د پاړه چنار بې ځايه شوي وګړي
په قبايلو کې د وروستيو کلونو نا امنيو په سلگونو زره خلک له خپلو مېنو بې ځايه کړي دي.
په دوى کې ډېر د وزيرستان خلک وو. خو په کرمه کې له تېرو څو لسيزو نښتې کېږي چې ډېرې کورنۍ يې له پاړه چنار او شاوخوا سيمو تېښتې ته مجبورې کړي دي.
د ځایي حکومت له هڅو سره سره بیا هم دغه خلک خپلو سیمو ته نه شي ستنېدلی. رفعت الله اورکزی کوهاټ ته ورغلی.