ټرمپ: پوهېږو چې په اصطلاح ''رهبر معظم'' چېرې پټ شوی، خو د اوس لپاره یې د وژنې اراده نه لرو

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یو شمېر پیغامونه خپاره کړي. نوموړی وايي، موږ پوهېږو چې په اصطلاح ''رهبر معظم'' چېرې پټ دی.

نوموړی زیاتوي: ''دی یو اسان هدف دی. خو همالته خوندي دی، موږ یې نه راباسو (نه وژنو!) لږ تر لږه د اوس لپاره نه.''

''خو موږ پر ملکي خلکو او امریکايي پوځیانو د توغندیو ګوزارونه نه غواړو. زموږ د زغم جامه نرۍ ده. دې موضوع ته له پاملرنې مو مننه!''

ټرمپ د ایران په هکله د دې پیغامونو له خپرولو وروسته په یوه بل پیغام کې ولیکل: ''په بشپړه توګه تسلېمدل!''

له دې لږ مخکې نوموړي په یوه بل پیغام کې وویل: ''موږ د ایران پر اسمان بشپړ کنټرول لرو.''

د ښاغلي ټرمپ له پیغام سملاسي وروسته د سپاه پاسداران ځواک ته منسوب یوه ټیلیګرام حساب کې پیغام خپور شو:

''د امریکا دروغجن ولسمشر باید پوه شي، چې ایران په خورا سختو شرایطو کې ځان د خورا ناوړه احتمالي سیناریو لپاره چمتو کړی، خو نه یوازې د امریکا بلکې د ټولو لوېدیځوالو او د دوی د مزدورانو ګټې به په اور کې وسوځي.''

بل لور له دې موضوع خبرو سرچینو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فوردو په ګډون د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسرائیل له بریدونو سره د یو ځای کېدو په هکله غور کوي.

دوی وايي، داسې تمه کېده، چې نن به د وضعیت څارنې خونه کې په دې هکله خبرې شوې وي، خو زیاتوي چې د ټرمپ ټول نژدې سلاکاران په دې هکله یوه خوله نه دي.

له دې مخکې له جي۷غونډې د ستنېدو پر مهال خبریالانو سره خبرو کې چې له ټرمپه وپوښتل شول، د اسرائیل لپاره نور څه کولی شي، هغه وویل: "همدا اوس موږ ښه روان یو. یاده دې وي، ایران باید هېڅکله اټومي وسله و نه لري."

له تهرانه د خلکو د تخلیې د غوښتنې په اړه د امریکا ولسمشر وویل: "زه یوازې دا غواړم خلک خوندي پاتې شي."

دیپلوماتان وايي، دوی تر اوسه نه پوهېږي، چې ټرمپ د څه کولو اراده لري؟

په جي۷غونډه کې د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال

جیمز لانډالې

ایا دی د اسرائیل په نظر کې شریک دی، چې وايي، یوازې پوځي فعالیتونه کولای شي له ایرانه اتومي وسله لېرې کړي؟ او که اروپايي نظریه چې وايي، دیپلوماسي هغه یوازینۍ لار ده، چې په اوږده مهال کې د ایران له اسلامي جمهوریته د ګواښ مخنیوی وشي؟

د اوس لپاره د ټرمپ د پیغامونو ژبه پېچلې او متضاده ده، داسې چې په خپل مرکز او اداره کې د سخت دریځو او انزوا غوښتونکو تر منځ او دغه راز د امریکا نفوذ ډېرولو تمایل او په یوه بله ''تلپاتې جګړه'' کې د امریکايي پوځیانو له ښکېلتیا د کرکې تر منځ ایسار پاتې دی.

ټرمپ وايي، یو جوړجاړی غواړي، خو ایا دا د ایران تسلیمي ده؟

نوموړي پر دوشنبه د جي۷ له غونډې د ستنېدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، دی ''یو واقعي پای غواړي. نه اوربند. یو پای. یا بشپړه توګه تسلیمېدل. دا هم مشکل نه لري.''

ځینې ​​دیپلوماتان هیله من دي، چې دا ښايي واقعیت ته تر ټولو نږدې وي، یعنی ټرمپ اشاره کوي چې امریکاښايي پر ایران د فشار راوړلو لپاره ښکېل شي، چې د مذاکرې مېز ته راشي.

خو هغه چې دلته د کاناډا په ډبرینو غرونو کې په جي۷ غونډه کې پاتې دي، تر اوسه خپل سرونه ګروي.