بلوچستان کې ناپېژاندو وسله‌والو اوه تنه وژلي

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي‌بي‌سي

د پاکستان ايالت بلوچستان کې ناپېژندل شوو وسله‌والو له پنجاب سره تړون لرونکي اوه کسان وژلي دي. ايالتي حکومت او پوليس وايي وژل شوي کارګر وو او مزدورۍ لپاره بلوچستان ته تللي وو.

د بلوچستان د پوليسو مشر معظم جاه انصاري پاکستاني رسنيو ته ويلي چې وسله والو د شنبې په شپه ناوخته د پنجګور ولسوالۍ په خدا اباد سيمه کې په يو نوي جوړېدونکي کور بريد وکړ او دغلته مېشت اوه کارګران يي په ډزو ووژل.

دغه ټول د پنجاب د ملتان سيمې اوسېدونکي وو او دغلته مزدورۍ لپاره ورغلي وو. پېښه کې يو تن ژوبل شوې هم دی.

پوليسو دغه يو ترهګریز بريد بللی او ويلي یې دي چې اتومات وسله پکې کارول شوې ده.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري دغه پېښه غندلې او د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي نه يې رپوټ غوښتی. لومړي وزير ويلي، حکومت به له خپلې خاورې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره هر ممکنه ګامونه پورته کوي.

د بلوچستان حکومت يو بيان کې ويلي شوي چې د وژل شوو کسانو جسدونه د هيلي کاپټر د لارې پنجاب ته استول شوي او ژوبل تن کوټه کې پوځي روغتون ته انتقال شوی دی.

بلوچستان کې بل برید

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بلوچستان يوه بله ولسوالۍ موسی‌خېل کې هم نن سهار ناپېژندل شوو وسله‌والو د سړک جوړونې شرکت په کمپ بريد کړی او هغلته ولاړو ماشينونو او موټرو ته يې اور اچولی.

موسی‌خېل د بلوچستان يو له پښتون‌مېشته ولسواليو ده او دا سيمه له خيبر پښتونخوا او پنجاب سره ګډه پوله لري.

د لورالايي کمېشنر سعادت حسين بي‌بي‌سي ته ويلي، د پېښې په اړه تر دې دمه داسې راپورونه شته چې د بلدوزر په ګډون څلور موټر سوځول شوي دي.

هغه وويل، "د پاکستان پټروليم شرکت په دې سيمه کې د تېلو او ګازو د لټون چارې ترسره کوي سيمې ته رسيدو لپاره د يو سړک په جوړونه کار روان وو. وسله والو د دغه سړک جوړوونکي شرکت کمپ په نښه کړی دی."

د پېښې په اړه لومړی ځايي رسنيو کې خبرونه خپاره شوي وو چې وسله‌والو تر شلو مزدوران له ځانه سره تښتولي دي. کمېشنر دغه خبرونه دروغ بللي او ويلي چې د بريد پرمهال دغه کارګر د خپلو ځانونو خونديتوب په خاطر نژدې سيمه کې پټ شوي وو او وروسته پوليسو ته رسېدلي دي.

 د بلوچستان بېلتونپاله ډلې (بي‌اېل‌اې)

د عکس سرچینه، Getty Images

د يادونې ده چې دې وروستيو کې بلوچستان کې د ناامنۍ نورو پېښو سره سره د پنجاب سره تړون لرونکيو کسانو په نښه کولو او يا دغه ايالت کې پرمختيايي کارونه ترسره کونکيو باندې دا راز بريدونه هم ډېر شوي دي. د داسې ډيری پېښو مسؤليت بيا د بلوچستان بيلتونپاله وسله وال ډلې بي اېل اې باندې اچول کيږي خو د دې وروستيو پېښو په اړه د دغه ډلې لخوا کوم بيان تر دې دمه مخې ته نه دی راغلی.

دې لړ کې وروستۍ لويه پېښه بيا د تېرې اګسټ میاشتې پر ۲۶مه رامنځ ته شوې وه چې پکې وسله والو موسی‌خېل ولسوالۍ په لوی سړک مسافر وړونکي بسونه او ټرکونه درولي وو او د پنجاب پېژندپاڼو کتلو وروسته يې پکې ۲۲ کسان وژلي وو او پنځه ۳۵ ګاډي يې سوځولي وو. د دې پېښې مسؤليت د بلوچستان بېلتونپاله ډلې (بي‌اېل‌اې) منلی و.

که څه هم (بي‌اېل‌ای) د بلوڅ وسله‌والو ډله ده، خو له دې پېښې وروسته بيا پنجاب کې له بلوڅانو سره سره د پښتنو نه د کرکې او نفرت ځينې پېښو په اړه خبرونه خپاره شوي وو، ان تر دې چې د بلوچستان پوليسو مسافر وړونکو بسونو ته پنجاب او سيند ايالتونو کې څه مودې پورې د شپې سفر څخه د ډډې کولو سپارښتنې کړې وې.