تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هوا ککړتیا څنګه اندازه کېږي او کومه کچه یې انسانانو ته خطرناکه ده؟
د هند پلازمېنه نوی ډیلي، د پاکستان د پنجاب مرکز لاهور او شاوخوا ځینې نور ښارونه دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د پېژندل شوي ککړې هوا له معیاره د ۳۰ تر ۳۵ ځلو ډېره ککړه هوا لري.
اونۍ کېږي چې دلته هوا دومره ککړه شوې چې ان په نژدې واټن کې د څه لیدل سخت شوي، په داسې هوا کې به د ساه اخيستل څومره ګواښمن وي؟
د امریکا فضایي څېړنو ادارې "ناسا" لخوا په خپرو شویو انځورونو کې د هند په شمال او د ګاونډي پاکستان پر ځینو سیمو له ورایه داسې خړې دوړې او لوګي ښکاري چې ان د ځينو الوتنو الوت یې لغوه یا ځنډولی دی.
په سوېس کې د هوا معیار معلومولو او څارلو نړیوالې ادارې د هند پلازمېنه نوی ډيلی تېر کال (۲۰۲۳م) کې تر ټولو د ککړې هوا ښار بللی و. د هېوادونو په کچه بیا هند له بنګلهدېش او پاکستان وروسته درېیم ککړه هوا لرونکی هېواد پېژندل شوی و.
په دغو هېوادونو کې هر منی له اکتوبره تر جنورۍ میاشتو د کمې تودوخې، لوګیو، ګردونو، ورو بادونو، بېکیفیته سونتوکو، زړو موټرونو او پټیو کې د پاتې شونو سوځولو له کبله هوا له اندازې ډېره ککړه او خرابېږي.
که څه هم د ککړې هوا له کبله د هند او پاکستان وضعیت د خبرونو سرټکي جوړوي، خو دا یوازېني هېوادونه نه دي چې ځورېږي، بلکې د روغتیا نړیوالې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې ۹۹ سلنه خلک د هوا د کیفیت ټیټه کچه تنفسوي چې ډېر یې په بې وزله او کم عاید لرونکو هېوادونو کې مېشت دي.
ملګري ملتونه وايي د ککړې هوا د تنفسولو له کبله په کلني ډول اوه میلیونه خلک مري.
دې شمېرو ته په کتو مو په ذهن کې حتما درګرځي چې د هوا د ککړتیا کچه څنګه معلومېږي او کومه اندازه یې خطرناکه ده؟
د هوا د ککړتیا کچه څنګه اندازه کېږي؟
هوا د انسانانو د کړنو او فعالیتونو له کبله ککړه کېږي، د بېلګې په توګه تېل او ګاز د موټرو چلولو او پخلي لپاره کارېږي، په همدې ډول له نورو طبیعي سرچینو رنګارنګ ګټه اخيستل کېږي چې ډېر کله پر هوا اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو چاپېریالي پروګرام (یو اېن اي پي) د معلوماتو پر بنسټ د هوا کیفیت څارونکي ځانګړي داسې سېنسرونه (حسګر) کاروي چې د هوا ککړتیا معلوملی شي، ځینې داسې لایزرونه کاروي چې د یوه ځانګړې واټن په نظر کې نیولو سره هوا ګوري او په همدې ډول د هوا د ککړتیا کچې معلومولو لپاره له داسې انځورونو هم کار اخيستل کېږي چې پکې د لمر وړانګو انعکاس او ځمکې ته رسیدا ته کتل کېږي.
د هوا د ککړتیا هغه کچه چې د انسان او چاپېریال پر روغتیا اغېز کوي، د پي اېم ۲،۵- پي اېم ۱۰- نایتروجن ډي اوکسایډ، سلفر ډي اکسایډ ګازونه دي.
د دوی له ډلې یې ځینې ان که د دوه نیم مایکرومېټرو کوچنۍ زرې په اندازه هم وي روغتیا ته جدي ګواښ پېښولی شي. دا وړې زرې زموږ د وینې جریان ته ځان رسوي او د ډېرو ناروغیو سبب کېدای شي.
په هوا کې د یادو ګازونو غلظت د هوا ککړتیا کچې معلومولو نړیوالې ادارې لخوا د شاخص یا اندازه ګیرۍ په ډول کارېږي.
دا کچه له صفر څخه چې تر ټولو غوره هوا ده تر ۵۰۰ چې روغتیا ته ډېره ګواښمنه ککړه هوا ده، اندازه او اعلانېږي.
دا شمېرې موږ ته ښیي چې هوا څومره پاکه یا ککړه ده او دا چې اندازه شوې هوا په روغتیا کومې بدې اغېزې پرېښودلی شي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریالي ادارې د معلوماتو له مخې د هوا کیفیت معلومولو شمېرې (ډېټابانکونه) له حکومتي شمېرو، سټلایټ او ګڼو نورو کره لارو ترلاسه او ارزول کېږي.
د ملګرو ملتونو چاپېریالي ادارې ( یو اېن اي پي) په ۲۰۲۱م کال کې په لومړي ځل د هوا کیفیت د اندازې معلومولو داسې سیستم اعلان کړ چې په ۱۱۷ هېوادونو کې د نژدې شپږ نیم زره څارګرو سیستمونو له لارې د هوا د کیفیت کره کچه ثبتوي.
په دغه سیستم کې لومړیتوب هوا کې د پي اېم ۲،۵ زرو تشخیص ته ورکړل شوی چې تر ټولو خطرناکه ککړه هوا ده. هوايي مصنوعي ځیرکتیا سیستم ساعت په ساعت د هوا د کیفیت اندازه مطالعه او ذخیره کوي.
د هوا د ککړتیا کومه کچه د انساني روغتیا لپاره خطرناکه ده؟
د روغتیا نړیوالې ټولنې د لارښوونو پر بنسټ د هوا د کیفیت هغه کچه چې ککړتیا یې له سلو لاندې وي د ساه اخيستلو لپاره صحي ده. خو که د ککړتیا کچه له ۴۰۰ یا ۵۰۰ رسېږي سخته ککړه هوا یادېږي.
د هوا د ککړتیا ریکارډولو ادارې خبر ورکړی چې د هند په نوي ډيلي کې د چارشنبې ورځې هوا د ککړتیا کچه ۵۰۰ ته رسېدلې وه.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال اړوندې ادارې د ۲۰۲۱م کال په یوه رپوټ کې موندلې وه چې ۳۷ سلنه هېوادونو کې د هوا د ککړتیا کچې معلومول اړین قانوني ګام نه بلل کېږي. څېړونکو اندېښنه ښودلې چې په ګڼو نورو هېوادونو کې هم ځينې وخت دا موضوع له پامه غورځول کېږي
ملګرو ملتونو ویلي، "حکومتونه باید د هوا معیار معلومولو او ښه ساتلو لپاره لازم اقدامات او په دې برخه کې د اړتیا وړ پانګونه وکړي."
ککړه هوا د کومو ناروغیو سبب کېږي؟
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي په هوا کې ککړې او غلیظې ذرې کولی شي تنفسي لار او رګونه بند کړي، د بدن دفاعي سیستم کمزوری او په وینه کې بدن ته د اکسینجن د لېږد سیستم مختل کړي.
ککړه هوا د زړه د ناروغیو، عصبي حملو، د سږو سرطان او نورو لامل هم کېدی شي په ځانګړي ډول کله یې چې کم عمره ماشومان، د زاړه عمر او یا کمزوري خلک تنفس کوي.
د دې تر څنګ د روغتیا نړیواله ټولنه وايي ککړه او بېکیفیته هوا د مړو ماشومانو زېږېدو، له وخته مخکې د ماشومانو د ضایع کېدو (سقط) او عصبي ناروغیو ته هم لار هواروي.
د یوه اټکل له مخې، ککړه هوا هر کال د اووه میلیونه خلکو ژوند اخلي، په دوی کې یې ۴ اعشاریه ۲ میلیونه کسان د ازادې هوا له ککړتیا او ۳ اعشاریه ۸ میلیونه په کور د ننه د ککړې هوا له سرچینو مري.
د ملګرو ملتونو ادارې وايي په ازاده ککړه هوا کې ۹۰ سلنه مړه کېدونکي خلک د بېوزلو او کمو عوایدو لرونکو هېوادونو اوسېدونکي دي.
په داسې حال کې چې ډیلي او د پاکستان پنجاب دا مهال یو له ډېرو زیانمنو ښارونو دي، حکومتونو یې د کابو کولو لپاره ځينې تګلارې اعلان کړي دي.
نوي ډیلي کې حکومت د ډبرو سکرو کارول له یوې مخې بند اعلان کړي او له بېړني حالت پرته یې د ډیزلو پر سوځولو هم بندیز اعلان کړی خو دغو بندیزونو لا هم ښار د ککړو غلیظو ذرو نه دی ژغورلی.
چارواکو په دواړو ښارونو کې په خلکو غږ کړی چې د امکان تر کچې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ته له وتلو ډډه وکړي.
د افغانستان له پلازمېنې کابل هم هر ژمۍ د ککړې هوا رپوټونه خپرېږي او چارواکو یې بیا بیا پر وړاندې د ځینو تګلارو د پلي کېدو اعلان کوي.
ویل کېږي د کابل هوا په سخت ژمي کې د سوبې کیفیته توکو د سوځولو، د ډبرو سکرو له ډېر کارولو او زړه موټرو تګ راتګ له کبله زیانمېږي.
تر ټولو غوره او تر ټولو ککړه هوا چېرې ده؟
د هوا نړیوال کیفیت څارونکې ادارې (ای کیو ایر) د معلوماتو پر بنسټ دا مهال د نړۍ ریکارډ کچې ککړه هوا د پنجاب لاهور کې ثبت شوې د هند پر پلازمېنه نوې ډيلي هم هم سخته ککړه هوا خپره ده.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ تېر (۲۰۲۳م) کال بنګلهدېش، پاکستان، هند، تاجکستان، عراق، متحده عرب امارات، نیپال، مصر او د کانګو جمهوریت د هوا د ککړتیا په نوملړ کې مخکښ وو.
بله خوا، بیا تر ټولو د پاکې هوا په قطار کې ماریټیوس، ایسلنډ، ګریناډا، برمودا، نیوزیلنډ، اسټرالیا، استونیا او سوېډن راغلي دي