تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریچرډ بېنېټ د طالبانو حکومت ته: د "بد حجابۍ" په تور نیول شوې ښځې ژر تر ژره خوشې کړئ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې هغه ښځې خوشې کړي چې دوی ویلي، د "بې حجابۍ" په تور یې نیولې دي.
ښاغلي بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه د دغو ښځو پر نیول کېدو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت په دې توګه "د ښځو د بیان ازادۍ باندې نور محدودیتونه لګوي او د هغوی لا نور حقونه تر پښو لاندې کوي"
هغه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې دا مېرمنې دې "ژر تر ژره او بې قید و شرطه" خوشې کړای شي.
ښاغلی بېنېټ وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ (د مرغومي ۱۳مه/د جنورۍ ۳مه) د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وویل چې په کابل ښار کې یې لسګونه ښځې په دې تور نیولې دي چې ګواکې "بد حجابي" یې کوله.
طالب چارواکي دا نه وايي چې نیول شویو مېرمنو څه ډول بې حجابي خپروله خو پخوا د امر بالمعروف محتسبیونو له ښځو غوښتي وو چې تنګې جامې وا نه غوندي او داسې کالي په تن کړي چې ټول بدن یې پوښلی وي.
که څه هم د نیول شوو ښځو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو لسګونه ښودل کېږي.
وړمه ورځ د امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي عبدالغفار سباوون هم بي بي سي پښتو ته تائید کړه چې محتسبیونو یې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو یو شمېر ښځې نیولې دي او په وینا یې، د نیول شویو ښځو "محرمو [د کور نارینهو] ته یې بیا بیا " لارښوونه کړې وه چې د خپلو ښځو حجاب او لباس ته پام وکړي."
ښاغلي سباوون ادعا وکړه چې، "دا هغه زنانه وې چې په اسلامي ټولنه کې یې بې حجابي خپروله، اسلامي ارزښتونه او شعایر یې تر پښو لاندې کړي او باعزته ښځې یې بې حجابۍ ته هڅولې."
د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دغه ځانګړي رپورټر څرګندونو ته لا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو پر ښځو د بندیزونو او د حجاب جبري کولو په اړه یې دریځ دا دی چې "مېرمنې باید د اسلامي شریعت له مخې حجاب مراعت کړي" او د "اسلامي اصولو له مخې د افغان مېرمنو حقونه خوندي دي."
د ۲۰۲۱ کال دا ګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته یې په یوه لویه غونډه کې په عامه ځایونو کې د "حجاب مراعتول" جبري کړل او د هغوی "ولي" یا د کورنۍ نارینه سرپرستانو ته یې خبرداری ورکړ چې که ښځې یې داسې ونه کړي نو دوی به یې جزا وویني.