بلېنکن منځني ختیځ ته تللی چې غزه کې د اوربند وړاندیز ته ملاتړ ترلاسه کړي

مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د اتم سفر په لړ کې د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی چې د ولسمشر جو بایډن لخوا غزه کې د اوربند په تړاو پر مطرح شوي وړاندیز خبرې وکړي.

هممهاله ټاکل شوې چې واشنګټن د دیپلوماتیکو فشارونو ډېرولو د لړۍ په یوه بل اقدام کې، نن د اسرائیل او حماس ترمنځ "د سملاسي اوربند" د پرېکړه لیک مخلیکنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې رای اچونې ته وړاندې کړي.

د بي‌بي‌سي خبریال چې له ښاغلي بلېنکن سره په دغه درې ورځني سفر کې ملګری دی، وايي "واشنګټن پر بنیامین نتنیاهو په ډېرېدونکي ډول غوسه دی."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر نن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره تر کتنې وروسته له ښاغلي نتنیاهو سره لیدو لپاره اسرائیل ته روانېږي.

نوموړی به د دغه سفر پر مهال له عرب مشرانو وغواړي، چې پر حماس د اوربند د هغه وړاندیز د مخلیکنې منلو لپاره فشار راوړي، چې ولسمشر بایډن رامخ ته کړی.

ویل کېږي ښاغلی بلېنکن د مصر له ولسمشر سره د دغه هېواد او غزې تراړې ترمنځ د رفح بندري لارې پر بېرته پرانیستل کېدو هم غږېږي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې تړلې ده.

د اسرائیل پوځ په رفح ښار کې د عملیاتو له پیل وروسته د دې بندري لارې د فلسطیني اړخ کنټرول خپل لاس کې اخیستی دی.

دا لار له هماغې راهیسې تړلې او اسرائیل یې د تړل کېدو پړه پر مصر اچوي.

خو مصر بیا وايي چې پر بشري مرستو د بار لاریو چلوونکي د اسرائیلي ځواکونو د پلټنې له چک پواینټونو د تېرېدو پر مهال ځانونه خوندي نه ګڼي.

بلخوا امریکا امنیت شورا ته د اوربند د پرېکړه لیک دا نوې مخ‌لیکنه داسې مهال وړاندې کړې، چې د دغه پرېکړه لیک د ملاتړ په اړه شکونه لا پر ځای دی.

غزه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

ویل کېږي متحدو ایالتونو وروستیو شېبو کې دې مخلیکنه کې ځینې سمونې هم کړې.

په دغو اصلاحاتو کې د اسرائیل او غزې ترمنځ د یوې حائلې امنیتي سیمې د رامنځته کېدو له مخالفته د واشنګتن لاس اخیستل هم شاملېږي، چې اسرائیل پرې ټینګار کاوه.

د جو بایډن لخوا دغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک لومړی ځل د تېرې می میاشتې پر ۳۱مه رامخ ته شو.

د دغه پرېکړه لیک د مخلیکنې د درېیمې نسخې پر بنسټ چې د فرانسې خبري اژانس رانکل کړې، په لومړي پړاو کې "سملاسي او بشپړ" اوربند، د یرغمل شویو کسانو د ازادېدو او د غزې له "ګڼ مېشتو سیمو" د اسرائیلو پوځ د وتلو ویل شوي دي.

حماس که څه هم تر اوسه د امریکا د اوربند دغه وړاندیز ته رسمآ ځواب نه دی ویلی، خو یوه مخکښ مشر یې 'سامي ابوزهري' دوشنبه له متحدو ایالتونو وغوښتل چې پر اسرائیل غزه کې اوربند لپاره فشار راوړي.

هغه په دې تړاو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "حماس غورځنګ له داسې هر نوښت سره د مثبت چلند ښودلو ته چمتو دی چې جګړه پای ته رسولی شي."

واشنګټن د ولسمشر بایډن لخوا د دغه وړاندیز له اعلانېدو وروسته د جګړې پای ته رسېدو لپاره دیپلوماتیک فشارونه ډېر کړي دي.

دغه هېواد له اسرائیل او حماس دواړو غوښتي چې دا طرح ومني.

امریکا، مصر او قطر پنځه ورځې مخکې د منځګړیو په توګه دوحه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کېدو په تړاو خبرې پیل کړې، خو تر اوسه د دغو خبرو د کومې مشخصې لاسته راوړنې راپور نشته.

په هره توګه اوس ویل کېږي، چې امریکا د دې نوې مخلیکنې په نسخه کې ځینې تعییرات راوستي دي.

د اسرائیل لخوا نصیرات پنډغالي کې د څلورو یرغمل شویو کسانو خلاصون لپاره له خونړیو عملیاتو وروسته، چې ویل کېږي ګڼ شمېر ملکي فلسطینیان پکې وژل شوي، اوربند لپاره نړیوال فشارونه بیا په ډېرېدو دي.

غزه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په دې لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي چارو مسوول جوزپ بورېل هم د یرغملو د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ پر خپله اېکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي: "د ملکیانو د دویم ځلي وژل کېدو په اړه رپوټونه وحشتناک دي".

هغه ټینګار کړی چې "د وینو حمام باید سملاسي پای ومومي."

د حماس روغتیايي چارواکي وايي، د ۴ یرغمل شویو کسانو خلاصون لپاره په ترسره شویو عملیاتو کې "۲۷۴ فلسطینیان" وژل شوي دي. خو اسرائیل دا شمېر تر سلو ټیټ بللی.

د اسرائیل د جنګي کابینې یوه مخکښ غړي 'بني ګانتز' تر دغه برید وروسته د غزې جګړې ته د مشخصې طرحې د نشتوالي له کبله استعفا اعلان کړه.