د خیبر پښتونخوا په مومندو کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز وسله وال برید شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله
- دنده, بي بي سي- پېښور
د خیبر پښتونخوا په مومند ضلع (پخوانۍ مومند ایجنسۍ) سیمه کې نامعلومو وسله والو د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د جمعې په شپه وسله وال برید کړی.
چارواکو د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کي د دوو ځانمرګو بريد ګرو د وژلو ادعا کړي.
د مومند ضلعې د پوليسو مشر رسينو ته ويلي چي بريد ګرو مرکز ته د ننوتلو هڅه کوله، چي د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او هم هلته یې مخه نیول شوې.
چارواکي زياتوي د امنيتی ځواکونو په ډزو کي دواړه ځانمرګي بريد ګر وژل شوي او ځواکونو د نورو احتمالي بريد ګرو د لټون لپاره چاڼیز عمليات پيل کړي.
چارواکي وايي، د مرکز له یوه لوړ ځایه مشکوک بریدګر لیدل شوي وو او له هماغه ځایه پرې ډزې شوې. چارواکي وايي، بریدګر سیول کالونۍ یا د ملکي مامورینو مېشت ځای ته نژدې د امنیتي ځواکونو له څاربرج یا ټاوره لیدل شوي او له هماغه ځایه پرې ډزې شوې وې.
چارواکي زياتوي د يو ځانمرګي بريد ګر له باروتو ډک واسکټ چاودنې له کبله یو ملکی کس ټپی شوی دی او د بل بریدګر واسکټ په یو څه واټن کې چاودېدلی، چې کوم زیان یې نه دی اړولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سیمه کې د سهار تر نژدې ۷ بجو د ډزو غږونه اورېدل شوي، سیمه امنیتي ځواکونو په بشپړه توګه کلابند کړې او چورلکې هم په هوا کې ګرځېدې.
بل لور پاکستاني طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، چې دا برید دوی کړی دی.
د پاکستاني امنیتي ځواکونو دا مرکز د غلنۍ مرکز په نامه په رحیم زی سیمه کې دی، چې برید پرې شوی. د دې مرکز په شاوخوا کې غرونه دي او مخامخ یې یوه لویه لار ده، چې دا سیمه له باجوړ سره نښلوي. په مرکز کې دننه د دولتي دفترونو تر څنګ د اوسېدو لپاره یو شمېر کوچني مېشت ځایونه هم شته.
د یادونې ده، چې له دې مخکې پر دې مرکز د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې هم وسله وال برید شوی و، چې پنځه پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي وو.











