کیېف: د روسیې د تورې بحیرې سمندري ځواک یوه بېړۍ مو ډوبه کړې

د عکس سرچینه، NORTHERN PROJECT DESIGN BUREAU
د اوکرایین استخبارات وايي په توره بحیره کې یې د روسیې یوه پوځي بېړۍ د سمندري ډرونونو په برید کې ویجاړه کړې ده.
د سرګیې کوتوف په نوم دا بېړۍ چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت پیل کړی، ظاهرآ د سې شنبې سهار وختې په نښه شوې ده.
د اوکرایین د پوځي استخباراتو په وینا د تورې بحیري د سمندري ځواک دا بېړۍ له شا او دواړو څنګونو زیانمنه شوې ده.
مسکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د روسي د جګړې ځینو ملاتړو بلوګرانو دا برید تایید کړی دی.
د اوکرایین یوه استخبارتي چارواکي 'اندریې یوسوف' رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د بېړۍ عمله او پکې نور سپاره کسان وژل شوي یا ټپيان دي.
سرګیې کوتوف د روسیې سمندري ځواک د یوې پروژې له مخې د ګزمې لپاره له څلورو جوړو شویو بېړیو یوه ده.
د کیېف چارواکي وايي، دې بېړۍ له 'ماسکوا کروزر' سره په ګډه د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د روسیې د پراخ یرغل په لومړی ورځ پر سنېک ټاپو برید کې رول لوبولی و.
ماسکوا جنګي بېړۍ ۲۰۲۲ کال د اوکرایین لخوا ډوبه شوه.

د عکس سرچینه، REUTERS
روسیې نږدې لس کاله وړاندې کریمیا ټاپو وزمه په ناقانونه توګه د خپلې خاوروې برخه وګرځوله.
اوکرایین په دې وروستیو کې د روسیې د تورې بحیرې د سمندري ځواک پر ډلګۍ، چې په دې ټاپو وزمه کې ځای پر ځای ده، پرله پسې ګوزارونه کوي.
اوکرایین وايي د سرګیې کوتوف بېړۍ پر جوړولو شاوخوا ۶۵ میلیونه ډالر لګښت شوی و او دا چې دغه بېړۍ د روسیې او کریمیا بېلونکي کېرچ تنګي ته نږدې په نښه شوې ده.
پر خواله رسنیو یوې خپرې شوې ویډیو کې پر دې بېړۍ د برید شېبه لیدل کېږي.
په ویډیو کې لیدل کېدونکې بېړۍ د سرګیې توکوف په څېر د ګزمې بیړیو د ورته ځانګړتیاو لرونکې ښکاري.
خو دا چې پر څنګ یې کوم مشخص نمبر نه لیدل کېږي، نو دا نشي ډاګیزولی چې هماغه بېړۍ دې وي.
پر انټرنېټ او خواله رسنیو د دې ویډیو کومه زړه بڼه نشته او له دې ښکاري چې په دې وروستیو کې دې خپره شوې وي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF DEFENCE OF UKRAINE
د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال اېنسټیټیوټ د متخصصانو په وینا د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې د روسیې سمندري ځواک لږترلږه ۱۳ بېړۍ لمنځه تللې او یا زیانمنې شوې دي.
همدا تېره میاشت د سیزار کونیکوف په نوم یوه بله روسۍ جنګي بېړۍ د یالتا ښار سویل خوا ته د ډرون په یوه برید کې ډوبه شوې وه.
د اوکرایین د استخباراتو ریاست د هغه برید ویډیو هم خپره کړې او ویلي وو چې برید د ماګورا وي۵ سمندري ډرون په مټ شوی دی.









