اوکرايين کې جګړه: د دوو اوکراييني وګړو کيسه

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې جګړه: د دوو اوکراييني وګړو کيسه

د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۲۴ هغه ورځ ده چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې پکې په اروپا کې ترټولو لوی برید وشو، پر اوکرایین برید.

یو کال وروسته، اوکرایین لاهم مقاومت کوي. چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه ترې پراخ پوځي او رواني ملاتړ کوي او سترې مالي او بشري مرستې ورکوي.

د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال جیرمي بووېن د جکړې له پیله له اوکرایینه راپوټونه ورکوي او له ډېرو اوکرایینیانو سره په اړیکه کې دی چې په دې موده کې یې خبرې ورسره کړې دي، دی اوس اوکرایین ته تللی چې د یو کلنې جګړې په اړه د هماغو اوکرایینیانو نظر واخلي.