د برېتانیا تر ټولو پخوانۍ جنايي قضیه: ۹۲ کلن سړی ۵۸ کاله وړاندې پر یوې ښځې د جنسي تېري او د هغې پر وژلو محکوم شو

د برېتانیا یوې محکمې ۹۲ کلن برېتانیایی سړی رایلنډ هیډلي رسما محکوم کړی چې ۵۸ کاله وړاندې یې په خپل ګاونډ کې پر یوې ۷۵ کلنې ښځې جنسي تېری کړی او بیا یې هغه وژلې ده. محکمې نوموړی په عمر بند سزا محکوم کړی دی.

د لوییزا ډان مړی د ۱۹۶۷ کال د جون پر ۲۸مه د هغې یوه ګاونډي پیدا کړ چې د بریسټول ښار په ایسټون سیمه کې د خپل کور د ناستې په کوټه کې زندۍ شوې وه.

له کابو شپږ لسیزو راهیسې د پولیسو پر پراخو پلټنو سربېره د هغې قاتل ورک و او قضیه یې همداسې ناحل پاتې وه.

لوییزا ډان دوه ځلي کونډه شوې وه او په کور کې یوازې اوسېده. ګاونډیانو ته یې هغه مهال د دې پر نه شتون شک ور ولوېد چې د خپل کور له کړکۍ یې ورځپاڼه نه وه پورته کړې.

یوه څارنوال ډیو مارچنټ د محکمې د پرېکړې د اعلان پر مهال وویل، رایلنډ هیډلي چې د مېرمن ډان د وژلو پر مهال ۳۰ کلن و، د درد او کړاو میراث یې تر شا پرېښی دی.

د پولیسو پراخې پلټنې

د مېرمن ډان د وژنې له پېښې وروسته پولیسو د قاتل په موندلو پسې پراخې پلټنې وکړي، خو ډېر کم عدلي شواهد یې په لاس کې وو.

دوی یوازې د کور د شا کړکۍ پر چوکاټ د کیڼ لاس د خچې ګوتې د لاندینۍ برخې خاپ نښه موندلې وه.

هغه مهال پولیسو د مېرمن ډان له کوره په ۲ اعشاریه ۴ کیلومټره ساحه کې د ټولو نارینه وو چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۶۰ کلونو وو، د ګوتو نښې راټولې کړې، خو د مېرمن ډان په کور کې د قاتل له پاتې خاپونو سره یې سمون ونه خوړ.

پولیسو بیا ۸ زره کورونه وپلټل، خو قاتل یې ونه موند. ورپسې یې له شاوخوا ۲ زره کسانو سره مرکې هم وکړې، خو هڅې یې بې پایلې وې.

قاتل ولې پیدا نه شو؟

پولیس د قاتل په لټه پسې دومره سرګردانه وو، چې سیمه کې یې له ټولو بې کورو کسانو پوښتنې ګروېږنې وکړې، ټول هغه کسان یې وپوښتل چې جرمي مخینې یې لرلې او ان هغه عسکر یې هم وغږول چې د قتل په شپه خپلو دندو کې حاضر نه وو.

رایلنډ هیډلې ځکه له چاڼه وژغورل شو چې د پولیسو د څېړنو له حلقې کابو ۲۰۰ مټره بهر سیمه کې اوسېد. پولیسو د پېښې له ځایه ۲ کیلومټره او ۴۰۰ مټره ساحه کې پلټنې کولې، خو دی ۲ کیلومټره او ۶۰۰ مټره ساحه کې اوسېد. هغه مهال نوموړي کومه جرمي مخینه هم نه لرله، نو ځکه د تر شک‌لاندې کسانو په ډله کې هم نه و شمېرل شوی. پولیس ناهیلي شول او د مېرمن ډان د قضیې اړوند اسناد یې سره را ټول او په تاخچه کې یې کېښودل.

په زړو ښځو پسې د قاتل لټه

تر یادې پېښې کابو لس کاله وروسته له بریسټول څخه باندې ۳۳۰ کیلومټره لېرې د انګلستان په ایپسویچ سیمه کې پولیسو پر دوو مېرمنو چې یوه یې ۸۴ کلنه او بله یې ۷۹ کلنه وه، د جنسي تېري راپور تر لاسه کړ.

یوې قربانۍ هغه مهال د شوي وحشت کیسه داسې بیان کړې وه چې یو کس یې خونې ته په خاپوړو راغی او دا یې په مرګ وګواښله.

پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې او د شاوخوا سیمو د کابو ۵۰۰۰ نارینه وو د ګوتو خاپونه یې راټول کړل چې له مخې یې معلومه شوه پر یادو ښځو جنسي تيري رایلنډ هیډلي کړي دي. هغه بیا په محکمه کې د لسو غلاوو او شکونو پړه هم ومنله. هغه زندان ته لاړ او د بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شو.

د یادولو ده چې رایلنډ هیډلي د بریسټول له پېښې وروسته ایسویچ سیمې ته کډه شوی و.

د هیډلي د بریدونو تګلاره تل یو ډول وه. هغه به خپل چم ګاونډ کې د زړو او منځني عمر ښځو کورونه په نښه کول او بیا به یې د شپې برید پرې کاوه. هغه مهال د ریکارډونو د چټکې پرتلې لپاره د برېتانیا په کچه ملي دېټابېس نه و، نو ځکه په هیډلي پسې د مېرمن ډان د جنسي تېرې او وژنې د قضیې تړاو را برسېره نه شو.

د مېرمن ډان قاتل څنګه پیدا شو؟

د برېتانیا د ايون او سمرسټ پولیسو د لویو قانوني جرایمو د بیا کتنې ټیم غړې جوان سمېت په ۲۰۲۳ کال کې د مېرمن ډان قضیه بیا را برسېره کړه.

اغلې سمېت وايي: "قتل او جنسي تېری تر ټولو وحشتناک جرم دی چې هر څوک یې د بل چا پر وړاندې کولی شي. زه فکر کوم وخت زموږ لپاره هیڅ توپیر نه کوي، موږ به خپلو پلټنو ته دوام ور کوو."

اغلې سمېت وايي، د مېرمن ډان مهم شواهد لکه د هغې کالي، د بدن د ویښتو نمونې، د پېښې د ځای عکسونه او زرګونه پاڼې بیانونه موجود و چې دا یې په لیدو حیرانه شوه.

د مېرمن ډان د قاتل د ډي‌این‌اې اصلي څرک د (سیل مارک) عدلي خدمتونو ساینسپوه اندریو پیري ولګاوه.

ښاغلي پيري د مېرمن ډان د هغه لنډ کمېس چې د وژل کېدو پر مهال یې پر تن و، د شاتنۍ لمنې له هغې برخې یوه کوچنۍ ټوټه پرې کړه چې ګومان یې کاوه ښايي د قاتل مني پرې څڅېدلي وي.

ښاغلي پيري په محکمه کې وویل: "هغه مني چې په جامو تویه شي، د اوږدې مودې لپاره یې پرې نښې نښانې پاتې کېدای شي."

هغه په محکمه کې منصفه پلاوي ته وويل، له میلیارد ځلونو ډېر احتمال شته چې د مېرمن ډان پر کمیسه د توی شوي سپرم حجرې د رایلنډ هیډلي دي.

د هیډلي د ډي‌این‌اې کیسه

په ۲۰۱۲ کال کې په یوه قضیه کې چې د هیډلي مخینې ته په کتو شک کېده هغه ښايي په کې ښايي ښکېل وي، له هیډلي څخه د ډي‌این‌اې نمونه واخیستل شوه، خو هیډلي بیا په هغه قضیه کې ښکېل ونه ګڼل شو.

هغه مهال هیډلي د مفصلونو د ناروغۍ (arthritis) په پلمه پولیسو ته د ګوتو له نښو ور کولو ډډه وکړه.

اغلې سمېت وايي، کله چې پوه شوه د مېرمن ډان پر لمنه د قاتل د ډي‌این‌ای نښې شته او قاتل هم ژوندی دی، نو هیښه شوه.

که څه هم د ډي‌این‌ای ازموینو شواهد ور سره و، خو اغلې سمېت او اته کسیزې ډلې یې لا هم اوږده لاره په مخ کې لرله چې هیډلي رسما تورن کړي.

هغوی باید په قطعي ډول دا ثابته کړې وای چې هیډلي په بریسټول کې اوسېدلی دی.

هغوی د هیډلي خوړلي عمر ته په کتو ډېر کم وخت لاره چې خپل شواهد راټول او دا قضیه بشپړه کړي.

اغلې سمېت وايي، کله مو چې هیډلي ونیو، د هغه د ګوتو د نښو اخیستو برخه کې مو ستونزه نه لرله، ځکه فکر کوم هغه پوهېده چې د ګوتو نښانونه یې ستونزه ورته جوړوای شي.

اغلې سمېت وايي، دا د خوښۍ خبره ده چې پوه شو زموږ ارشیف کې دوړو وهلي بکس کې پرته قضیه چې د څه لپاره پیل شوې وه، پایلې ته ورسېده او هیډلي زندان ته په تلو هغه څه ترلاسه کړل چې مستحق یې و.

څارنوال مارچنټ ویلي، دا قضیه د پولیسي کار د زاړه او نوي میتود ترکیب دی او زیاته کړې یې ده دا په برېتانیا کې ترټولو پخوانۍ ناحل شوې جرمي قضیه وه.