اسرائیل: د حماس پوځي څانګې مشر په غزه کې وژل شوی دی

د عکس سرچینه، AFP
د اسرائیلو پوځ وايي، د حماس د پوځي څانګې قومندان محمد ضیف وژل شوی دی.
محمد دیاب ابراهیم المصري چې په محمد ضیف مشهور و، د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام لوا قومندان و.
د اسرائیلو پوځ د دې ادعا په اړه جزئیات نه دي ورکړي او بيبيسي هم په خپلواکه توګه د دې خبر پخلی نه شي کولی.
دوه اوونۍ وړاندې کله چې ورته خبرونه خپاره شول، حماس د محمد ضیف وژل کېدل رد کړي و. بل پلو د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه جنازه چې پرون سهار په تهران کې ووژل شو، د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای په شتون کې وشوه.
ایت الله خامنه ای د تهران په پوهنتون کې د اسماعیل هنیه جنازه وکړه. د هغه تر څنګ د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان هم ولاړ و.
د جنازې تر لمانځه وروسته د اسماعیل هنیه او د هغه د ساتونکي تابوت د ازادۍ څلورلارې ته یوړل شول او له هغه ځایه به قطر ته، د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شي. ایران چې د دې برید پړه پر اسرائیلو اچوي، ګواښ کړی، د هغه د وژنې لپاره به په "سختو مجازاتو" غور وکړي. د اسرائیلو مشرانو مخامخ د پېښې په اړه تبصره نه ده کړې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې "ننګونکې ورځې" په مخ کې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا په منځني ختیځ کې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د "پارونکو عملونو" مخه ونیسي. ښاغلي بلېنکن وویل، د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی خورا مهم دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د ژورو ډیپلوماتیکو هڅو غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ اسرائیلو ویلي و، د لبنان د پلازمېنې بېروت په سوېلي څنډه کې یې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان وژلی دی.
د اسراییل پوځ په وینا، فواد شکر د "استخباراتي معلوماتو پر بنسټ " وژل شوی دی.
حزب الله د نوموړي وژنه نه ده تائید کړې، خو زیاتوي هغه مهال په یوه ودانۍ کې و، چې هلته چاودنه شوې وه.











