خیبر پښتونخوا؛ له لکي مروت وروسته په بنو او باجوړ سیمو کې ولې پولیسو احتجاجونه پیل کړي؟
- Author, عزیز الله خان او محمد زبیر خان
- دنده, بي بي سي

د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د ځايي پولیسو احتجاج په داسې حال کې څلورمې ورځې ته ورسېد، چې د دې صوبې په بنو او باجوړ سیمو کې هم پولیسو احتجاج پیل کړی دی.
د دې سیمو پولیس په وسله والو بریدونو او هدفي وژنو کې د خپلو همکارانو وژل کېدو پر ضد احتجاج کوي.
د لکي مروت او باجوړ سیمو پولیس وايي، د دوی په سیمو کې باید ''پوځیان محدود او پولیسو ته بېرته د چارو سمبالولو واګې ورکړل شي.'' د بنو پولیس بیا د خپل خوندیتوب لپاره احتجاج کوي.
د یادونې ده، چې نن (د پنجشنبې پر ورځ ) د لکي مروت سیمې سوداګرو هم د پولیسو په احتجاج کې ګډون وکړ او خپل کاروبارونه یې تړلي وو.
په بنو کې د پولیسو ویاند بشیر احمد وايي، د ډومیل پولیسو مرکز په ساحه کې د نور عالم خان نومي پولیس افسر له وژل کېدو وروسته د پنجشنبې پر سهار ځايي پولیسو احتجاج پیل کړ. د بنو پولیسو ویاند وايي، ځايي پولیس غوښتنه کوي، چې د وژل شوي افسر قاتل دې ونیول شي.
بل لور په باجوړ کې پولیس وايي، پرون پر ګوزڼ ضد واکسین کمپاینرانو له برید وروسته د دوی د وژل شویو همکارانو شمېر سلو تنو ته رسېدلی دی.
ځايي پولیس وايي، له دې وروسته د ضلعي مرکز ښار پولیسو د احتجاج پرېکړه وکړه. باجوړ پولیس غوښتنه کوي، چې ''په سیمه کې دې پوځ محدود و زموږ اختیارات زیات کړل شي.''

په ټوله صوبه کې بیا د پولیسو تر ټولو پراخ احتجاج په لکي مروت سیمه کې روان دی.
د خیبر پښتونخوا پولیسو یو افسر (سب انسپکټر) انیس الرحمان په دې هکله وايي:
''زموږ د اعتراض لامل هر ورځ د پولیسو وژل کېدل دي. زموږ ځوانان هره ورځ وژل کېږي. موږ وایو، چې په لکي مروت سیمه کې باید پوځ محدود شي یا هم له دې سیمې وایستل شي، پولیس به خپله ترهګر له دې ځایه ورک کړي.''
د یادونې ده، چې دا اعتراضونه روانه میاشت د نامعلومو وسله والو په بریدونو کې د پنځه پولیسو له وژل کېدو وروسته پیل شوې دي. له هغه راهیسې له پېښوره د صوبې تر سویلي سیمو او د پاکستان تر ساحلي ښار کراچۍ پورې غځېدلې لارې (انډس های وې) د ټرافیک پر مخ تړل شوې ده.
د یادونې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د لکي مروت په ګډون د خیبر پښتونخوا په بنو، ډېره اسماعیل خان، ټانک او کلاچۍ سیمو کې پر پولیسو بریدونه او د دوی د تښتول کېدو پېښې ډېرې شوې دي.
د پاکستان هغه رسمي شمېرې چې په اګست میاشت کې خپرې شوې ښيي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو ۲۲۰ کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
په دې کې د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواک ایف سي کسان هم شامل دي او په همدې پېښو کې د ټپي شویو کسانو شمېر نژدې ۳۰۰ تنو ته رسېږي.

بل لور ځايي پولیس او د پاکستان لوړپوړي چارواکي په دې هکله مذاکرات کوي، خو د پنجشنبې تر ګهیځ پورې دا خبرې بې پایلې وې. احتجاجي پولیس وايي، تر څو یې چې غوښتنې منل شوې نه وي، د دوی پرلت به دوام کوي.
د لکي مروت پولیسو له لوري له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې د شامل پلاوي غړی انیس الرحمان له بي بي سي سره خبرو کې وايي: ''ټولو ته معلومه ده، چې په لکي مروت کې د ترهرګرو شمېر له ۲۰۰ کسانو زیات نه دی، د پوځیانو ګڼ شمېر په لکي مروت سیمه کې ناست دي، خو تر ننه پورې د دې ترهګرو پر ضد هېڅ نه دي شوي.''
بي بي سي د دې ادعا په هکله د پاکستان رسنیز دفتر ای ایس پي ار په ګډون له خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت او د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر (ای جي) له دفتر سره اړیکه ونیوه، خو تر اوسه پورې د دوی له لوري هېڅ ډول ځواب نه دی تر لاسه شوی.











