امینه محمد: پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه "د خدای له ورکړل شویو حقونو انکار دی"

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستالې امینه محمد نړۍ کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې بندیزونه او له خپلو حقونو د دوی محرومیت د اندېښنې وړ بللی دی.

آغلې محمد د سعودي عرب په جده ښار کې د (ښځې په اسلام کې) تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي، نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې دي، چې د افغانستان وضعیت پکې د پام وړ ډېر خراب دي.

دا درې ورځنۍ غونډه پرون سه شنبه د نومبر په شپږمه پیل شوې چې سبا به هم دوام وکړي.

د دې غونډې موخه يه اسلامي ټولنه کې د ښځو د ونډې زیاتوالی او د قانوني اصلاحاتو لپاره یوه لاره نقشه جوړول یاد شوي، چې په پای کې به یې یو سند هم لاسلیکېږي.

امینه محمد اسلام کې هم د ښځو د زدکړو حق ته اشاره کړې او په وینا یې: "اسلام په ښکاره ډول د ټولو هغو دوه ګونو قوانینو او دودونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې زدکړو ته د لاسرسي مخه نیسي."

هغې ویلي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو سخت بندیزونه د خدای له ورکړل شویو حقونو انکار او مخ ګرځول دي.

آغلې محمد ویلي، د ښځو د زدکړو پر وړاندې د طالبانو دا دریځ باید د یوې بېړنۍ مسلې په توګه په ګوته شي.

نوموړې وايي، د ښځو او نجونو د زدکړو د حق د خوندي کولو لپاره باید ډېر څه وشي.

هغې پر نړیوالو غږ کړی چې په اسلامي‌ ټولنو کې د ښځو غږ واوري او په ځانګړې توګه "افغانستان کې د ښځو غږ پورته کړي."

هغې همدا راز ویلي‌ چې: "راځئ په ګډه دا ناسم باور او ناپوهي ختمه کړو، چې د نجونو او ښځو د زدکړو له فرصتونو انکار زمونږ د اسلامي عقیدې سره سمون لري."

طالبان تل ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي خو په اسلامي هېوادونو هېڅوک د دوی ځپونکې تګلارې اسلامي نه ګټي.

هغې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې،‌ افغانې ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې پوره ونډه ولري. هېواد یې د ودې او پرمختګ لپاره ښځو او نجونو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو د منشي مرستیالي‌ په خپلو خبرو کې ویلي چې، د اسلام له پیله د ښځو ونډه په سیاسي پرېکړو، میراث، سوداګرۍ او نورو مهمو برخو کې جوته وه خو "له څو پېړیو وروسته بیا په ډېرو هېوادونو او د ژوند په ډېرو برخو کې ښځې شاته پاتې شوې دي."

نوموړې زیاته کړې چې "دا یو غمجن حقیقت دی، چې د تاریخ په اوږدو کې کمزوری اقتصاد، د سوله ییز چاپیریال او عدالت نشتون د دې لامل شوی چې ښځې ډېرې سختۍ زغمي.

د هغې په وینا: "نن په ټوله نړۍ کې ښځو ماته خوړلې، زموږ میندو، ښځو او لوڼو."

د نجونو د حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد خبرې داسې مهال دي چې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوس ښځې او نجونې د زدکړو او کار په ګډون له خپلو نورو لومړنیو حقونو محرومې کړل شوې دي.

اوس نژدې څه کم ۸۰۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته دنجونو ښوونځي تړلي دي او روښانه نه ده چې "امرثاني" به یې کله پای ته ورسېږي.