تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوني کپور: سري دېوي د مالګې نه خوړلو او غذايي رژیم له کبله مړه شوه
د هندي فلمونو مخکینۍ ممثلې سري دېوي مړینه اوس هم د ډېرو لپاره یوه معما ده، خو مېړه یې بوني کپور اوس له دې رازه پرده پورته کړې.
د یادونې ده، چې د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې هندي رسنیو خبر ورکړ چې د بالیووډ فلمي ستورې سري دېوي د زړه د حملې له امله د ۵۵ کلونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوې ده.
مخکې د متحدو عربي اماراتو دوبۍ پولیسو د لمبېدو په ټپ یا غسلخانه کې ډوبېدل د سري دېوي د مړینې لامل باله، خو مېړه یې بوني کپور اوس په یوه ځانګړې مرکه کې د خوراک څرنګوالی او له مالګې پرهېز د مېرمن دېوي د مړینې اصلي لاملونه بللي.
له دې مخکې بیا دا هم ویل شوي وو، چې سري دېوی د یوه واده په مراسمو کې د زړه درېدو له کبله مړه شوې وه. د (نیو انډین) خبري شبکې له خبریال روهن دوا سره خبرو کې بوني کپور ویلي، سري دېوې په طبیعي توګه نه ده مړه شوې، مړینه یې تصادفي وه او په وینا یې د وژنې خواشینونکي تورونه یې هم زغملي دي.
نوموړي زیاته کړه: ''دا طبیعي مړینه نه وه، یوه پېښه وه، ما پرېکړه کړې وه، چې په دې هکله به خبرې نه کوم، ځکه د هغې له مړینې وروسته مې تر ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو پورې د تحقیقاتو لړ کې خبرې وکړې، اصلاً افسرانو ویل، د هندي رسنیو فشار له کبله داسې کوي او دوی پوه شوي وو، چې هغه وژل شوې نه وه. زه د هغو معایناتو په ګډون چې دروغ کشفوي، له هر ډول معایناتو تېر شوم، او بیا چې کوم رپوټ راغی هغه په څرګند ډول وايي، چې دا مړینه حادثاتي وه.''
ښاغلي کپور په دې مرکه کې ویلي، په خوړو کې له مالګې پرهېز د دې لامل کېږي چې انسان بې هوښه شي او په وینا یې له سري دېوي سره همداسې وشول.
نوموړی وايي، هغه د بې هوښۍ له کبله وغورځېده او یو مخکینی غاښ یې مات شوی و. نوموړی زیاتوي سري دېوې د خپل وزن او څېرې په هکله خورا حساسه وه او له مړینې مخکې یې هم پرهېزي خوراک کاوه. ښاغلي کپور زیاته کړه: ډېر وخت به یې په لوږه تېراوه.
غوښتل یې ښایسته ښکاره شي او د سینما پر پرده د خپل تصویر په هکله ډېره حساسه وه، له ما سره له واده وروسته یو، دوه ځله بې هوښه شوه، بیا ډاکترانو ویل چې د وینې ټیټ فشار ستونزه لري.
ډاکترانو ورته وویل، چې د وینې ټیټ فشار له کبله باید خواړه او په خوړو کې له مالګې ډډه و نه کړې.
سري دیوې ۱۹۶۳ کال کې د هند په سویلي تامل ناډو کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۸ کال کې یې لومړنی فلم (سولهوان ساون) نندارې ته وړاندې شو او په ۲۰۲۰ کال کې یې د(مام) نومي فلم له بشپړېدو سره د درې سوه فلمونو کې تمثیل وکړ. خداګواه، مسټر انډیا، صدمه، او نګینه د سري دېوي هغه فلمونه دي، چې ډېر شهرت یې وموند او بریالي فلمونه بلل کېږي.
سري دېوي له بوني کپور سره په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ. بوني کپور خپله هم د فلمونو پروډیوسر یا چمتو کوونکی دی، چې د مسټر انډیا په ګډون یې یو شمېر کامیاب فلمونه تولید کړي دي.