ایلان مسک وايي یواېسایډ به وتړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) کارکوونکو ته ویل شوي وو چې د دوشنبې پر ورځ په کورونو کې پاتې شي ځکه چې ایلان مسک وویل چې نیت لري دغه اداره وتړي.
د ډونلډ ټرمپ د دغه میلیاردر سلاکار، چې رسمي حکومتي دنده نه لري، دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې، د دوه لوړو پوړو امنیتي چارواکو د رخصتېدو په اړه خبرونه خپاره شول.
د دې ادارې رسمي وېبپاڼې ته هم لاس رسی نه کېږي.
خو ولسمشر ټرمپ د دغه ادارې د تړل کېدو په تړاو ډېر پرېکنده نه برېښېده. د یکشنبې پر ماښام یې خبریالانو ته وویل "د یو اېس اېډ مشري یوه ډله توندلاري لیوني" کوي. هغه وویل " موږ به یې باسو او بیا به پرېکړه کوو."
له تېرې اوونۍ ایلان مسک پر دغه ادارې توندې نیوکې کوي او داسې معلومېده چې هڅه کوي کنټرول یې کړي.
مسک د حکومت د موثریت څانګې (ډوج) مشري کوي. هغه اداره چې رسمي د حکومت برخه نه ده خو ټرمپ ورته د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره پراخه آزادي ورکړې ده.
مسک د یوې دولتي ادارې د تړلو واک نلري او د داسې اقدام قانونيت تر پوښتنې لاندې دی.
هغه پر اېکس پاڼه چې دی یې څښتن هم دی یو اېس اېډ "شریره" او "جنایتکاره" اداره بللې ده.
مسک د دوشنبې پر ورځ یوه ژوندۍ خپرونه کې وویل"له سره باید ترې خلاص شو. د رغېدو وړ نه ده... موږ یې تړوو."
نن، د دوشنبې پر ورځ، په واشنګټن کې د دغه ادارې دفتر کې کارکونکو ته ویل شوي وو چې " کور کې پاتې شي". د یوه داخلي سند له مخې چې بي بي سي لیدلی ښکاري چې ډېرو کاروکوونکو یې خپلو ایمیلونو ته لاسرسی نه درلود.
کېدی شي داسې هڅه روانه وي چې دا اداره، چې د امریکا د کانګرس د یوه فرمان له مخې رامنځته شوې، په مستقیم ډول د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر کنټرول لاندې راوستل شي.
جمهوري غوښتونکي کانګرس غړي برایان ماسټ، چې د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشري کوي، "Face the Nation" خپرونه کې وویل چې امکان لري چې یو اېس اېډ د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو تر مشرۍ لاندې راوستل شي."
که دغه اداره یا وتړل شي او یا بیا تنظیم شي، د مسک او ټرمپ لخوا غوښتل شوي بدلونونه به ژورې اغېزې ولري. یو اېس اېډ په ټوله نړۍ کې غیر دولتي سازمانونو، مرستندویه ډلو او غیر حکومتي موسسو ته په میلیاردونو مرستې ویشي.
د دې ادارې د ویبپاڼې له بندیدو سره داسې ښکاري چې، د معلوماتو یوه مهمه سرچینه لکه د نړۍ په کچه د لوږې د اندازې پاڼه، او د لسیزو لسیزو مرستو سندونه نور نشته.
په تېرو دوو ورځو کې، د دې ادارې لوړ پوړي چارواکي چې د مسک له نوې څانګې (ډوج) سره یې مخالفت راغلی یا رخصت شوي او یا یې هم استعفا ورکړې ده. ډوج هغه ډله ده چې د ټرمپ له ادارې سره په مشوره جوړه شوې او غواړي داسې لارې چارې ومومي چې حکومتي لګښتونه کم کړي.
واشنګټن پوسټ او سي اېن اېن دغه اونۍ په رپوټونو کې روښانه کړه چې د مسک د نوې څانګې د غړیو او د ځینو امنیتي چارواکو شخړه شوې وه. مخالفت یې محرمو معلوماتو ته د لاسرسي پر غوښتنه و.
د سي بي ایس د رپوټونو له مخې، د USAID د امنیت رییس جان وورهیس او د امنیت مرستیال رییس برایان مک-ګیل دواړه د همدې جنجال له امله رخصت شوي دي.
واشنګټن پوسټ بیا خبر ورکړ چې د سیاسي دفتر مشر مټ هاپسن هم استعفا ورکړې ده.








