تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سیاسي ګوندونو د نویو پوځي عملیاتو مخالفت کړی
پاکستان کې د حکومت ضد سیاسي ګوندونو د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه پرېکړې مخالفت کړی چې، د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ضد به نوي پوځي عملیات پیل کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو نن یکشنبه د جون پر درویشتمه ملي اسمبلۍ مخې ته راټول شوي و او پر حکومت یې نېوکې کړي، چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.
د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې.
د دوی په وینا د پارلمان له پرېکړه پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو نه دي.
د ګوند یو بل مشر او د ملي اسمبلۍ پخواني ویاند اسد قیصر دا عملیات بې ګټې یاد کړي او ویلي یې دي: "له دې وړاندې هم ورته عملیات شوي، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړي."
دوی وايي د دې عملیاتو ملاتړ نه کوي.
نوموړې وايي: "د پوځي عملیاتو دومره لویه پرېکړه له پارلمانه بهر کېږي چې د د خواشینۍ خبره ده."
د ګوند مشران په دې اړه له مولانا فضل الرحمن سره هم لیدلي.
دې لیدنه کې دواړه مشرانو په پښتونخوا کې پر ډېرېدونکې نا امنۍ اندېښنې څرګندې کړي او وايي په دې خبره سره یوه خوله شوي، چې د حل لاره یې پوځي عملیات نه دي او "سیاسي ګوندونه یې حلولی شي."
د ملي عمل پلان له غونډې وروسته د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.
د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
دې عملیاتو ته د 'عزم استحکام' یا د ''ثبات هوډ'' نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.
د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.
د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې د دې عملیاتو په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړل شوی خو ټينګار شوی چې هم مهاله به د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره په سیمهییزه کچه دپلوماتیکې او سیاسي هڅې ګړندۍ کېږي.
اعلامیه زیاتوي د عزم استحکام د عملیاتو لړ کې به د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ګواښ پرضد هڅې په هر اړخیزه او پرېکنده توګه سره یو ځای کړل شي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې خبرپښتونخوا ایالت کې تېرې څه مودې راهیسې نا امني ډېره شوې او د سیاسي ګوندونو په ګډون ډېر فکر کوي چې دا پوځي عملیات به د پخوا په څېر په دغه خاوره ترسره شي.
پښتونخوا کې د نا امنۍ ډېرې پېښې یا په سویلي ولسوالیو کې رامنځته کېږي یا په قبایلي سیمو کې.
تېره ورځ هم د کوز دیر میدان سیمه کې د ملیشې ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې. ځایي چارواکي وايي وسله والو د افغانستان له پولې په اېف سي سرتېرو بریدونه کړي. د دې نښتو په اړه په رسمي ډول جزیات نه دي خپاره شوي.