د بریتانیا دفاع وزارت: د روسیې ګودامونه له ایران جوړو بېپیلوټه الوتکو تش شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا د دفاع وزارت د اوکرایین د جګړې په تړاو په خپلو پرونیو معلوماتو کې ویلي چې تر لس ورځو وړاندې پورې اوکراييني ځواکونو په یوه اونۍ کې د لږ تر لږه ۲۴ بې پيلوټه الوتکو د غورځولو خبر ورکړی.
له دې سره هممهاله په چین کې د بې پيلوټه الوتکو له یوه توليدوونکي سره د روسیې د خبرو په اړه هم ريپوټونه خپاره شوي.
د بریتانیا د دفاع وزارت ارزونه پر داسې مهال خپرېږي چې د روان زېږدیز کال پخ لومړیو کې یې د ایران جوړېډرون الوتکې چې روسیې په بریدونو کې کارولې، له منځه وړي دي.
د بریتانیا د دفاع وزارت پخپلو ورځنیو یادښتونو کې ویلي، که څه هم دغه الوتکو د ټاکل شویو هدفونو په نښه کولو کې چندان ښه مخینه نه لرله، خو روسیې ښايي له دغو الوتکو څخه د اوکراین د هوايي دفاع د تمرکز اړولو لپاره استفاده کړې وي.
اوکرایني چارواکو ویلي، روسي ځواکونو پر ښارونو او اوکراینیانو د بریدونو لپاره د ایراني شاهد ۱۳۶ ډورن الوتکو څخه استفاده کوله.
لوېدیځو هېوادونو په ځلونو له دغو ایراني ډورن الوتکو سره پر تړاو لرونکو کسانو او بنسټونو باندې بندیزونه لګولي دي.
د ایران حکومت ادعا کوي چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د هېڅ لوري پلوي نه کوي، خو لوېدیځوهېوادونو په دې جګړه کې د تهران له خوا د روسیې ته د وسلو ور کولو په اړه خبرداری ور کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا د دفاع وزارت وايي، د روسیې په زېرمو کې له ایرانه تر لاسه کړې ډرون الوتکې خلاصې شوي او مسکو ښايي یو ځل بیا د ډرون الوتکو د ترلاسه کولو لټه وکړي.
ورته مهال داسې راپورونه خپاره شوي چې مسکو د ډرون الوتکو له یوه چینايي تولیدوونکي شرکت سره په خبرو اترو بوخت دی.
له المان څخه خپرېدونکې شپېګل مجلې راپور ور کړی چې روسیه له یوه چینايي شرکت څخه د ۱۰۰ ډرون الوتکو د پیرلو پلان لري او د دغو الوتکو د ترلاسه کولو نېټه به راتلونکې میاشت د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو اترو کې په ډاګه شي.
وړاندې، امریکا، جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو د اوکرایین په جګړه کې پر روسیې د وسلو د خرڅلاو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې دا ډول ګام به جدي پایلې ولري.
دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې د چین حکومت په وروستیو کې د روسیې او اوکرایین جګړه کې د اوربند لپاره دیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي چې دا کار یې د لوېدیځ له محتاطانه غبرګون سره مخامخ شوی.











