مصر کې ولې "د هېټلر پیچکارۍ" لانجمنه شوې ده؟

د مصر روغتیا او وګړو وزارت د زکام او رېزش د علاج لپاره د "هېټلر پیچکارۍ" د واکسین په اړه خبرداری ورکړی.‌ دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړل شوی چې په دې هېواد کې پر خواله رسنیو په وروستیو کې ددغه واکسین له کبله د یوه وګړي د مړینې خبر لاس په لاس شوی دی.

خو "د هېټلر پیچکارۍ" څه شی ده او ولې دا نوم ورته غوره شوی؟

د "هېټلر پیچکارۍ" په اړه د مصر عین شم پوهنتون د فارمسۍ پوهنځي کې د وباپوهنې ډاکټر اسلام عنان بي بي سي نیوز عربي ته وویل: "دا د انټي بیوټیک، کورتیزون او ویټامینونو یو ترکیب دی چې له انټي بیوټیک یې د باکتریاوو ضد پیچکاري ده نه د وېروسونو لپاره، نو که وبا وېروسي وي نو د ناروغ بدن ګټه نه شي ترې اخیستی او ناروغ د انټي بیوټیک له کبله حساسیت ورسره پیدا کوي چې ژوند ته یې خطري ګڼل کېږي".

عنان زیاتوي، ښايي ځینې وخت د شکر ناروغي لرونکي کس په وینه کې د خوږې د کچې لوړېدو لامل وګرځي.

ډاکتر اسلام عنان وايي، دا پیچکارۍ ځکه "د هېټلر پیچکارۍ" نومول شوې، چې په مصري وګړو کې دا خبره دود شوې هرڅوک یې چې وکړي ژر رغېږي او دردونه یې له منځه ځي ته وا داسې قوي کېږي چې هېڅ سیال نه لري.

مصري چارواکو له خلکو غوښتي چې د ډاکتر له نسخې او سپارښتنې پرته د "هېټلر پیچکارۍ" له تزریق کولو ډډه وکړي.

د "هېټلر پیچکارۍ" جانبي عوارض

  • شدید حساسیت
  • قوي خارښ
  • د بدن او شونډو پړسوب
  • ښايي زندۍ ته ورته د حالت لامل شي
  • ښايي ناروغ ته د لا ډېرې پاملرنې لامل شي