مسکو ته څېرمه د بې‌پیلوټه الوتکې رالوېدل، روسیې د برید 'ناکامه' هڅه ګڼلې

الوتکه

د عکس سرچینه، ANTON GERASHCHENKO

د عکس تشریح، انځور کې اوکرایین جوړه بې‌پیلوټه UJ-22 الوتکه ښکاري

د مسکو والي وايي، یوه بې‌‌پیلوټه الوتکه چې غالباً د زېربناوو په نښه کولو هڅه یې کوله، په ښار کې رالوېدلې.

د اندریه فوروبیوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې دفاع وزات د روسیې سوېل کې د دوو اوکراییني بې‌پیلوټه الوتکو راغورځولو خبره کړې وه.

اوکرایین تر اوسه د روسیې د ننه د بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

د روسیې د انرژۍ لوی شرکت ګازپروم له مسکو شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لیرې ګوباسټوفو کې د هغې فابریکې چارې مخته وړي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.

ګازپروم د روسیې خبري اژانس ته ویلي "په کولومنا سیمه کې یې عملیات نه دي درول شوي".

فوروبیوف پر ټیلیګرام ویلي، په کولومنا کې د بې‌پیلوټه الوتکې هدف "ښايي په ښار کې د فابریکې د زېربنا په نښه کول وو، خو زیان نه دی ورته اوښتی".

دی زیاتوي: "پر ځمکه زیان نه دی اوښتی. د روسیې امنیتي اداره (اېف اېس بي) او اړوند چارواکي دا ښکاري چې دا ۲۲- جې یو ډوله اوکرایین جوړه بې‌پیلوټه الوتکه ده چې ۸۰۰ کیلومتره خپلواکه الوتنه کولی شي، هغه واټن چې د اوکرایین له ختیځ نه یې خپل هدف ته طی کولی شي.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت سلاکار انتون ګیراشینکو د بې‌پیلوټه الوتکې یو انځور پر ټوېټر خپور کړی.

نوموړي له انځور سره لیکلي "له اوکرایین سره د روسیې له پولې څه باندې ۵۰۰ کیلومتره لیرې او ژر ده چې پوتین به په عامه ځایونو کې له راڅرګندېدو سخته وېره ولري، ځکه چې بې‌پیلوټه الوتکې لیرې واټن ته رسېدلی شي".

که د کولومنا د بې‌پیلوټه الوتکې تر شا د اوکرایین لاس وي، دا به تر ټولو هغه تازه پېښه وي چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ له څه باندې یوې کلنې جګړې وروسته پکې د روسیې پر پلازمېنه د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه کېږي.

د روسیې دفاع وزارت پر کېیف تور لګولی چې د بې‌پیلوټه الوتکو په مټ په کراسنوډار کې د ښار پر زېربناوو د بریدونو هڅه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې دده په خبره د اوکرایین او لوېدیځ د تخریب او جاسوسۍ ډېرېدو پر وړاندې خپل فعالیتونه ډېر کړي.

نوموړي لارښوونې کړې چې د اوکرایین ختیځ کې د روسیې تر واک لاندې سیمو امنیت نور هم ټینګ کړي.

پوتین وايي "په ټوله کې زموږ د بالمثل استخباراتو پیاوړتیا ته اړتیا لرو؛ ځکه چې ځانګړي لوېدیځ خدمتونه د روسیې په تړاو زښت ډېر دودیز او فعال وو".