"د ټرمپ نړیوالې مرستې کمول پنځو کلونو کې د ۱۴ میلیون کسانو د مرګ خطر ډېروي"

بنګله دیش

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بنګله دېش په کاکس بازار کې د کډوالو په کمپ کې، روهینګیا ماشومان د یواېس‌اېډ لوګو لرونکو پلاستیکي بوتلونو کې مرتبان جوړوي.
    • Author, سټوارټ لاو
    • دنده, بي‌بي‌سي نيوز

د "ده لانسیټ" په نوم د یوې طبي مجلې په خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، د ډونلډ ټرمپ له لوري د بهرنیو بشري مرستو لپاره د امریکا ډېری بودیجه پرې کول کېدای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۱۴ میلیونو د ډېرو نورو مړینو لامل وګرځي.

څېړنه څرګندوي چې له دې شمېر یوه برخه- شاوخوا درېیمه برخه یې، هغه ماشومان دي چې له وخت نه مخکې مري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مارچ میاشت کې وویل د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې "یو‌اېس‌اېډ" له لوري له ۸۰ سلنې ډېر پروګرامونه لغوه کړي دي.

د "لانسیټ" راپور ګډونوال ‌لیکوال داویده راسېلا په یوه بیان کې وویل: "د ټیټو او منځني عاید لرونکو هېوادونو لپاره به دا مالي ضربه د یوې نړيوالې وبا یا یوې لویې وسلوالې جګړې په کچه وي."

راسېلا، چې د بارسلونا د نړیوالې روغتیا انستیتیوت څېړونکی دی، زیاته کړه: "دا مالي پرېکونونه دا خطر لري چې د نژدې شلو کلونو روغتیايي پرمختګونه ناڅاپه ودروي، ان شاته یې بوځي، په ځانګړي ډول د زیان‌ګالو وګړو ترمنځ."

دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې لسګونه نړیوال مشران دا اونۍ د اسپانیا د سوییا ښار ته راټول شوي، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مرستو تر ټولو ستر کنفرانس کې - چې په تېرو لسو کلونو کې بېساری بلل شوی، ګډون وکړي.

څېړونکو د ۱۳۳ هېوادونو معلوماتو ته په کتو اټکل کړی چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ د "یو‌اېس‌اېډ" له لوري ورکړل شوې مرستې د ۹۱ میلیونو مړینو مخه نیولې ده.

هغوی همداراز د محاسبې له لارې ښودلې که دا مرستې ۸۳ سلنه کمې شي - لکه څنګه چې د امریکا حکومت سږکال اعلان کړی - نو د مړینو کچه اغېزمنولی شي.

د محاسبې له مخې، تر ۲۰۳۰ پورې له ۱۴ میلیونو ډېر د مخنیوي وړ کسان به مړه شي، چې له دې ډلې له ۴،۵ میلیونو ډېر به له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان وي - یعنې هر کال شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان وي.

د ټرمپ اداره، چې پخوا د میلیاردر اېلان مسک د لګښتونو کمولو نوښت رهبري کوله، هڅه وکړه چې د فدرالي ادارو اندازه راکمه کړي. دا اداره پر "یو‌اېس‌اېډ" تور لګوي چې لیبرال پروژو ته یې ملاتړ ورکړی دی.

ټرمپ او مسک

د عکس سرچینه، Reuters

امریکا، چې تر اوسه د نړۍ تر ټولو ستره بشري مرستندوی هېواد بلل کېږي، تر ډېره د قراردادونو له لارې، له ۶۰ ډېرو هېوادونو کې فعالیت کړی دی.

د مارکو روبیو په وینا، لا هم شاوخوا ۱۰۰۰ پروګرامونه پاتې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې او د کانګرس په مشوره به "په اغېزناکه توګه" اداره شي.

خو د ملګرو ملتونو کارکوونکي وايي په واقعیت کې وضعیت لا هم ښه شوی نه دی.

تېره میاشت، د ملګرو ملتونو یوه چارواکي بي‌بي‌سي ته وویل په کېنیا کې د کډوالو په کمپونو کې سلګونه زره کسان وروسته له هغه "ورو ورو له لوږي مري"، چې د امریکا د مالي مرستو پرېکون د خوراکي توکو برخې تر ټولو ټیټې کچې ته راکمې کړې.

د کېنیا په شمال لوېدیځ د کاکُوما په یوه روغتون کې، بي‌بي‌سي یوه داسې ماشومه ولیدله چې سخته کمزورې وه، حرکت یې نه‌شو کولی او د خوارځواکۍ نښې پکې ښکارېدې - د هغې د پوستکي ځینې برخې شلېدلې او ګونځي شوې وې.