د یو‌اېس‌ایډ د تړل کېدو احتمال: امریکا او نړۍ ته څه پایلې لرلی شي؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې د ټرمپ اداره غواړي یو‌اېس ایډ د بهرنیو چارو وزارت برخه وګرځوي
    • Author, ماریا زکارو
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو د مخکښې ادارې 'USAID' د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا ټوله نړۍ کې د حیرانتیا څپه خپره کړې ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ستر سلاکار ایلون مسک د دې ادارې سخت نیوکګر دي.دا په داسې حال کې ده چې نور بیا ویره لري چې د دې ادارې تړل به ډېرې زیان اړونکې اغېزې ولري.

خو ولې دا هر څه دومره لانجمن شوي او د څه شي خطر دی؟

نړیوالې پرمختیا لپاره د متحدو ایالتونو اژانس (USAID) چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په نوم هم پېژندل کېږي، د ۱۹۶۰ مې لسیزې له لومړیو راهیسې د امریکا د حکومت په استازیتوب ټوله نړۍ کې د بشري مرستو پروګرامونه اداره کوي.

خو مسک روانه اوونۍ وویل چې د ټرمپ حکومت د دې ادارې د تړلو پلان لري.

هغه پر ایکس ټولنیزه شبکه چې دی یې مالک دی، په یوه خپاره کړي پيغام کې 'یو‌ اېس ایډ' "شریر"، "جنایتکار سازمان" او د رادیکالو کیڼ اړخو سیاسي رواني وسیله وبلله.‌

پخپله ولسمشر ټرمپ هم د چا د نوم له اخیستلو او د توضیحاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه چې دا اداره د "رادیکاله کیڼ اړخه لیونیانو" لخوا پر مخ وړل کېږي او دا چې ګوندې "سترې درغلۍ" په کې دي.

دې مسلې د بېلابېلو لاملونو له کبله په متحدو ایالتونو کې یوه سیاسي شخړه او نوره نړۍ کې پراخ بحثونه راپورته کړي دي.

ولې 'یو اېس ایډ' له سیاسي پلوه بحث پاروونکی دی؟

ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې غواړي بهرني لګښتونه د ده له "لومړی امریکا " لیدلوري سره همغږي شي.

او د هغه بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د "هر ډالر" لګول باید د داسې شواهدو له مخې "توجیه" شي چې امریکا لا ډېره خوندي، پیاوړې او سوکاله کوي.

د متحدو ایالتونو سیاست په اړه د یو‌سي‌اېل مرکز بنسټګر رییس توماس ګېفټ وايي، نو د "فدرالي ادارو د تصفیې" اقدام په دې مانا دی چې هغه پر خپله خبره ولاړ دی.

هغه زیاتوي چې د ماګا (د امریکا د لویۍ بیا راګرځولو) سختدریځه پلویان USAID ته د پرمختګ غوښتنې د یوه داسې له کنټرول وتلي پړسوب په سترګه ګوري چې "لومړی مخ پر ودې نړۍ او بیا وروسته امریکا په پام کې نیسي، په داسې حال کې چې پر دې پروسه د مالیه ورکوونکو ډالر ضایع کوي".

ډاکتر ګېفټ زیاتوي: "دا د هغه څه بیخي برعکس دي چې ټرمپ غواړي د ده اداره یې تعقیب کړي" یعنی "تر هر څه پورته د امریکايي اتباعو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکول."

دی وايي چې د یو اېس ایډ تړل به "د پوپولیستو ملتپالو لپاره یوه لویه بریا" وي.

نظرپوښتنې له اوږدې مودې راهیسې ښيي چې امریکایي رای اچوونکي د بهرنیو مرستو لګښتونو د کمولو ملاتړ کوي، نو د دې ادارې لغوه کول ښايي عام ملاتړ ترلاسه کړي.

خو ډاکتر پاول کلیسټ، چې په ختیځ انګلیا پوهنتون کې د پراختیایي اقتصاد همکار استاد دی وايي، خلک معمولا هغه اندازه ډېره زیاته اټکلوي چې حکومتونه یې پر بهرنیو مرستو لګوي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې بودیجه نږدې ۴۰ میلیارده ډالر ده چې د دغه هېواد د ټولې بهرنۍ مرستې له نیمایي لږ څه ډېرېږي.

د حکومتي راپور له مخې امریکا په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰ اعشاریه درې میلیارده ډالر بهرنیو مرستو ته ځانګړي کړي وو چې د ټولې فدرالي بودیجې څه نا څه یو سلنه کېده.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا د دغه هېواد فدرالي حکومت په همدې وروستي مالي کال کې (د ۲۰۲۳ له اکتوبر د ۲۰۲۴ تر سپتمبر پورې) ۶ اعشاریه ۷۵ تریلیون ډالر لګولي دي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسک د ټرمپ اداره کې د حکومت د موثریت څانګې (ډوج) په نوم د نوښت مشر ټاکل شوی

ډاکتر کلیسټ وايي، که بهرنۍ مرستې ناڅاپه ودرول شي، نو ټولې هغه پیسې به ضایع شي چې بهر کې پر پروژو لګول شوې خو لا تر اوسه بشپړې نه دي.

نوموړی زیاتوي چې ځینې امریکایي مالیه ورکوونکي ښايي د بهرنیو مرستو پر ډېرو ساده او درک وړ ګټو ونه پوهېږي، خو دغه ملاتړ نه یوازې دا چې بهر د خلکو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي، بلکې امریکا ته هم د امنیت او ډېر نفوذ ورکولو کې مرستندویه زبادېدای شي.

د ډاکتر کلیسټ په وینا "که امریکا خپلې بهرنۍ مرستې ودروي یا خپل فعالیتونه په لویه کچه راکم کړي، نو دا به یې باور ته لوی زیان ورسوي... امریکا په قانوني توګه هم نشي کولی دا ټولې مرستې ودروي، ځکه چې دوی به یې تړونونه لاسلیک کړي وي."

نوموړی خبرداری ورکوی چې که که داسې کېږي، نو بیا د چین په څېر نور هېوادونه هڅه وکړي چې دا تشه ډکه او خپل نړیوال نفوذ زیات کړي.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د کلونو اوږدو کې له اښتنو پوښتنو سره هم مخامخ شوې او ځینې قراردادونه یې د ناوړه چلند د ادعاوو له امله ځنډولي دي.

خو له هغې را وروسته نورې لارې چارې معرفي شوې چې فدرالي څانګې او ادارې د بهرنیو مرستو پروګرامونو اغېزناکې څارنې او ارزونې ته اړباسي.

یو اېس ایډ کوم کارونه کوي؟

  • ټوله نړۍ کې پر غیر دولتي سازمانونو، مرستندویه ډلو او غیر انتفاعي موسسو د میلیاردونو ډالرو مرستې وېشي
  • د جګړې سیمو کې د بشري هڅو او واکسیناسیون پروګرامونو په ګډون یو لړ فعالیتونه تمویلوي
  • له ۶۰ زیاتو هېوادونو کې دفترونه لري او شاوخوا ۱۰ زره کسان یې ګومارلي.

څه کېدونکي دي؟

له یوه مخه د 'ېو اېس ایډ' تړل به احتمالاً د کانګرس اقدام ته اړتیا ولري.

د راپورونو له مخې یو انتخاب چې د ټرمپ ادارې لخوا په پام کې نیول شوی دا دی چې 'یو اېس ایډ' په فعال ډول د بهرنیو چارو وزارت یوه څانګه وګرځوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دې ادارې ډېرې چارې به دوام ومومي او د امریکا د بهرنۍ تګلارې برخه به وي.

د ګانګرس دیموکراتو غړو د دې ادارې احتمالي تړل کېده یو "غیر قانوني او د اساسي قانون مخالف" ګام بللی دی چې د دوی په وینا بهر کې به بې‌وزله خلک زیانمن کړي، ملي امنیت ته به زیان ورسوي او پر نړیوال سټیج به د امریکا نفوذ کم کړي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر احتجاج کوونکي له هغې وروسته واشنګټن کې د USAID مخې ته راټول شول چې د تړل کېدو د احتمال رپوټونه یې خپاره شول

په یو‌سي‌اېل کې د سیاسي علومو مرستیال استاده ډاکتره جولي نارمن وايي، ډېر دیموکراتان به د USAID دفاع وکړي، خو په دې توګه به له هغو رایه ورکوونکو سره تقابل کې راشي چې "پر دې روایت باورمن دي، چې دا اداره پړسېدلې او د امریکایانو د ملاتړ بودیجه بل خوا لېږدوي".

نوموړې فکر کوي، ولسمشر ټرمپ او مسک هڅه کوي "یو ایس ایډ د کیڼ اړخو پرمختګ‌پالو د یوې ډلګۍ په توګه انځور کړي، چې په بهر کې د بنسټپالو اجنډاو ملاتړ کوي" څو "خپلې کړنې توجیه کړي".

"په حقیقت کې اکثریت ملکي مامورین همداسې دي - هغه چې ګوند ته له پام پرته د متحدو ایالتونو په ټولو ادارو کې حکومت ته خدمت کوي."

یو اېس ایډ سې‌شنبه وویل چې تر جمعې ورځ پورې به یې نږدې ټول نړیوال کاري ځواک رخصت او بهر کې پر کار بوخت کارکوونکي بېرته امریکا ته ستانه شي.

د دې ادارې په وینا، یوازې هغه ټاکل شوی پرسونل به کار ته دوام ورکړي چې د "ماموریت د مهمو دندو، اصلي مشرتابه او ځانګړو پروګرامونو" مسؤلیت لري.