د خیبر پښتونخوا په تیرا کې برید "یوولس کسان ټپیان کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ادعا کړې، چې د پاکستاني پوځ په یوه هوايي برید کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ښاغلي پښتین پر خپله اېکس پاڼه د ټپیانو ځینې عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، "د پاکستان هوايي ځواکونو د تیراه درې په زخه خېل کې د دوشنبې ورځې پر مېله بازار هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د کوچنيانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي ټپيان شوي دي."
ټپیان د پېښور حيات اباد روغتیايي مرکز ته وړل شوي او پښتون ژغورنې غورځنګ له ملګرو یې غوښتي چې د ويني ورکولو لپاره ورشي.
منظور پښتین لیکلي، "په پښتون مېشته سیمو کې دولت د جګړې د پالیسیو پلي کولو کې تر پرله پسې ناکامۍ وروسته پر عامه ځایونو بریدونه پیل کړي دي."
هغه وايي، "هر څومره چې مو زړه غواړي فشار وکاروئ، خو اجازه به ور نه کړو چې د پښتون پر وطن ډالري جګړه وشي."
په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمن الله روغتون ورغلی، یو شمېر ټپیان یې لیدلي دي او د کورنیو له غړو سره یې خبرې هم کړې دي.
د بشیر احمد په نوم یو کس وايي، "زوی مې چې دولس کلن او په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي، په دواړو پښو ټپي شوی او اوس مو کمپلېکس روغتون ته راوړی دی. څوک وايي چې چاودنه وه، څوک وايي د بې پیلوټه الوتکې برید و."
د کمپلېکس روغتون ډاکټرانو ویلي، یوولس ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي، چې د دریو حالت یې نازک دی. او یو وارډ یې ورته ځانګړی کړی دی.
ځايي چارواکو ویلي، برید یې د پیر مېله په سیمه کې پر وسله والو کړی دی، چې په ترڅ کې یې اووه وسله وال وژلي دي. خو ازادو سرچینو د دغو څرګندونو پخلی لا نه دی کړی.
د پیر ملا سیمه کې هر دوشنبې سیمه ییزه مېله جوړېږي، چې د مشرانو تر څنګ ماشومان هم ورځي.











