د بشري حقونو ۱۱ نړیوال سازمانونه: د دوحې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو 'جوړجاړی نه شي' کېدای

بشري حقونو د دفاع یوولسو نړیوالو سازمانونو په یوه لیک کې ملګرو ملتونو، امنیت شورا او غړو هېوادونو ته لیکلي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو له حکومت سره تعامل لپاره د ښځو او نجونو پر بشري حقونو جوړجاړی نه شي کېدای.

د بشري حقونو د دغو سازمانونو په لیک کې راغلي چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې له دویمې ناستې وروسته د طالبانو حکومت په بې ساري ډول د ښځو او نجونو د حقونو تروړلو او سرغړونو ته زور ورکړی چې نړیوال کارپوهان یې جنسیتي اپارتاید بولي.

دغه سازمانونه وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ۹۷ فرمانونو په صادرولو سره د طالبانو حکومت د دغو حکمونو په عملي کولو کې لا جدي شوی دی.

د بشري حقونو د دغو سازمانونو په وینا، د ښځو او نجونو لپاره د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو فضا "هره ورځ په تنګېدو" ده او نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت له خوا د ښځو حقونو تروړلو مخنیوي مسله کې ناکامه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر "ریچارډ بینیټ" هم په یوه نوي راپور کې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي، طالبان له ښځو سره په سیستماتیک تبعیضي چلند، بېلوالي، بشري کرامت ته په سپکاوي او د ښځو او نجونو په محرومولو تورن کړي دي.

"د طالبانو لخوا ترسره شوي د بشري حقونو سرغړونې یوازې د بشري حقونو سرغړونې نه دي، بلکې دا جرمونه دي"

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار د ښاغلي بینیټ د راپور په اړه وايي:

"د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي لخوا نوی راپور خورا مهم دی. دا راپور په حساب ورکولو ټینګار کوي - ځکه چې د ښځو په وړاندې د طالبانو لخوا ترسره شوي د بشري حقونو سرغړونې یوازې د بشري حقونو سرغړونې نه دي، بلکې دا جرمونه دي."

د اغلې بار په خبره، دا راپور د طالبانو د حساب ورکولو لپاره مختلفې لارې په ګوته کوي. دا ډېره مهمه ده، ځکه چې په تیرو دریو کلونو کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د چلند د بدلولو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې د پای ته رسولو ډیپلوماتیکو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې او اوس د حساب وخت رارسېدلی چې قانوني تعقیب هم پکې شامل دي."

داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو لګېدلي بندیز باندې کابو زر ورځې تېرې شوي، د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د نجونو پر تعلیم د محدودیت له امله په کم عمرۍ کې د کېدونکو ودونو په شمېر ۲۵سلنه زیات شوی دی.

له بل لوري ځینو افغان ښځینه فعالانو هم د طالبانو له حکومت سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د هر ډول تعامل مخالفت کړی دی.

دغو مېرمنو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي او په رسمیت یې ونه پېژني.

داسې ښکاري چې د دوحې د درېیمې ناستې په رانږدې کېدو سره په ځانګړي ډول د بشري حقونو اړوند بنسټونو له خوا د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو خوندیتابه برخه کې فشارونه په ډېرېدو دي.

طالبانو د دوحې په مخکینیو دوو غونډو کې ګډون نه و کړی، خو په را روانه غونډه کې یې د مشروط ګډون خبره کړې ده.

تر اوسه لا د طالبانو حکومت شرطونه څرګند نه دي، خو په دې وروستیو کې کابل ته د یو شمېر هېوادونو او سازمانو د چارواکو تګ راتګ ډېر شوی دی.

په همدې لنډو ورځو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون کابل ته سفر کړی و او د دوحې غونډې په تړاو یې له یو شمېر طالب چارواکو او ځینو هېوادونو له استازو سره لیده کاته کړي وو.