تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان ؛ د بلوڅانو همغږۍ کمېټې احتجاج روان دی، د کوټې او تفتان تر منځ لویه لار تړل شوې
د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر تر څنګ په مرکز کوټه او د دغه ایالات نورو سیمو کې د بلوڅانو یووالي شورا اعتراضونه نن شنبه هم روان دي.
د بلوچستان په نوشکي سیمه کې پرون (جمعه) په اعتراض کونکو د حکومتي ځواکونو ډزو په نتیجه کې د یوه ځوان له وژل کېدو او دوه نورو ټپي کېدو وروسته نن دا لاریونونه لا پراخه شوې چې له کبله یې له ایران سره پر پوله پروت تفتان ښار ته غزیدلي لارې هم بندې شوې دي.
له دې مخکې د بلوچستان کورنیو چارو ادارې د بلوڅانو یووالي شورا سره د خبرو د کامیابه پای ته رسېدو ادعا کړې وه او په وینا یې بلوچستان کې به روان احتجاجونه ژر ختم شي.
د بلوڅانو یووالي شورا د حکومت دا وینا بې بنسټه بللې او په وینا یې د دوی احتجاجونه او پرلت لا هم روان دی. د بلوچ راجي مچي یا بلوڅانو قومي غونډې په نامه د بلوڅانو یووالي شورا له دغو لاریونونو نږدې اونۍ اوړي.
د بلوڅانو یووالي شورا مشرې ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو یې د سوله ییزو لاریونونو او قومي غونډې مخنیوي په موخه له زوره کار اخلي او په وینا یې شاوخوا ۳۵۰ لاریونوال یې نيولي.
د بلوچستان حکومت د دغو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو تازه یې ویلي چې له مذاکراتو وروسته یې ۸۰ نیول شوي کسان خوشې کړي دي.
چارواکو دا هم ویلي چې حکومت د ستونزې ژر حل په موخه د بلوڅانو یووالي شورا "ټولې غوښتنې منلي" چې د دوی په ټکو باید ورسره ټولو سیمو کې اعتراضونه هم ختم شوي وای.
بلخوا د بلوڅانو یووالي کمېټې یوه بل مشر بیبرګ بلوڅ ویلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوڅانو قومي اجماع یا (راجي مچي) څخه په زیات شمېر کسان نېولي او په وینا یې د دوی ټولو تر خوشې کېدو به د دوی سوله ییز لاریونونه روان وي.
د لارو خلاصېدو له ژمنې سره سره شپږمه ورځ هم لویې لارې او واټونه بند دي
د بلوچستان ډېرو سیمو کې د اعتراض کونکو د ګډوډولو او یا امنیتي تدابیرو په موخه لویې لارې تړل شوې، خو حکومت پرون (جمعه) اعلان وکړ چې له بریالیو خبرو وروسته به ډېر ژر لارې د تګ راتګ په موخه خلاصې کړي.
د جولای پر ۲۷مه ځای پر ځای شوي کانټنېنرونه تېره ورځ له ځينو ځایونو او په ځانګړي ډول له (رېډ زونه) لېرې کړل شول، خو له لنډ وخت وروسته بیا ځای پر ځای شول.
حکومتي چارواکو ویلي د لاریونوالو له منځه د یوه کس له وژل کېدو او ځينې له ټپي کېدو وروسته قهرجنو لاریونوالو یو ځل بیا بلوچستان کې د رېډ زون خوا ته مخه کړه چې د مخنیوي په موخه یې بیا لارې بندې شوې.
د لارو له بندولو سره د بلوچستان ډېرو سیمو ځانګړي ډول ګوادر کې مخابراتي شبکې لا هم بندې دي چې له کبله یې له چا سره پر اړیکه نیولو نه یو بریالي شوي.
د بلوڅانو یووالي شورا مخکښ غړي د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندښت له کبله په خپلو ټولنیزو رسنیو هم معلومات په ډېر ځنډ خپروي.