کورمه کې نښتو کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي
کورمه کې نښتو کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې یو ځل بیا د ځايي خلکو ترمنځ د یوې پوستې د جوړولو پر سر نښته شوې چې مرګژوبله هم پکې اوښتې ده.
دا نښته لومړی پړاچنار سره نږدې بُشرې کلي کې پیل شوه او وروسته نورو سیمو ته وغځېده. د دغو نښتو له کبله د پېښور-پړاچنار لویه لار هم تړلې ده.
په دې سیمه کې پخوا هم په وار وار ورته نښتو کې ځايي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.



