د ايران د بهرنيو چارو وزير او د سعودي وليعهد ليدنه؛ بريتانيا ته د محمد بن سلمان سفر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر لیدنې وروسته په یوه ټویټ کې دغه ناسته ګټوره بللې ده.

امیر عبداللهیان چې له پرون راهیسې د سعودي پر سفر دی، په جده کې د دغه هېواد له ولیعهد سره له کتنې وروسته پر اېکس (ټوېټر) ليکلي، "روښانه، ګټورې او د ګاونډيتوب د تګلارې پر بنسټ خبرې وشوې. د دواړو هېوادونو د مشرانو په خوښه په ټولو برخو کې پر باثباته دوه اړخيزو اړيکو ټينګار وشو."

نوموړي وويل، "ايران او سعودي په سيمه کې د امنيت او پر مختګ په اړه همغږی او يوه خوله دی."

ښاغلي امير عبداللهيان تېره شپه په رياض کې د ايران سفارت هم په رسمي ‌ډول پرانيست.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان ال سعود له عبداللهيان سره د ليدنې پر مهال وويل، د سعودي پاچا دغه هېواد ته د ايران د ولسمشر ابراهیم رئيسي د سفر هرکلی کوي.

په تېرو اتو کلونو کې سعودي ته دا د ايراني چارواکي‌ لومړنی سفر دی.

بريتانيا ته د سعودي‌ د وليعهد محمد بن سلمان د سفر بلنه

د سعودي سفارت بي بي سي ته ویلي، ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د بریتانیا د سفر بلنه ورکړل شوې ده.

د بريتانيا د لومړي وزير یوه ویاند ويلي، لومړي وزیر ریشي سوناک وړاندې له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، اړیکو پراختیا او همدارنګه د دفاع او امنیت په برخه کې د همکارۍ پیاوړي کولو په اړه وغږېدل.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې بریتانیا ته سفر کړی و.

خو په همغه کال یو خبریال جمال خاشقجي د سعودي په سفارت کې په بې رحمانه ډول ووژل شو.

د امریکا استخباراتي ادارې دې پايلې ته رسېدلې وې چې دا وژنه د محمد بن سلمان له خوا شوې وه، خو نوموړي رد کړه.

د خاشقجي وژنه، چې د سعودي حکومت ته یې ګوته نيول کېده، هغه مهال د لوېدیځ له خوا وغندل شوه.

بي بي سي ته ویل شوي چې سعوديانو لږ تر لږه یوه میاشت مخکې د لیدنې پلان جوړ کړی و.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا شهزاده په رسمي ډول دا بلنه منلې ده، خو داسې معلومېږي چې هغه غواړي بریتانیا ته سفر وکړي.

د دغه سفر کره نېټه لا نه ده معلومه خو داسې ښکاري چې د اکتوبر نيمايي کې ترسره شي.

بريتانيا ته د محمد بن سلمان سفر له ګڼو نيوکو سره مخ شوی دی.

د لېبرال ديموکرات ګوند د بهرنيو چارو وياندې ويلي، "بريتانيا ته د محمد بن سلمان سفر دا ښيي چې وليعهد کولی شي په خونديتوب سره خپلې کړنې ترسره کړي او موږ او زموږ متحدين يې په اړه هېڅ‌ ونه کړي. "

نوموړې زياتوي، "دغه کس چې د جمال خاشقجي د وحشيانه وژنې اجازه یې ورکړې او د بشري حقونو ناوړه ريکارډ لري، بايد د بريتانيا د حکومت له خوا یې تود هرکلی ونه شي. "

د بريتانيا کارګر ګوند بيا وايي چې له سعودي سره خبرو اترو ته اړتيا ده. د دغه ګوند مرستیالې مشرې انګیلا راينر ويلي، "د دې ليدنې د يوې برخې په توګه اړينه ده چې د بريتانيا لومړی وزير له هغه سره د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي."

برتانیا لېواله ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ لا ډېرې سوداګرۍ او پانګونې ته وهڅوي، په ځانګړې توګه د مخ پر ودې صنایعو په برخه کې او د خلیج هېوادونو له یوې ډلې سره چې سعودي یې غړی دی، د سوداګرۍ تړونونه وکړي.