'زه د امریکا د بهرنیو مرستو له امله ژوندی یم'

د عکس سرچینه، UNIAN
ډیمیترو شیرمبې وايي " د USAID مننه، زه ژوندی یم".
هغه په اوکرایین کې له اېچایوي HIV وېروس سره له ۲۴ کالو راهیسې اوسېږي او وایي دې ادارې، چې په نړۍ کې میلیاردونه ډالر مرسته کوي، د دې وېروس د خپرېدو مخه نیولې ده.
ښاغی شیرمبې زیاتوي: "په اوکرایین کې هر دویم تن د اېچای مثبت کس د دې پروګرام له لارې پېژندل شوی".
خو د USAID راتلونکی اوس ډېر ناڅرګند دی. له دویم ځل ولسمشر کېدا وروسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو له لومړیو کارونو د هغه اجرائیه فرمان لاسلیکول وو، چې د بیا کتنې بهیر ترسره کېدو لپاره تقریبا ټولې بهرنۍ مرستې باید د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي.
خپله ولسمشر ټرمپ هم د چا د نوم له اخیستلو او د توضیحاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه چې دا اداره د "رادیکاله کیڼ اړخه لېونیانو" لخوا پر مخ وړل کېږي او دا چې ګوندې "سترې درغلۍ" په کې دي.
ښاغلی شیرمبې، چې د اوکرایین د "۱۰۰٪ ژوند" سازمان مشر دی. دا اداره د ناروغانو په مټ چلېدونکې تر ټولو لویه اداره ده. نومړی وايي کله روسیې په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ، د HIV درملو ذخیرې بمبار شوې وې. هغه وايي چې د USAID مرسته هغه ته دا توان ورکوي چې ژر تر ژره بدیل درمل ترلاسه کړي او په ټوله هېواد کې یې ووېشي.
هغه وايي "د USAID شعار دا دی چې دا مرسته د امریکایي خلکو له لورې ده. خو ښکاري چې دا مرسته د یوه فرد پرېکړې له لارې درول کېدی شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
USAID په ۱۹۶۱م کال کې د ولسمشر جان ایف کینیډي لخوا تاسیس شو. دا اداره شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کارمنان لري او بودیجه یې تقریبا ۴۰ میلیارد ډالره (۳۲٫۲۵ میلیارد پونډه) ده، چې د امریکایي حکومت د ټولې بهرنۍ مرستې د لګښت له ۶۸ میلیارد ډالرو څخه یوه برخه ده.
دا اداره په څه باندې ۶۰ هېوادونو کې مېشته ده او په ګڼو نورو کې فعالیت کوي. خو په ډګر کې زیاتره فعالیتونه هغه سازمانونه ترسره کوي چې دا اداره قراردادي ورسره لري او تمویلوي یې. د دې ادارې فعالیتونه پراخه دي. په کارونو کې یې په هغو هېوادونو کې چې خلک له لوږې سره مخامخ دي، خلکو ته خواړه ورکول او د نړۍ د "طلایي معیار" لوږې مالومولو سیسټم چلول شامل دي، چې د معلوماتو له تحلیل نه په ګټه اخیستو وړاندوېینه کوي چېرې د خوراکي توکو کمي رامنځ ته کېدلی شي.
ایلان مسک – چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، د ټرمپ لخوا د امریکا فدرالي ادارې د کوچنۍ کولو ورکړل شوې - دغه اداره یې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، د "جنایي سازمان" په توګه یاده کړې، او ویلي یې دي چې "د دې ادارې د مړینې وخت همدا اوس دی".
خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې د USAID پای ته رسېدل لویې ستونزې جوړوي. دا اداره د دې هېواد د روغتیا له سکتور سره یو له تر ټولو لویو مرستندویانو ده، چې د میندو او ماشومانو د ژغوند ژغورونکو پروژو تمویل یې پر غاړه دی.
یو ډاکټر چې د USAID لخوا تمویلېدونکي پروژو مسؤلیت لري، وایي د هغه ټیم ۶۰ غړي، چې پکې قابلې، نرسانې او ډاکټرانې شاملې دي، وروسته له هغه په کور کېنساتو ته اړ کړل شوې چې پر دوی بسپنه ودرول شوه.
"راتلونکی ډېر تیاره ښکاري او د ناروغانو پر وضعیت پراخ اثر لري".
یوه قابله وایي. "که د تمویل درول دوام وکړي، ښځې به په کورونو کې زیږون ته اړې شي، ځکه چې روغتونونه تړل شوي او دا به د مړینې کچه لوړه کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
یواېساېډ د انټرنېټي امنیت په برخه کې هم پراخه فعالیت کوي. یو ایرانی فعال چې سانسور ضد برخه کې کار کوي او د امنیتي لاملونو له کبله یې خپل نوم پټ ساتلی، وايي داره یې د USAID لخوا تمویلېږي. "که په ایران کې یوه مخالفه څېره، د پوهنتون یو محصل یا د ښځو د حقونو یو فعال ونیول شي، نو داسې سازمانونه لکه دا زه چې پکې کار کوم، سملاسي عمل کوي چې د شخص برېښنالیک او ټولنیزې رسنۍ حسابونه بند او له منځه ځي".
هغه زیاتوي که ایرانۍ استخباراتي ادارې له نیول شویو کسانو د دوی رمزونه ترلاسه کړي، دوی د هغه شخص اړیکې ته لاسرسی نه شي موندلی.
دغه فعال وايي: "که یو انټرنیټي شرکت ایرانیانو ته د انټرنېټ لاسرسي محدودولو کې له رژیم سره همکاري وکړي، موږ هغوی په ښکاره افشا کوو او د اروپایي ټولنې او امریکا لخوا بندیزونه پرې لګول کېږي".
"د دوی ټول کارونه اوس د تمویل د بندولو له امله درېدلي دي."
د خپلو نورو فعالیتونو تر څنګ، USAID سکالرشیپونه هم ورکوي - یوازې په مصر کې ۱،۰۷۷ محصلان مرسته ترلاسه کوي. د ټرمپ د نړیوالو مرستو د ځنډولو او د USAID په اړه د هغه څرګندونو له امله د دغو محصلانو راتلونکی په شک کې دی.
د یوه اغېزمن شوي محصل محمد اشرف په وینا، "زه داسې انګېرم چې برخلیک مې ناڅرګند دی. زه یو وخت له برترینو زدکوونکو وم چې ښه راتلونکی به ولرم، خو اوس مې راتلونکی تیاره ښکاري او وېرېږم چې پر غلط مسیر به وربرابر شم".
ټرمپ د بهرنیو لګښتونو اوږد مهاله منتقد دی او ویلي یې دي چې دا د امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره کوم ارزښت نه لري - او USAID یې د بې ځایه لګښت په توګه یاد کړی. خو ایا دی دغه اداره تړلی شي؟ لا هم څرګنده نه ده.
د USAID په بشپړه توګه تړل- لکه څنګه چې مسک غواړي، ممکن د کانګرس ګام اخیستو ته اړتیا ولري - چې د ټرمپ د جمهوريپال ګوند په دواړو بنسټونو کې لږ اکثریت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د راپورونو له مخې، د ادارې پلان دا دی چې د امریکا د دولت اصلي بهرني مرستې ادارې له بهرنیو چارو وزارت سره مدغمې کړي. د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي هغه اوس د ادارې چارسمبالی مشر دی - وايي د نړۍ په لر و بر کې به یې زرګونه کارمنان د اونۍ په پای کې رخصت کړل شي.
د ښاغلي شیرمبې لپاره په اوکرایین کې خطر تر ټولو لوړ دی. هغه وايي "زما ژوند اوس په خطر کې دی. که زما روغتون کې دغه درمل ختم شي، باید بل ځای یې ولټوم".
دی وايي "خو په اوکرایین کې د مثبت HIV لرونکي یوه شخص لپاره دا غمجنوونکې ده چې په یوازې سر درملتون ته ورشئ او درمل وپېرئ. تاسو یې په تور بازار کې نه شئ اخیستی. دلته د مثبتو HIV خلکو لپاره هېڅ بدیل نه شته". هغه زیاتوي. "دا وحشتناکه ده چې موږ بیا د ډبرو پېر ته ستانه شو."











