په رياض کې خبرې: ټرمپ پر کيېف تور ولګاوه چې "مخکې يې هوکړه کولی شوی"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه پر اوکرايين نیوکه وکړه چې ولودمير زيلېنسکي وويل، هېواد يې د روسيې سره د جګړې د پايته روسولو لپاره سعودي کې مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه يې "حيرانتيا" څرګنده کړه.

ټرمپ وويل، د اوکرايين غبرګون "نهيلی" کړی. داسې څرګندېده چې ګواکې د جګړې د پيلېدو د پړې ګوته اوکرايين ته نيسي. ده وویل، "هغوی کولی شوی يوه معامله وکړي."

له دې مخکې د سې شنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف، په سعودۍ پلازمېنه رياض کې د امریکا د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو سره وليدل. دا پر اوکرايین له يرغل راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې لومړۍ مخامخ خبرې وې.

دوی هوکړه وکړه چې د جګړې د پايته رسولو د خبرو لپاره به ډلې ګوماري.

ډونلډ ټرمپ د بي بي سي خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې هغو اوکراينيانو ته څه پیغام لری چې په خبرو کې د نه ګډون له کبله ښايې ورسره د "خيانت" کېدو احساس وي؟ ده وويل: "زه ډېر نهيلی يم، ما اورېدلي چې دوی خپه دی چې ولې يې په خبرو کې ځای نه درلود، دوی له دريو کلونو راهيسې او له هغې پخوا ځای درلود. دا ښايي په ډېره اسانۍ حل شوې وی."

نوموړي یو ځل بیا ادعا وکړه چې که هغه ولسمشر وای، نو دا جګړه به هېڅکله نه وای پيل شوې.

لاوروف: روسیه به د سولې هوکړې د برخې په توګه اوکرایین کې د ناټو حضور ونه مني

د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکرایین جګړې او خپلمنځي اړیکو په تړاو د بندو دروازو تر شا خبرې پای ته ورسېدې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل روسي سیال سرګیې لاوروف سره تر کتنې وروسته رسنیو ته ویلي، دواړو خواو هوکړه کړې چې اوکرایین کې به د جګړې پای ته رسولو خبرو لپاره د لوړې کچې مرکچي ټیمونه ګوماري.

دا مرکچیان به د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکو کې د لوړو ژړو پر هواري هم کار کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف تر ناستې وروسته خبریالانو سره خبرو کې همدغه ټکي ته اشاره وکړه.

هغه ویل دوی هوکړه کړې چې د روسیې او امریکا ترمنځ بشپړې کچې ته د همکاریو را ګرځولو لپاره شرایط برابر کړي.

ښاغلي لاوروف دلته یو ځل بیا په زغرده ناټو سره د اوکرایین د یو ځای کېدو د نظر مخالفت وکړ.

هغه وویل ډونلډ ټرمپ لومړنی لوېدیز مشر و چې ناټو ته یې د اوکرایین د راکښلو پرېکړه د ولسمشر بایډن "ستره تېروتنه" وبلله.

نوموړي زیاته کړې ولسمشر پوتین په پرله پسې ډول واضح کړې چې د ناټو پراختیا او دغه اېتلاف کې د اوکرایین شاملېدل به روسیې ته د یوه "مستقیم خطر" په توګه عمل وکړي.

سرګیې لاوروف وویل "تر نورو بیرغونو لاندې د [ناټو] وسله والو ځواکونو راڅرګندېدل څه نه شي بدلولی. دا یقینآ موږ ته په بشپړ ډول د منلو نه دي."

تر دې لږ ورمخکې د کرېملين ماڼۍ دیمیتري پېسکوف هم ويلي و چې هېواد یې اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب مخالف نه دی، خو د "امنیت، دفاع او پوځي اېتلافونو" موضوع یې بیا بیخي جلا مسله بللې وه.

هغه دا هم ویلي وو چې "که اړتیا" پېښه شي، نو ولسمشر پوتین چمتو دی چې له خپل اوکراییني سیال ولودیمیر زېلېنسکي سره خبرې وکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروز یوه اعلامیه کې ویلي یوه تېلفوني اړیکه او یوه کتنه د دایمي سولې ټینګښت لپاره کافي نه دي. هغې زیاته کړې، "باید اقدامات وکړو او نن موږ یو مهم ګام پورته کړ".

اوکرایین او اروپايي ټولنه دغو خبرو ته نه دي وربلل شوي.

د اوکرايين ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي، چې د انقرې په سفر بوخت دی، له ولسمشر طیب رجب اردوغان سره تر لیدو وروسته ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د ریاض خبرو ته د اوکرایین هیڅ استازی نه دی بلل شوی او ټينګار یې وکړ چې د سولې خبرو کې باید له تېروتنو ډډه وشي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د سولې خبرو کې باید امریکا، اروپا او اوکرایین ټولې خواوې حاضر وي.

ښاغلي زېلېنسکي وړاندې ویلي چې د اوکرایین له ښکېلتیا پرته به د سولې تړون و نه مني.

د ریاض خبرو کې چا برخه اخیستې وه؟

د روسیې له اړخه په دې خبرو کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري یوشاکوف برخه اخیستې ده.

لاوروف ۷۲ کلن دی او له څه باندې شلو کلونو راهیسې پر نړیوال سټېج د روسیې استازولي کوي.

یوکاشوف مخکې په واشنګټن کې د روسیې سفیر پاتې شوی.

د امریکا لخوا په دغو خبرو کې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف وېتکوف ګډون کړی.

مارک روبیو د امریکا د بهرنۍ تګلارې ماهر بلل کېږي او همدا تېره میاشت بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

مایک والتز پوځي مخینه لري او له اوږدې مودې راهیسې د ډونلډ ترمپ ملاتړی دی.

سټیف وېټکوف میلیاردر، د املاکو کاروباري او د ټرمپ شخصي ملګری دی.

د اوکرایین جګړې په تړاو د امریکا او روسیې ترمنځ د دغو خبري مشري سعودي کوربانه کوي او د دغه هېواد له اړخه پکې بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال‌سعود او د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان برخه لري.