تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: سږ کال د افغان حاجیانو لپاره ۳۰ زره سهمیه ټاکل شوې
د تېر کال په څېر سږکال هم د افغانانو لپاره له سعودي عربستانه د ۳۰ زرو کسانو لپاره سهمیه اخیستل شوې چې د حج د فرضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي لا هم ټینګار کوي چې سعودي عربستان د افغان حاجیانو سهمیه ډېره کړي.
ددې وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب چې په کابل کې یې یوه خبري غونډه کې د سږني حج لپاره د تیاریو په اړه معلومات ورکول وویل د افغانستان لپاره ټاکل شوې سهمیه په عادلانه ډول وېشل شوې ده.
ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې د ۳۰ حاجیانو په سهمیه کې د ولسي حاجیانو ترڅنګ د طالبانو د حکومت کسانو، د شهیدانو ورثوو په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته هم برخه په پام کې نیول شوې ده.
په داسې حال کې ده چې د حج د فریضې ادا کولو لپاره له وړاندې نه هم لسګونه زره کسان په انتظار دي او د رسمي شمېرو له مخې شاخوا اتیا زره کسانو ورته نوم لیکنه کړې وه، چارواکي وايي د پخوانیو کسانو د کمولو ترڅنګ یې سږکال د یو شمېر نویو کسانو نوملیکنه هم کړې ده، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې د څومره کسانو.
سږکال د تېر کال پرتله د حج لګښتونو کې کموالی راغلی
سرپرست وزیر له هغو کسانو چې د حج د لګښتونو لومړني قسطونه ورکړي غوښتنه وکړه چې خپلې پاتې پیسې سر له نن چهارشنبې نه جمع کړي او هغه چا چې تر اوسه هېڅ پیسې نه وي ورکړې په یو ځل ټولې پیسې پرې کولی شي.
د طالبانو حکومت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي له افغانستانه د حج لګښت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرتله ټیټ دی.
سږکال په خپله له افغانستانه هم د تېر کال پرتله د حج لګښت کم دی. تېر کال د هر افغان حاجي لګښت څه باندې ۳۹۲۴ ډالره و. د چارواکو وینا ده چې سږني افغان حاجیان به له کابل، کندهار، هرات او بلخ له هوايي ډګرونو سعودي عربستان ته ولېږدول شي او هلته ورته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د چارواکو په وینا نژدې ځایونه نیول شوي او نور ټول لازم سهولتونه هم برابر شوي دي.
د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې له افغانستانه سعودي ته تللو افغان حاجیانو د تګ، هلته د اوسېدو د ځایونو او ټولو مناسکو ته پر وخت د رسېدو له نیمګړي مدیریته شکایتونه لرل، خو دا ځل چارواکي ټینګار کوي چې وار دمخه یې د حج د بهیر لپاره هر اړخیز او لازم تدابیر او چمتووالی نیولی دی.