د وژل شوې فلسطینۍ خبریالې ورور: د یوه نوي راپور پایلې د واشنګټن له لوري له (پټو) شویو حقایقو پرده پورته کوي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ټام بیټمن
- دنده, د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د بي بي سي خبریال
د یوه نوي رپوټ له خپرېدو وروسته چې د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د خبریالې شیرین ابو عاقله د وژنې په اړه نوې موندنې ښيي د عاقلې ورور د امریکا حکومت تورن کړ چې د څېړنو حقیقي پایلې یې پټې ساتلي.
په دې څېړنه کې ښکېل یوه امریکايي افسر څرګنده کړه چې هغه په عمدي ډول یا په لوی لاس وژل شوې ده. شیرین ابو عاقله درې کاله وړاندې د اسرائیلي پوځيانو په ډزو ووژل شوه.
دهغې ورور طوني ابو عاقله دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، امریکایي ډګروال سټیف ګاباویچ په ۲۰۲۲ کال کې دې پایلې ته رسېدلی و چې شيرين ابو عاقله، چې فلسطینۍ امریکایي وګړې او د الجزیرې خبریاله وه، په قصدي توګه وژل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په پوځ کې د هغه مشرتابه او د امریکا حکومت د اسرائیلو د خوشالولو لپاره د څېړنې پایلې نرمې کړې وې.
ښاغلي ابو عاقله بي بي سي ته وویل چې دا نوې موندنه هغه څه تائیدوي چې کورنۍ یې تل پرې پوهېده، دا چې خور یې د خبریالې په توګه په روښانه ډول پېژندل کېدو سره سره په قصدي توګه په ډزو ویشتل شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA
شيرين ابو عاقله د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د جنین په کډوالو پنډغالي کې د اسرائیلي پوځ د برید په ترڅ کې پر سر د یوې مرمۍ په لګېدو ووژل شوه او همکار یې علي السمودي ټپي شو. په لومړي سر کې، اسرائیلي پوځ وویل چې خبریاله د فلسطینیو وسله والو په ډزو لګېدلې، خو وروسته یې خپله وینا بدله کړه او ویې ویل چې "احتمالاً په تېروتنه د اسرائیلي ډزو له امله وژل شوې ده."
د ولسمشر جو بایډن ادارې هم دغه ارزونه ومنله، او ویې ویل چې دوی "د باور کولو هېڅ دلیل ونه موند چې امریکایي خبریاله دې په عمدي ډول هدف ګرځول شوې وي." خو تقاعد شوي ډګروال سټیف ګاباویچ، چې لوړپوړی امریکایي افسر و او د پېښې ځای یې لیدلی و، وویل چې په هغه وخت کې یې دا روښانه پایله لرله چې شيرين، چې د مطبوعاتو واسکټ یې اغوستی و، په عمدي ډول وویشتل شوه.
هغه زیاته کړه چې په دې باور دی چې د هغه لاس ته ورغلې پایلې د سیاسي دلایلو له امله نرمې شوې د دې لپاره چې د امریکا او اسرائیلو اړیکو ته زیان ونه رسېږي.
نیویارک ټایمز د دوو امریکایي چارواکو په حواله چې نومونه یې دي په ډاګه شوي ویلي چې لوړپوړي امریکایي پوځي چارواکي چې په هغه وخت کې یې پر دغه قضیه څار درلود، په دې اند و چې د دې احتمال له پامه غورځولو لپاره کافي شواهد نشته چې دا وژنه دې قصدي نه وي.
ښاغلي ابو عاقله، چې هغه هم امریکایي تبعه دی، په هغه وخت کې یې د بایډن ادارې دریځ "د حقایقو پټول/سپینول" وباله، او ویې ویل چې دې کار اسرائیلي پوځ ته له سزا د خلاصون احساس ورکړ. هغه وویل "له لومړۍ ورځې موږ په هر څه پوه وو. دوی د ښکاره سیاسي دلایلو له کبله د حقیقت پټولو هڅه کوله."
هغه زیاته کړه: "موږ باور لرو چې د امریکا حکومت په لوی لاس د دې موندنو ارزښت کم کړی او ژبه یې نرمه کړې ترڅو د اسرائیلو پر مسؤلیت منلو سترګې پټې کړي، او دا د سختې ناهیلۍ وړ ده. هیڅ حکومت باید د خپلو سیاسي ګټو د ساتنې لپاره پر حقیقت یا د خپلو اتباعو پر خوندیتوب جوړجاړی ونه کړي."
ډګروال ګاباویچ بي بي سي ته وویل چې هغه شواهد چې ده لیدلي، "په روښانه ډول پر دې دلالت کوي چې څه پېښ شوي، عمدي وو."







