیسانس سند ترلاسه کړی.
هغه په ۱۹۷۷ کې کیمیا برخه کې ماسټري هم بشپړه کړه.
د لبنان حزب الله ډله د امریکا او یو شمېر لوېدیزو هېوادونو د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله ده.
خو دغه ډله لبنان کې له پوځ جلا خپلې وسلې او وسله وال لري او په داخلي سیاست کې هم یو مهم اړخ ګڼل کېږي.