د طالبانو حکومت د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره له نړیوالو خیریه بنسټونو مرسته غوښتې

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد له نړیوالو مرستنیدویه بنسټونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پروګرام او روغتیايي سیستم سره خپله همکاري ډېره کړي.

د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد چې د یو پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته په سفر تللی د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ډلې ناستې ګډونوالو ته ویلي، د تېر پرتله په هېواد کې د پولیو واکسین ته د خلکو لاسرسی ښه شوی او اوسمهال په ټول افغانستان کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکې یې واکسین ته لاسرسی و نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو په تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ښاغلي عباد دې ناستې ته په وینا کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر کسان د پولیو له منځه وړولو پروګرام کې ونډه لري. هغه له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو نه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړولو پروګرام او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا د دې ناستې په اوږدو کې به د روغتیا د نړیوال سازمان او ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف او څو نورو نړیوالو بنسټونو استازي شوي وړاندیزونه وڅیړي او د افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو پروګرامونو لپاره به له اوسنیو شرایطو سره سم نوې سپارښتنې انتخاب او وړاندې کړي.

اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ویروس په کې شته. که څه هم په روان ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه تراوسه نه ده ثبت شوې، خو تېر کال شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې چې ټول یې په ننګرهار ولایت کې وې.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړولو کال بللی او ویلي یې دي چې د دې لپاره به سږکال د پولیو پرضد د ماشومانو د واکسینولو څلور ملي کمپاینونه ترسره شي چې لومړنی هغه یې وار دمخه د اپریل په میاشت کې ترسره شو او په ترڅ کې یې لس اعشاریه اوه میلیونه ماشومان واکسین کړای شول.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو تل پر قومي مخورو، مشرانو او میندو او پلرونو غږ کړی چې د پولیو پرضد کمپاینونو سره همکاري وکړي او اوږدو کې یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي. پولیو یا ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.