د طالبانو حکومت لوی درستیز: د سرحدي ځواکونو تشکیل کې ۴۴٪ ډېروالی راغلی

د عکس سرچینه، @GMICAFGHANISTAN
د طالبانو حکومت وسله وال پوځ لوی درستیز وايي، په سرحدونو کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ۶۳ کنډکونه او ۶۰۰ پوستې ځای پر ځای شوې دي. قاري فصیح الدین فطرت دا خبرې کال کې د حساب ورکولو یوه کنفرانس کې کړې چې وايي، د سرحدي ځواکونو په تشکیل کې ۴۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.
نوموړي دا هم ویلي چې پر وخت د اکمالاتو رسولو په موخه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو ترمنځ ۲۸۸ کیلو متره سړک جوړ شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده.
قاري فصیح الدین فطرت کابل کې د رسنیو مرکز کې وویل، "دا وزارت د نه مداخلې، ښه ګاونډیتوب او له ګاونډیانو سره متقابل احترام ته ژمن دی".
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان او ایران پر پوله نښتې شوې چې ان ځینې وخت پکې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
ښاغلي فطرت زیاته کړه، "افغانستان په ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري چې په سرحدونو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره ۶۳ کنډکونه؛ په ۳۷ کمپونو، ۱۰۸ بېزونو او ۶۰۰ پوستو کې ځای پر ځای شوي دي".
د نوموړي په خبره، د پوله ساتو ځواکونو د روزنې لپاره لنډمهالي روزنیز پروګرامونه او د پوځیانو لپاره یو شان پوځي یونیفورم هم په پام کې نیول شوي.
د طالبانو چارواکي وايي، تېر کال دوی له تېر نظام ورپاتې چورلکو ۳۶۸۳ الوتنې کړې چې تر ډېره د طبیعي پېښو د ټپیانو او قربانیانو د لېږدولو لپاره ترسره شوې دي.
که څه هم طالبانو د خپل پوځ د دقیق شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تېر کال یې ۲۴ زره او ۷۷۴ پوځیان له پوځي روزنځایونو فارغ شوي دي.
تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د پوځ شمېر یې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو کسانو رسېږي.
له ګاونډیانو سره د طالبانو سرحدي نښتې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په سرحدي سیمو کې له ایران او پاکستان سره د طالبانو پوځي اخ و ډب هم رامنځ ته شوی، چې ځینې کسان پکې وژل شوي هم دي.
که څه هم ګاونډي هېوادونه، په تېره ایران یې پړه د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو په نابلدتیا ور اچوي، خو د طالبانو حکومت د ایران هغه وړاندیز رد کړی و چې ویلي یې وو دوی چمتو دي د طالبانو پوله ساتو ځواکونو ته روزنه ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي وو، د دوی پوله ساتي ځواکونه روزل شوي دي.
"زموږ ځواکونه تر ډېره حده روزل شوي دي په ځانګړي ډول هغه ځواکونه چې سرحدي برخو کې فعالیت کوي. له بده مرغه دا پېښې چې رامنځ ته کېږي یا دا څو ځلې چې تکرار شوې، دا له دې کبله نه دي چې زموږ ځواکونه بلد نه دي یا یې بې غوري کړې ده. "
طالب جنګیالیو او ایراني پوله ساتو ځواکونو د تېرې جوزا میاشتې په ۶مه نیمروز او زابل کې څو ساعته نښته وکړه چې لږ تر لږه د طالبانو یو غړی او دوه ایراني پوله ساتي پکې ووژل شول.
دوې ورځې وروسته طالبانو د خپلو زرګونو پوځیانو انځورونه خپاره کړل چې له پوځي تجهیزاتو سره د ایران پولې ته نژدې ورغلي وو.
په تېرو دوو کلونو کې له پاکستاني پوله ساتو سره هم د طالبانو نښتې رامنځ ته شوې دي.











