د خیبر پښتونخوا بنو کې د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه "څلور" پولیس وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا په بنو کې ځايي مسولان وايي چې هلته د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه "څلور" پولیس وژل شوي او "یو عام وګړی" ژوبل دی.
د بنو ولسوالۍ یوه افسر ویلي چې د وسلهوالو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي او په ترڅ کې يې پنځه واړه بریدګر وژل شوي دي.
د ځايي امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې، نن دوشنبه د بنو په هغه سیمه کې د سختو ډزو غږونه اورېدل شوي چې د پولیسو مرکز پکې دی او تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د برید سیمه کلابنده کړې ده.
د بنو 'میډيکل ټيچېنګ انسټټيوټ" ویاند محمد نعمان مخکې بيبيسي ته ویلي وو چې روغتون ته د درو پولیسو مړي وروړل شوي او یو ټپي هم چې عام وګړی دی.
ښاغلي نعمان زیاته کړې وه چې په ځايي روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی او ټول کارکوونکي تیارسئ حالت کې دي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور پر دغه برید خواشيني څرګنده کړې او د پېښې د څرنګوالي معلومات یې غوښتي دي.
د بنو پولیسو یوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط او د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي چې برید کوونکي په رکشه کې سپاره وو او برقې یا چادرۍ یې پر سر وې.
دغه افسر مخکې ویلي وو چې بریدګرو د پولیسو مرکز په دروازه کې پر ولاړو ساتونکو برید وکړ او "درې واړه یې ووژل." ده ویلي وو چې څلور بریدګر هم په دې پېښه کې ووژل شول.
د یادولو ده چې نن د بنو ولسوالۍ په بکاخېل کې د یوه بل وژل شوي پولیس جنازه هم وه او تر هغه وروسته دا پېښه رامنځ ته شوې ده.
روان کال په بنو کې پر پولیسو بریدونه ډېر شوي دي او په ترڅ کې يې د دې سیمې ځينو سوداګرو او ځايي خلکو د "بنو پاڅون" په نوم یو خوځښت هم پيل کړی و.
د دغه خوځښت په لړ کې دوی ویل چې په بنو کې وسلهوال کسان ارتې تڼۍ ګرځي او پر ضد یې حکومت هېڅ هم نه کوي. دوی غوښتنه کوله چې د ټولو وسلهوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.











