تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې افغان لوبغاړي څوک وو؟
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹ مه نېټه افغانستان خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه له سکاټلنډ سره په جنوبي افریقا کې وکړه.
د لومړنۍ لوبې لوبغاړي: نورعلي ځدراڼ، کریم صادق، محمد نبي، نوروز منګل، اصغر افغان، سمیع الله شینواری، ریس احمدزی، هستي ګل عابد، خالق داد نوري، دولت احمدزی، حمید حسن وو. او هغه مهال یې روزونکی کبیر خان و.
نورعلي ځدراڼ
نورعلي ځدراڼ اوس ۳۶ کلن دی. د افغان ملي لوبډلې ښی لاسی پرانیستونکی (اوپنر) لوبغاړی و. د افغانستان لپاره یې په ۵۱ سیالیو کې ونډه اخیستې چې په ۵۰ یو ورځنیو لوبو کې یې بېټینګ کړی او ټولې یې ۱۲۱۶ منډې کړې دي.
د نور علي ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۶ دي. د افغانستان په لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې نورعلي ځدراڼ په ۲۸ بالونو چټکې ۴۵ منډې وکړې چې پکې نهه څلوریزې هم وې. په هغه لوبه کې نور علي ځدراڼ دوه کېچونه هم نیولي وو.
نورعلي ځدراڼ په وروستیو کې له خپل لوبیز ژوند سره خدای پاماني وکړه. خو هغه دوه نور تکړه لوبغاړي مجیب ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ روزلي چې اوس دواړه په ملي لوبډله کې لوبېږي.
کریم خان صادق
کریم خان صادق اوس ۴۰ کلن دی. کریم صادق ټولې ۴۷۵ منډې کړي او تر ټولو ډېرې منډې یې ۱۱۴ دي. کریم خان صادق په توپ اچونه کې هم شپږ وېکټې اخیستې دي. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې کریم صادق په ۲۲ بالونو ۲۰ منډې وکړې چې دوې شپږیزې او یوه څلوریزه یې هم درلوده. په هغه لوبه کې ده بالېنګ نه و کړی.
محمد نبي
محمد نبي ۳۹ کلن دی، په ښي لاس توپوهنه او ورو (سپېنر) توپ اچونه کوي.
تر نورو افغان لوبغاړو یې ډېرې یو ورځنۍ (۱۶۱) لوبې کړې دي. ۳۴۴۷ منډې لري، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېر ۱۳۶ منډې دي.
په ۱۶۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۶۹ وېکټې اخیستې دي، چې تر ټولو ښه توپ اچونه یې په یوه لوبه کې پنځه وېکټې اخیستې. د افغانستان لپاره په نړیوالو رسمي یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ پنځوسیزه او په لومړي ځل د لوبې د غوره لوبغاړي ویاړ د محمد نبي دی چې په لومړنۍ لوبه کې یې وموند.
نوموړي د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې ۵۸ منډې وکړې چې درې شپږیزې او درې څلوریزې پکې وې. په هغه لوبه کې یې اته اورونه وکړل خو څوک یې ونه سوځول.
نوروز منګل
نوروز منګل اوس ۴۰ کلن دی. هغه د افغانستان لپاره ټولې ۴۹ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې ټولې ۱۱۳۹ منډې کړي دي. لوړې یې په یوه لوبه کې ۱۲۹ منډې وې.
نوروز منګل په ۴۹ لوبو کې ۱۶ ځله توپ اچونه هم کړې او په خپل ریکارډ کې ۸ وېکټې لري. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې نوروز منګل لوبډلمشر و. په ډې حساب لومړنی افغان کپټان و چې یوه ورځنۍ لوبه ګټي.
د درېیو څلوریزو په مرسته یې په هغه لوبه کې ۳۲ منډې وکړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په رسمي یو ورځنیو لوبو کې رن اوټ شو. ده بالېنګ کې یو اوور وکړ دوې منډې یې ورکړې او یو کس یې وسوځاوه.
هغه وروسته د ملي لوبډلې سره د توپوهنې په برخه کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې.
اصغر افغان
اصغر افغان د افغانستان لپاره په ۱۱۴ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی دی چې ۱۰۸ ځله ډګر ته ښکته شوی دی. اصغر افغان په یو ورځنیو لوبو کې ۲۴۲۴ منډې لري، چې یوه پکې سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې هم شاملې دي.
تر ټولو ډېرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۰۱ دي. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې اصغر چې هغه وخت یې ستانکزی تخلص کاوه په ۲۵ بالونو نهه منډې کړې وې.
نوموړي وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان شو. د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه کړې وه.
ریس احمدزی
ریس احمدزی اوس ۴۰ کلن دی. د افغانستان لپاره یې په پنځو یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی و، چې په څلور کې لوبېدلی او ټولې یې ۸۸ منډې کړې دي.
تر ټولو ډېرې منډې یې هم په یوه لوبه کې ۳۹ وې. په توپ اچونه کې یې کومه وېکټ نه ده اخیستې. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې په شپږم نمبر بېټینګ ته راغی او په ۴۳ بالونو یې د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۹ منډې وکړې.
هغه وروسته د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې روزونکی شو او په وروستیو کې د ملي لوبډلې مرستیال روزنکي دنده پر مخ بېولې ده. په ځینو لوبو کې یې د ملي لوبډلې د روزونکي دنده هم کړې ده.
سمیع الله شنیواری
سمیع الله شینواری ۳۶ کلن دی. ښي لاسی توپوهونکی دی او ورو لېګ بریک توپ اچونه کوي. د افغانستان لپاره یې په ۸۴ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی، چې په ۷۴ لوبو کې یې لوبېدلی دی او ټولې یې ۱۸۱۱ منډې کړې دي.
سمیع الله شینواری په خپل لوبیز ژوند کې کوم سلیزه نه لري خو ۱۱ ځله یې پنځوسیزې وهلې دي.
نوموړي په ۶۵ یو ورځنیو لوبو کې یې توپ اچونه کړې ده چې ټولې یې ۴۶ وېکټې اخیستې دي. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې سمیع الله شینواری له محمد نبي وروسته دویم افغان لوبغاړی شو چې پنځوسیزه یې وکړه.
په هغه لوبه کې ده په ۵۷ بالونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۲ منډې وکړې. په بالېنګ کې یې یوازې دوه اورونه وکړل خو څوک یې ونه سوځول.
د سمیع الله شینواري تر ټولو غوره بټېنګ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په ترڅ کې سکاټلنډ ته د ماتې پر وخت ښکاره شو چې نوموړي پکې ۹۶ منډې وکړې.
سمیع الله شینواری له څو کلونو راهیسې په ملي لوبډله کې نه دی لوبېدلی خو لا هم د ملي لوبډلې غړیتوب لري.
هستي ګل عابد
هستي ګل عابد هم په ۲۰۰۹ کال کې د افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلې غړی و. د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې هغه لومړی په بېټینګ کې یوازې په ۱۱ بالونو د یوې شپږیزې او دوو څلوریزو په مرسته ناسوځېدلې ۲۳ منډې وکړې او بیا یې په بالېنګ کې د ۴۸ منډو په ورکړه دوه کسه وسوځول.
هستي ګل عابد د افغانستان لپاره یوازې دوه یو ورځنۍ لوبې کړې دي او درې وېکټې یې اخیستې دي.
خالقداد نوري
خالقداد نوري اوس مهال څلوېښت کلن دی. خالقداد نوري په ښي لاس تېزه توپ اچونه کوله او د افغانستان لپاره شپږ ځله په یو ورځینو لوبو کې لوبېدلی دی او نهه وېکټې یې اخیستې دي.
د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې دی په لومړي بال په صفر سوځېدلی و چې ورسره یې په یو ورځنیو لوبو کې د لومړني افغان بټسمین دا ناغوښتی ریکارډ هم وموند چې بې له کومې منډې سوځېږي. خو په خپل بالېنګ کې یې بیا د ۲۵ منډو په ورکړه دوه کسه وسوځول.
خالقداد نوري په وروستیو کې د ځوانو لوبغاړو په روزنه کې بوخت و.
حمید حسن
د افغان لوبډلې تېز توپ اچونکي حمید حسن لومړی ځل د افغانستان لپاره په ۲۰۰۹ کال کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبه وکړه.
نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د لندن په لارډز کې د اېم سي سي لپاره لوبه وکړه.
حمید حسن په ۳۸ لوبو کې له افغان لوبډلې سره په لوبو کې ګډون کړی دی. د افغان لوبډلې لپاره د خپل وخت تر ټولو چټک توپ اچونکی بلل کېده.
هغه په خپل لوبیز ژوند کې ۵۹ وېکټې اخیستې دي. دوه ځله یې څلور څلور وېکټې او یو ځل په یوه لوبه کې پنځه وېکټې هم اخیستې دي.
د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې کومه منډه جوړه نه کړه خو په بالېنګ کې یې د ۳۳ منډو په ورکړه درې کسه اوټ کړل.
حمید حسن د لوبو پر مهال ټپي شو چې ورسره له لوبو لېرې پاتې شو. ښاغلی حسن تېر کال له لوبډلې استعفا وکړه خو وروسته د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزنکي په توګه په دنده وګمارل شو.
دولت احمدزی
دولت احمدزی اوس ۴۰ کلن دی. هغه په درېیو یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې لپاره لوبې کړي او یوازې یوه وېکټ یې اخیستې ده.
د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې بېټینګ ونه کړ خو په بالېنګ کې یې د ۴۰ منډو په بدل کې یو کس وسوځاوه. ده په نړیوالو رسمي یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان د لومړنۍ ویکټې د اخیستو ویاړ موندلی دی.
دولت احمدزی وروسته له ملي لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کوله. چې په وروستیو کې امریکا ته کډوال شوی دی.