داعش په ايران کې د وژونکو چاودنو مسوليت منلی؛ خامنه ای د "سخت ځواب" ګوتڅنډنه کړې

د عکس سرچینه، AFP
اسلامي دولت نومې ډلې، داعش پر خپله ټېلېګرام پاڼه د ايران په کرمان کې د چارشنبې ورځې خونړيو چاودنو مسوولیت منلی دی.
رویټرز خبري اژانس هم د اسلامي دولت ډلې سره د يوه تړلي ټېلېګرام له مخې دغه خبر خپور کړی دی.
په کرمان کې د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو خونړیو چاودنو په پایله کې ۸۴ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
وړاندې د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای د يادو بريدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی و.
نوموړي په يوه بيانيه کې ويلي، "ظالم مجرمین باید پوه شي چې له دوی سره به سخت چلند وشي او له شک پرته چې سخت ځواب به ورکړل شي."
دغه چاودنې د امريکا له خوا د ايران د سپاه پاسداران قاسم سليماني د وژل کېدو د کليزې پر مهال د دې هېواد په سوېل کرمان ښار کې وشوې چې لږ تر لږه ۸۴ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپیان شول.
وړاندې د ايران د بېړنيو خدمتونو مشر د مړو شمېر ۹۵ تنه ښودلی و.
دغه بريد چې په ایران کې له تېرو ۴۲ کلونو راهيسې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.
د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي مرستیال محمد جمشيدي اسرائيل او امريکا په دې بريد کې په لاس لرلو تورن کړي. امریکا وايي، داسې نښې نشته چې اسرائيل دې په دې چاودنو کې لاس ولري او د واشنګټن ښکېلتيا یې هم رد کړه.
د سپنې ماڼۍ ویاند پرون دغه ډول پړه "خندونکې" وبلله.
تازه غبرګونونه څه دي؟

د عکس سرچینه، FARS
په ايران کې دغه بريدونه د بېلابېلو هېوادونو او اشخاصو له خوا غندل شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون يو شمېر افغان سياسي مشرانو په جلا جلا پېغامونو کې هم خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې چې د دغه وزارت د وياند عبدالقهار بلخي پر اېکس خپره شوې، دا بريد غندلی او د قربانيانو له کورنيو، د ايران دولت او خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې او دا بريد یې د "بشريت پر ضد يو جنايت" بللی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دا بريدونه غندلي او دا یې د "انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" کړنه ياده کړې ده.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي بيان کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره په کرمان کې چاودنې غندلې دي. په بيانيه کې راغلي، د "پرونيو وحشتناکو چاودنو په ترڅ کې د ګڼ شمېر ايرانيانو وژنه غندي."
چين چې له ايران سره نژدې اړيکي پالي، د دغو چاودنو له امله ژوره خواشيني په ډاګه کړې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، بیجینګ "د ترهګریز برید له امله چې درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړی خواشینی شوی دی."
وياند زیاته کړې، "چین له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او دغه هېواد ترهګریز بریدونه په کلکه غندي او د ملي امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د ایران د هڅو ملاتړ کوي. "

سعودي عرب هم د چاودنې په غندلو سره د ایران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې پر ملکي وګړو د "ترهګریزو چاودنو" غندنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په کرمان کې چاودنې "وحشیانه" کار بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي په دې پېښه کې د امریکا لاس لرل هم رد کړي او زیاته او وايي داسې شواهد نشته چې اسرائيل دې د دې بريدونو ترشا وي.
اروپايي ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران په کرمان ښار کې چاودنې په کلکه غندلې او د ايران له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د اروپايي ټولنې وياند زياته کړې، "دغه ترهګريز عمل" د زياتو ملکيانو د مرګ او ټپي کېدو سبب شوى او وايي د دې پېښو له "عاملینو سره باید حساب وشي."
هممهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ایران په کرمان کې شوې چاودنې غندلې دي. روسیې پاکستان، په لبنان کې حزب الله ډلې او ګڼو هېوادونو او بنسټونو د دغې پېښې له امله ایران سره خواږي څرګنده کړې ده.
قاسم سليماني څوک و؟

د عکس سرچینه، AFP
قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.
قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایران بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړ شول او وروسته د سپاه په یوه مهمه برخه بدل شول، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي.
ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزي یې.
۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.
نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه هغه مهال ووژل شو، چې یوې امریکايي ډرون الوتکې پرې برید وکړ.
دی له څو نورو ایران پلویو شیعه ملېشه مشرانو سره، چې دوو موټرو کې سپاره وو د بغداد له نړیوال هوايي ډګره وتل چې برید پرې وشو.
هغه مهال د هغه په وژنه ایران کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی و او له هغې ورځې راهیسې یې هر کال تلین لمانځل کېږي.
ايران کې د چارشنبې برید داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په لبنان کې ظاهرا د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې د ایران ملاتړې ډلې حماس مرستیال په نښه کړ چې داسې ښکاري له هغه راهيسې په سيمه کې کړکېچ لا پراخ شوی دی.











