د وزیرستان میرعلي کې ' د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې' غبرګونونه پارولي

د عکس سرچینه، x/Mohsin Dawar
د رپوټونو پر بنسټ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستاني پوځيانو او وسلهوالو تر منځ نښته شوې چې له کبله یې ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو له پرون سېشنبې ورځې راهیسې خپرېدونکو ویډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د توغندیو له کبله د میرعلي په څو سیمو کې اورونه لګېدلې.
په ویډیوګانو کې دا هم لیدل کېږي چې یو زیات شمېر لوی څاروي سوځېدلي، د سبزیو او مېوو مارکېټ ویجاړ شوی او په زیاته اندازه مېوه او سبزي لوخړه شوي دي.
یو شمېر پښتنو سیاسي مشرانو د دغې پېښې په اړه غبرګون ښودلی، خو خپله د پاکستان پوځ یې په اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د سیمې خلکو د لومړنیو شمېرو پر بنسټ ویلی د توغندیو له کبله لږ تر لږه ۵۰ لوی څاروي وژل شوي دي.
که څه هم په سیمه کې فعالان ادعا کوي چې دا زیانونه د پاکستان پوځ لخوا د توغول شویو وسلو له کبله اوښتي، خو بيبيسي په خپلواکه توګه د دې پېښې څرنګوالی نشي تاییدولی.
په هغو ویډيوګانو کې هم چې د ډزو غږونه اورېدل کېږي نه ښکاري چې ډزې د پوځ که وسله والو لخوا کېږي.
بي بي سي د دغې پېښې په اړه د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار څخه هم د معلوماتو غوښتنه کړې خو دوی یې لا په اړه څه نه دي ویلي.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Social Media
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین دغې پېښې ته په لومړي غبرګون کې ویلي "دا د دغه ریاست طالباني او پوځي کړنلاره ده چې وسلهوالې ډلې یې جوړې کړي، بیا یې د ختمولو په نوم جګړه پیل کړي او ولسي پښتنو ته زیانونه ورسوي."
هغه په مال منډیي کې د اور لګېدو له کبله د سوځېدلو څارویو ویډيو له خپرولو سره لیکلي "د دغې ریاست له ظلمه زموږ خلک څه چې څاروي هم خوندي نه دي."
د یادې نښتې له کبله د کومو ځاني زیانونو رپوټ نشته، خو یو شمېر امنیتي سرچینو د پاکستان "مشرق" تلویزون ته ویلي چې په دې عملیاتو کې یې یو شمېر پاکستاني طالبانو ته مرګژوبله رسولي، په ورته مهال د څلورو پوځیانو د ژوبلېدو هم ویل شوي دي.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې تور پورې کړی چې هلته 'پاکستاني طالبان' فعال دي او د دغه حکومت د اعلان له مخې دوی د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د عملیاتو ټينګار کړی دی.
د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان پخواني استازي محسن دوړ چې د ملي جمهوري غورځنګ مشر هم دی ویلي "په میرعلي کې د طالبانو او پوځ تر منځ سختو نښتو د سیمې خلک له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي."
هغه په خپله اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي "د نړۍ قوتونه زموږ په ځمکه او وینو سیاست کوي."
د پاکستان د حکومت لندن مېشتي یوه اپوزیسیون مشر الطاف حسین هم دا پېښه غندلې او په ټکو یې پاکستاني پوځ په خپلو ډزو ټوله سیمه کې وېره خپره کړې او خلکو ته یې سخت زیانونه رسولي دي.
د "متحده قومي غورځنګ" دغه مشر د پاکستاني ځواکونو په داسې عملیاتو هم نيوکه کړي چې پکې ولسي خلکو او د دوی کاروبار ته زیان رسېږي.











