د پښتونخوا پاړه چنار کې د دوو قومونو ترمنځ تر یوې اوونۍ جګړې وروسته اوربند شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د خیبر پښتونخوا د کورمې په پاړه چنار سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ له یوې اوونۍ نښتو وروسته، چې شاوخوا ۱۷۰ کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې، اوربند شوی او د تګ راتګ لارې هم پرانیستل شوې دي.
تېرې څو ورځې دې سیمې ته د غځېدلو لارو تړل کېدو ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو.
چارواکو مخکې ویلي و، چې خلک د خوراکي توکو، تېلو او درملو له کمښت سره مخ دي.
دا نښتې لومړی پاړه چنار سره نژدې بُشرې کلي کې پیل شوې او وروسته سدې، بلېچ خېل، خارکلي، سنګین، پیواړ او نور ځایونه ته هم وغځېدې.
په دې سیمه کې تر ډېره د شیعه او سني ډلو تر منځ ډزې کېدې او دواړو لوریو د یو بل پر ضد درنې وسلې هم کارولې.
په سیمه کې خبریالان وايي، تر اوربند وروسته خرلڅۍ سیمه کې پر ډیورنډ کرښې د لاریو تګ راتګ هم پیل شوی، چې د سپټمبر له ۲۱مه نېټې راهیسې درېدلی و.
پاړه چنار کې د مورچو جوړولو پر سر وروستیو نښتو کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
په دې سیمه کې پخوا هم په وار وار ورته نښتو کې ځايي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خیبرپښتونخوا د کرمې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر وايي په سیمه کې یې د دایمي سولې د ټینګښت په موخه له مشرانو سره جرګه کړې ده.
د قومي جرګې مشرانو د دواړو خواوو مورچو ته څو ځله تګ راتګ وکړ او هڅه یې وکړه چې وسله وال له خپلو مورچو را کوز کړي.











