ایا غواړئ چې دندې پرېږدئ او خپل کاروبار پیل کړئ؟

- Author, ایون ډیویز
- دنده, خبریال
- رپوټ له:, بي بي سي نیوز
ایا تاسو غواړئ دندې پرېږدئ او خپل کاروبار پرمخ بوځئ؟
د یوې ښیې بېلګې په توګه داسې یو کاروبار چې عادي ژوند څخه یو څه ښه وي او تاسې وکولی شئ هر وخت په کې یو څه سوداګرۍ وکړئ او پاتې ژوند مو ورسره ښه تېرکړئ.
بي بي سي د دې لړۍ 'هغه پرېکړه چې له ما یې مشر جوړ کړ' په لړ کې له شپږو بریالیو کاروباریانو سره خبرې کړې.
که څه هم دا د هرې سروې لپاره خورا وړه نمونه ده، خو موږ له دې مرکو ځینې په زړه پورې معلومات ترلاسه کړي.
ما ته درې هغه صفتونه یا ځانګړنې را معلومې شوې، چې عموما په سوداګرۍ کې د بریالیتوب ضامن نه ګڼل کېږي، خو دا هغه څه دي، چې مرسته کولی شي.
بغاوت
ما وپتېله، چې له دې ډلې یو هم په تاسو کې د بغاوت د کردار شتون دی.
دا هغه کسان دي، چې ښوونځي، پوهنتون یا پخوانیو ماموریتونو په څېر دندو کې خوښ نه وي یا ورته ډېر ګټور نه ښکاري.
د ډنکن بینټین (Duncan Benettine) د شهرت لامل د ډریګن ډین (Dragons' Den) پروګرام لړۍ ده.
نوموړي له یوه سرتیري سره له جګړې وروسته پوځي محکمې د سمندري ځواکونو له ډلې وشاړه.
ډنکن وايي: "هغه (سرتیري) زما په چارو کې لاسوهنه کوله او په ما یې چیغې وهلې، نو ما سوچ وکړ، چې اوس د دې چارې لپاره مناسب وخت دی."
ډنکن ماته وویل، هغه مهال یې پرېکړه وکړه، چې "نور د هیچا باداري ته غاړه کښېنږدي."
د ډېپپ (Depop) انلاین مارکیټ بنسټ اېښدونکي سمن بېکرمن (Siman Beckerman) هم د ژوند ورته کیسه لري.
هغه وویل:" زه امر نه منونکی سړی یم. زه احساس کوم چې زه د دندې لپاره مناسب نه یم."
دا یو حقیقت دی، چې کله تاسو د یو چا لپاره کار نشئ کولئ، نو یوازینۍ لار چې لرئ هغه په خپلواک ډول خوځښت دی.

کریسی سمیټ (krisi Smith) چې د بېرد اند بلانډ (Bird & Blend ) په نوم شرکت لري له خپل کاروباره مخکې یې څو ځایه دندې ترسره کړې وې.
هغو کې داسې دنده هم وه، چې نوموړې ورسره حساسیت درلود، خو هغې بیا هم ترسره کړه.
لکه څنګه چې نوموړې له پیشوګانو سره حساسیت لري، خو بیا یې هم د پیشوګانو ساتنه کوله همدارنګه یې په کلب کې هم مزدوري کړې ده.
دا وايي، ما تل د ځان د پوهاوي لپاره پوښتنې کولې.
د نوموړې په خبره، د دې لپاره یې پوښتنې کولې چې پوه شي چې موږ ولې داسې کوو؟ یا هغه ولې تل هدایت یا وړاندیزونه را کوي.
کریسی سمیټ زیاتوي، وروسته له هغه چې له کارکوونکو او مشتریانو سره د مالکانو یا د کار خاوندانو نامناسب چلند یې ولید نو پرېکړه یې وکړه چې خپل کاروبار له غوره چلند سره پیل وي.
د بې صبرۍ نښه ده

بله ځانګړنه، چې ما په دا ډول کسانو کې ولیده هغه په دوی کې بې صبري ده.
ځکه دوی کې یو ډول لیوالتیا لري او دوی خاموشه نه شي پاتې کېدلی.
که تاسو فکر کوئ، چې دوی د لویو پلانونو جوړولو وروسته په سوداګرۍ کې بریالي شوي، نو تاسو بشپړ انځور نه دی اخیستی.
دغو کاروباریانو د ځان لپاره ځانګړي فرصتونه له لاسه ورنکړل او د ځان لپاره یې نوي فرصتونه پیدا کړل.
تیمو آرمو (Timothy Armoo) چې ټولنیزو رسنیو کې د بازار موندنې یو شرکت (Fanbytes) لري وايي، چې په ښوونځي کې يې له نورو ماشومانو سره د رياضي د سوالونو په حلولو کې مرسته کوله او له هغوى څخه به يې پيسې اخیستې او خپل لومړى کاروبار يې له همدې ځایه پيل کړ.
بیا یې په ۱۷ کلنۍ کې، د سوداګرانو د غونډې تنظیم کونکو ته برېښنالیک واستاوه او وړاندیز یې ورته وکړه چې دې غونډه کې د څوکیو منظمولو مسولیت وروسپاري.
تیمو آرمو وايي: "ما دا برېښنالیک (تنظیم کونکو ته) واستاوه او په ۲۰ دقیقو کې ما یو برېښنالیک بیرته ترلاسه کړ، چې په کې لیکلي و 'تاسو ډیر بوخت یاست خو راځئ چې دا کار وکړو."
د بې صبرۍ نښه په هغو کاروباریانو کې هم لیدل کېدای شي چې د خپل کاروبار ترڅنګ نور څه ترسره کول هم غواړي.
دا ډول کاروباریان د خپلو قوتونو او ضعفونو څخه خبر وي او په دې هم پوهېږي، چې کله او کوم کاروبار د بریالیتوب څوکو ته رسیدلی شي.
په داسې حالت کې سخت کار ته اړتیا وي، چې دا ډول سوداګر ټیکاو لرونکې پرمختګ ته ورسوي.
په هرحال، هغه کاروباریان، چې موږ ورسره خبرې وکړې د بې صبرۍ ځانګړتیا یې درلوده، کله چې سوداګرۍ بریالۍ شوه، بیا یې د لا زیات پرمختګ او ودې په لور لیوالتیا درلوده.
مارتا لین فاکس (Martha Lane Fox) د لاسټ مېنټ ډاټ کام ( Last Minute.com) بنسټګر دی.
نوموړې په ۱۹۹۰ لسیزو کې د ځوانانو لپاره د کاري کلتور رامنځته کوونکو څخه و.
د دې په وخت کې ځوانانو د لویانو لپاره ټول هغه څه وکړل، چې انټرنټ اجازه ورکوله.
خو په ۳۱ کلنۍ کې یې پرېکړه وکړه، چې د یاد شرکت د مدیریت له دندې استعفا ورکړي.
نوموړې وايي، نه یې غوښتل چې یوازې همدا کاروبار یې د دې شناخت وي.
د یو څه ترسره کولو لیوالتیا

د بریالي سوداګر دریم صفت دا دی، چې د فکر کولو پرځای د یو څه کولو لیوالتیا ولري.
زما په اند دا هغه څه دي، چې انسانان د ژوند په ټولو برخو کې بریالي کوي، که د خیریه ټولنې پر مخ وړل وي او یا هم د ټیکنالوژۍ چارې وي.
دا خلک په هر ډګر کې یو څه کوي. دوی ډیر امید لري.
دوی باور لري، چې کولی شي خپلې موخې په خپله ترسره کړي. نو دوی زموږ له ډیرو څخه غوره لاره ټاکي.
داهغه جذبه ده، چې دوی سهار وختي له خوبه پاڅوي.
ریچارډ واکر له یوې سوداګرې کورنۍ څخه دی.
هغه د خپل پلار د سوداګرۍ په یوه برخه کې کار کاوه خو تل یې دا لیوالیتا درلوده چې خپله هم یو څه وکړي.
هغه ته یوه بریالي کس مشوره ورکړه چې پولنډ ته لاړ شي.
نوموړي دا خبره ومنله او پولنډ ته لاړ هغه مهال یاد هېواد تازه د اروپايي ټولنې غړی ګرځېدلی و.
پولنډ د جرمني په څیر لوی دی او ۴۰ میلیونه نفوس لري، چې وګړي یې ډېرې لوړې زدکړې لري.
"هالته هیڅ یو بریتانوی نه و، چې د ملکیتونو شرکت ولري نو ما پرېکړه وکړه چې زه به دا کار وکړم. "











